غزل

مادهغی سره په والله چی وفاکړی ده

سپیني سپوږمۍ په شان می تاباندی رڼاکړې ده

داستا دلاسه می په هر ځای کی ژړا کړې ده

اوښکی می څآڅی په ګریوان دامی خطا کړې ده

ستا دخاطره می زړګی زخمی زخمی کړ ګوره

خوتاپه یوه بوسه په ماباندی نڅا کړې ده

کړی وعدی می ورته هرځای په ځای کړی ګوره

ستا دوصال په تمه هر وخت ما دوعا کړې ده

لکه ګلاب چی د بلبل دپاره ځان غوړوی

ته هم شبنم شه ما په تاباندی غوغاکړې ده

ماستا دمینی مي څښلی دی مدهوش مدهوش یم

اوس که چرسی یاشرابی یم داخوتاکړې ده

دپاکی مینی په خاطرمی درته سرټیټ کړی

يم ګنهګارخاونده خدایه ماګناه کړې ده

داخونوزړه دی په یوچا باندی ټکور شی اخیر

تاسره رم زړه دی خو دا زړه دی تل جفا کړې ده

دلویه خدایه درته غواړم پنځه وخته ودعا

سمون ته ورکړی صداقت دامی رښتیاکړې ده

صفی سمون

۲۴/۱۰/۱۳۸۶پ ن