ښکلی غزل
هسکې ماڼۍ هسکې بنګلی دي زه پری څه کومه
که د ښا یست او نندارو دي زه پری څه کومه
د ګلا ب ګله په هرلور دې خوشبویی خپره ده
له مانه پا ته ده ستي ده زه پری څه کومه
زه به دسترګوله چینو څخه اوبه د رکوم
د ژوند غو ټۍ خوری وری دي زه پری څه کومه
مخ ته می ايښي رنګ په رنګه د دنیا خوشالۍ
سترګی می ستا په لورکږی دي زه پری څه کومه
ملنګه داسی یوه دعا می سوي زړه ته وکړه
چی له ګودره پرې صبریږی نورپری څه کومه
بس ستا غمونو ماته دومره ګټه وکړه ګرانه
ښه شاعری می پری جوړیږي نور پری څه کومه
نوریه وهاب
ژوندې دی وی