WHO IS MANAGER
منيجر : منيجر هغه څوک دي چي پلا ن جوړوي داداري دمربوطه څانګو چاري تنظيموي ، تصميم نيسي او مربوطه تصدي اقتصادي ، موسيسي کاري ګروپ څارنه کوي او کارکونکي اداره کوي .
ديو اقتصادي اداري منيجر خپله اداره يا موسسه بايد ديو مجمو ع په توګه وگڼئ چي دهغي بيلابيلي څانګي يو دبل سره تړلي دي او يو پر بل تکيه لري . هرو مرو ديوي څانګي بدلو ن ، قوت يا ضعف په ټولو برخو او په نهايت کي په اداره باندي تاثير لري بايد داداري منيجر دټولني دتقاضاکونکو ، مشتريانو ، مستهليکينواو نورو ټولنيزو واحدونو سره ډيري کاميابي اړيکي ټينګي کړي او دموسسي دننه هم رهبري ښه پر مخ بوځي .
2 -- درهبري له نظره منيجر
درهبري له نظره منيجرپه دوه برخوويشل کيږي.
- ديکتاتورمنيجر.
- ديموکرات منيجر.
1 – ديکتاتورمنيجر:ديکتاتورمنيجر غواړي فقط خپلي غوښتني په ټولوومني اودکارکونکونظرياتواوستونزوته پاملرنه نکوي
2 – ديموکرات منيجر: ديموکرات منيجردخپل لاس لاندي کارکونکوغوښتني اونظرياتوته غوږ نيسي اودهغوي ستونزودحل لاري چاري پيداکوي اودهغوي سره داداري پرمخ بيولوکي صلاح مشوري کوي .
دديکتاتوررهبريامنيجرنيمګړتياوي
کله چي يوه اداره کي ديکتاتوره فضا حاکمه وي هلته لاندي ځانګړتياوي ليدل کيږي .
- په اداره کي دعدم اعتماداوبي باوري فضاءرامنځ ته کيږي .
- ترڅوهره شيبه هدايت ورنکړي شي کارکونکي په خپل شوق کارنکوي .
- کارکونکي ،مامورين اوپرسونل دحقارت اوسپکاوي احساس کوي .
- بي مسؤليتي زياتيږي .
- دنوښت ،ابتکارتشويق کوونکي د تلاش زمينه له منځه ځي .خوهغه وخت چي عاجل تصميم ضرورت وي .
اوهغه کارکونکي چه ناپوهه وي کم تجربه وي بي مسؤليته وي اوداعتماد وړ نوي نوپداسي حالاتوکي ديکتاتوري رهبري پکارده .
دديموکرات منيجرښيګڼي .
ديمو کرات منيجر دخپلو اړوند ه پر سونل سره په هر کار کي صلا ح مشوره کوي او مشکلاتو دحل په اړه تري نظر يا تات اخلي او کار کونکي خپلوورسپارل شوو دندو ته حسوي او دتفاهم فضاءرامنځته کوي چي په نتيجه کي لاندي ګټي تر لاسه کوي .
- کار کونکي په خپله موسسه کي چي دي پکي کار کوي دلوړ شخصيت احساس کوي
- دمسوليت احساس پکي لوړوي .
- دکارکونکي په ټولو چارو کي خپل نظر څرګندولي شي .
- په ديموکراته فضاءاو رهبري کي دنوښت زمينه برابره وي او کار کونکي خلقه او نوښتګر وي .
دوظيفي له نقطي نظره دمنيجر ډولونه
١ -دلوړي سطحي منيجر (top level manager ) هغه منيجر کوم چي ټول سازمان کنترولوي او اداره کوي دغه منيجر دسازمان داهدافو ترسره کولو لپاره ستراتيژي جوړوي څرنګه چي له تکنالوژي او وخت په تعير سره دخلکو طرزالعمل ، ذوق کي هم تعيرراځي نو دلوړي سطحي منيجر دخلکو درضايت دحاصلولو لپاره مختلفي ستراتيژي جوړوي او سازمان اهداف تر لاسه کوي اودسازمان بيا جوړښت دلوړي سطحي دمنيجر پواسطه صورت نيسي دسازمان بيا جوړښت دسازمان ښه کنترول او دمصارفو دکموالي اوښه کردار پخاطر صورت نيسي په ځني وختونوکي دلوړي سطحي منيجر تصميم نيسي چي موجوده پرسونل کم کړي او پرځايي يي نوي مهارت لرونکي پرسونل استخداموي ترڅو دمحيطي تعيراتو سره سازمان تيارکړي او دسازما ن اهداف په ښه شان سره تر لاسه کړي .
