حقیقت له دنیا ورک سو حقین نسته

دنیا ټوله په ټګی سوه ریښتیا نسته

دا عجب کاراو کدار چشم پوشی ده

چه  په خوله وا یی په زړه کښی هغه نسته

په لبا س او قوا ره به ښه زاهد وی

د عمل پا ڼی یی ګوره چه څه نسته

د غه څه شان جنونیت دی ای عالمه

له دنیا مواخیر رفتن ده بقا نسته

د جمیل ویل په خوله او په زړه یودی

په ظا هر او په با طن کښی بل شی نسته

شهیدعبد ا لجمیل شیلګری