شهيد محمد داود پر ١٩٠٩ کال په کابل کې زېږېدلى او په ١٩٣٣ کال کې يې د افغانستان د فقيد پاچا محمد ظاهر شاه له خور ميرمن زينب سره واده وکړ چې د اوو بچيانو څښتن شو: څلور لوڼې او درې زامن.
هغه يو ښه مېړه او مهربانه پلار و. بچيان يې هم د خپل پلار په څېر د ټينگ عزم او نيکو اخلاقو څښتنان وو او د عبادت تر پولې يې له خپل پلار سره مينه درلوده .
د محمد داود پنځه بچپان د ١٣٥٢ کال د ثور پر اوومه له خپل پلار سره يو ځاى ووژل شول. مشره لوريې تورپيکۍ چې ژوندۍ پاتې وه د عمر تر پايه له روحي فشار او پرله پسې ناروغۍ نه رانه وتله او د ٢٠٠٠ کال په سپټمبر کې د سويس په لوزان کې مړه شوه.
د مرحوم محمد داود له بچپانو څخه اوس يوازې يوه لور – ميرمن درخانۍ نور ژوندۍ ده چې له خپل مېړه ډاکټر توريالي نور سره د سويس په لوزان کې اوسي.
اوس چې د مرحوم محمد داود هډونه د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره يو ځاى خاوروته سپارل کېږي، دا به تر څه ځايه د هغه د نژدې کسانو او ملگرو زړونه ټکور کړي، خو د هغه شهيد روح به په داسې حال کې چې افغان ملت په بېوزلۍ او فقر اخته دى او په هيواد کې يې کور ورانوونکې جگړه روانه ده، لا هم ارام نه وي. ځکه چې هغه د افغانستان لپاره ژوند کاوه او خپل سر يې له افغانستان نه ځار کړ.