٢ -دمنځني سطحي منيجر : (Middel level Manager ) داهغه ډول منيجر دي چي دټيټي سطحي منيجران کنترولوي او ددي منيجرانو دفعاليتونو مسوليت په عاړه لري او ديپارتمنټونو په سطحه ستراتيژي جوړي دسازمان ټاکلي اهداف تعقيبوي .
٣ دټيټي سطحي منيجر ) first line Manager ) هغه منيجر دي چي دکارګرانوورځني فعاليتو نه اداره کوي او ديو سازمان سوپر ويزران او کارګران په مستقيمه توګه کنترولوي یعنی په ټولو ورځینو کارونو کی دکارګرانو سره مل وی .
دیو منیجر وظیفۍ څه شی دی ؟
- پلان جوړولPlanning
- سازماندهيOrganizing
- رهنمايئ Leading
- کنترول Controlling
پلان جوړونه :Planning
دپلان تعريف : پلان يو ذهني طرحه ده چي دادري او عيري اداري اشخاصو لخوا دټاکلو موخو اواهدافو لپاره ترتيب کيږئ اويا په بل عبارت دموخو ټاکلو او دهغي دلاسته راوړلو لپاره دبرنامو ترتيبول عبارت دپلان څخه دي .
پلان يو داسي عمليه ده دهغي څخه بعير هيڅ ډول کړني په سمه ډول سرته نشي رسيدلي او هم بي پلا نه کارونه ښي پايلي او لاسته راوړني نه لري .
پلا ن جوړونه دچا دنده ده :لکه څرنګه چي پلان جوړول ديو ي اداري موخو ته درسيدلو لپاره لمړي اساسي رکن دي نو پکارده چي داسي پلان ترتيب چي تطبيق يي اسانه اوټاکلي اهداف يي لاسته راوړلي شي . پلان جوړونه په يوه اداره کي داداري دبآصلاحيته امر او هغه څوک چي داداري په پورته او لوړو منصبونو کي قرارلري وظيفه او دند ه شميرل کيږي . ښآيي پوښتنه وشي چي ايا دعمومي امر څخه بعير نور اداري پرسونل دپلا ن په ترتيب او تهيه کي رول ولوبوي .
ترټولولوي منيجرکولي شي چه يواځي پلان اوهعه څه چه دپلان پوري تړلي وي ترتيب اوتهيه کړي اوهم کيداي شي چه خپلومادونانودنظرياتواوڅرګندولوپه مرسته ترتيب اوتهيه کړي ..
اوهمدارنګه کيداي شي چه دلوړي سطحي منيجردپلان لپاره مهم ټکي او نقاط وټاکي اوپاتي نورتفصلي نقاط او مراحل دپلان په حدودوکي ښکته اداري پرسونل ترتيب اوتهيه کړي په لنډول ويلي شو چه کيداي شي پلان يواځي لوړي سطحي منيجر لخواترتيب شي اوتطبيق لپاره مادونانوته وړاندي شي اوياهم دلوړي سطحي منيجرداداري داړونده نورو څانګو دامرينو دنظرياتو اوڅرګندونو څخه په استفادي پلان ترتيب اوتهيه کړي .
ديادولووړده هغه پلان چه داداري دڅانګو دامرينو په صلاح مشوره اوهمکاري ترتيب شي پلي کيدل يي اسان وي اوپه نسبي ډول دستونزوڅخه خاليوس
دپلان ډولونه دمودي له حيثه :پلان دوخت په نظرکي نيولوسره په دري ډوله دي
1---اول دلنډي مودي پلان : داډول پلان دلنډي مودي لپاره ترتيبيږي چه موده يي ديوکال څخه تردري کالو پوري رسيږي .
