پښتون

زه پښتون یم پښتو وایم

په پښتو باندی مین یم

دپښتونه به سرجارکړم

دګلونو به یی جارکړم

پښتوژبه مو مورنۍ ده

هم خوږه هم کورنۍ ده

دپښتو په ژبه ویاړم

درحمان په لاره لاړم

دایواځی پښتانه دی

دوی خواږه لکه الو دی

دپښتون نوم به تل ځلیږی

نه ړنګیږی نه بدلیږی

که هرڅویی تاوراتاو کړی

دوی ددی نه نه تیریږی

ځکه موریی پښتنه وه

دهغی عجاب پرده وه

پښتون خپل غیرت ساتلی

په هر ځای کی می ستایلی

دوی کلتور ته می سلام دی

خړ پښتون ته می سلام دی

دوی پریښی کله چا دی

چاپرییښی په قرار دی

هرڅوک لاره ورته ګوری

دوی د ټولو نه بیزار دی

په قرار یی لژکی پریږدی!

دوی په خپله استوار دی

خپله ژبه می راپریږدی

خپل ټاټوبی می راپریږدی

زه یی ساتمه په خپله

دغه کورمی نور راپریږدی

مخکی نه وم پوهیدلی

زه صادق  ومه رښتنی

زماورکړه په رښتیا ده

دغه خاوره دفنا دی

دسمون سترګی دی تاته

لوی ربه ستا رضاده

دپښتون غور نور وکړی

ستارضا زمونږ رضاده

صفی الله سمون