٢--- دمينځني مودي پلان : ددي ډول پلان موده دلنډمهاله مودي پلان څخه زياته وي يعني ددوه کالو څخه ترپنځو کالو پوري رسيږي
٣---داوږدي مودي پلان : ددي ډول پلان موده دپنځوکالوڅخه پورته شميرل کيږي په لنډم ډول ويلي شو چه ديوي اداري لپاره دپلان ترتيبول دمودي په پام کي نيولو سره دهمعه اداري اوياپروژي دحجم ،دتوليدڅرنګوالي دموخواولاسته راوړنوپوري اړه لري چه بايد کوم ډول پلان ورته په پام کي ونيول شي لنډمهاله ،مينځ مهاله ،اوږدمهاله .
ديومنيجرلپاره دپلان جوړني ګټي :
١--- پلان جوړونه دمخوپه ټاکلو کي مرسته کوي کوم چي يو منيجر يي دلاسته راوړلوهلي ځلي کوي .
٢--- پلان جوړونه مدير اواداري پرسونل ته دهغوي دندي او وظايف رو ښانه کوي
٣--- پلان جوړونه دهغو ستونزو او مشکلاتو په روښانه کولو کي مرسته کوي کوم چه په راتلونکي کي ديو منيجر داهدافو دلاسته راوړلو مخنيوي کوي .
٤--- مناسب پلان ترتيبول په اداره کي دستړتيا اوتکاليفو دکميدو باعث ګرځي .
٥--- دپلان دترتيب په صورت کي منيجر کولي شي چي په کم لګښت اومصرف خپلي موخي لاسته راوړي .
سازماندهي یا Organizing
اول بايد ټول فعاليتونه داهدافودترلاسه کولو پخاطروپيژندل شي مثلا ً –لوژستکي خريداري ،حفظ ومراقبت لومړي بايدلوي کارونه تقسيم بندي شي اوپه وړوړکارونوباندي تقسيم شي اومنابع ورته تخصيص شي .
رهنمايي کول یا Leading
:-هررهبرمنيجرنشي کيداي هرمنيجررهبرکيدي شي دمنيجرپه پنځووظيفوکي يوه وظيفه رهبري ده هغومره مهارتونه چه ديوه منيجرلپاره پکاردي ديوه رهبرلپاره ندي پکار رهبريوداسي شخص دي چه چه وکولي شي په نورواشخاصوتاثيرواچوي چه دده يا دسازمان اهداف ورباندي ترسره شي
منيجر: -دهغه کس څخه عبارت دي چه د اهدافوپلانول اوپه کامياب ډول سرته رسولو مسوليت په غاړه لري مثلاً يوملا ښه رهبردي هرسړي يي خبره مني اودخپل استعداد مطابق اهدافوورباندي منلي شي ياسياسي ليډرچي خللک يو کار ته هڅوي کيداي شي چی دا یو ښه منیجر ونه اوسی . خو په لنډ ډول داسی ویلای شو چی منیجری دا یو هنر دی چی زده کیږی ولی لیډری دا یو مهارت دی چی په ځینو کسانو کی قدرتی موجود وی .
Controlکنټرول::- دکنټرول لپاره اولني کار عبارت دي معيار يا سټنډردچی د کارکوونکو لپاره دمخکی ټاکل شوی وی .
معيار عبارت ديو تعداد مشخصاتو څخه دي چی وروسته دکار دسرته رسیدو سره سم مینجر ګوری چی آیا کار دمعیار او سټندرډ مطابق سرته رسیدلی که نه که کارګر کار په سمه طریقه سرته رسولی وی نو دمنیجر لخوا ورته شاباس او دتشویق لپاره ورته څه امتیازات ورکول کیږی او که کار سم سرته نه وو رسولی نو بیا دلته د آداری په قانون پوری اړه لری چی آیا دوی کومه تیوری عملی کړی دی چی دلته بیا دری تیوریانی وجود لری چی انشاالله په راتلوونکی به بحث پری وکړو .
وسلام
صفی الله سمون ; ک ،پ