فقر

فقرداسې يوحالت دې چې په هغې کې خلک ډيرکم ياناکافي عايدات لري افتصادپوهانوددې لپاره مختلف تخنيکونهوړاندې کړيدي چې دفقرلپاره درست تعريف وړاندې کوي ،په لمړي سرکې اقتصادپوهانوفقرداسې تعريف کړو.

دعايدهغه سطحه چې دژوندلپاره دمتوقع مصرف څخه ټيټه وي .

اقتصادپوهانوداخبره نوټ کړيده چې ناداره کورني دخپل عايد 1\3 برخه په خوراکي موادومصرفوي . 

يا ،فقر داسې يوحالت دي چې په هغې کې دخلکويوه خاصه طبقه حتى دژوندبنيادي(ابتدايي) ضرورتونه لکه،خوراک ،لباس اودهستوگنې ځاې نه شي برابرولئ،فقردوروسته پاتې هيوادونويوه خاصه نښه ده .هغه هيوادونه چې دپرمختگ په حال کې دي دفقرپه له منځه وړلوکې سخت کوشش کوي ،فقرحتى په پرمختللوسيمواوقومونوکې هم وجودلري . 

په بل عبارت که چيرته يوشخص يوخاص دژوندمعيارپه پوره کولوکې پاتې راشي اوهغه پوره نه کړاې شي نوهغه فقيرياناداره دې اوهرکله چې هغه دغه معيارپوره کړې شي نوهغه نورغريب نه دې.

ناداره هغه څوک دې چې هغوي دمتوسط عايددلاسته راوړلوڅخه ډيرلرې پاتې وي.

فقر: په نړيواله سطحه ډيرزيات فقرموجوددې . ديوساده نقطې نظر مطابق دقوت خريددمساوات په بنياد که چيرته ديوشخص سړي سر روزمره عايد يو امريکايي ډالروي نوهغه په خط افلاس يا دفقرپه خط باندې ژوندتيروي اوهغه شخص چې دهغه سړي سر عايد ديوډالرڅخه کم وي نوهغه دخط افلاس څخه لاندي ژوندتيروي يا هغه غريب دې ،لهذاددې تعريف په رڼاکې دنړي ټوله آبادي چې هغه ٦،٢ بليونه ده په هغې کې ١،٨ بليونه افرادغريب ياناداره دي ځکه چې ددوي عايدديوډالرڅخه کم دې ،ولې د٢.٨ بليونه افرادوسړي سر روزانه عايدد٢ ډالروڅخه کم دې ،غريب افراد دوروسته پاتې غذايي معياراودوروسته پاتې صحت ښکاردي .هغوي خويابيسواده دي اويا هم دهغوي تعليم ناقص اومعمولي دې،هغوي په داسې سيموکې اوسيږي چې هلته چاپيريال ډيرخراب دې.

د١٩٧٠ په لسيزه کې دفقرمسلې ډيراهميت حاصل کړويعنې دهيوادونوپه داخل کې اودهيوادونوڅخه دباندې دفقردحدپه باره کې معلومات کوم قسم کيداي شي نوددې لپاره پدې سلسله کې (دفقردمطلقې سطحې) تصوروړاندې شو .ددې څخه هدف دعايد يوخاص کم نه کم سطح ده چې دهغې په مدد سره خوراک ،لباس اوداوسيدوځاي ددې ټولويوخاص مقدارحاصل کيداي شي اوچې په هغې سره دجسم اورح تعلق قايم وساتل شي مطلب داچې دعايدسطحه به مختلفوهيوادونوکې مختلفه وي .

پدې سلسله کې(دنړيوال فقرخط) تصوروړاندي شو چې دډالر١٩٨٥ کال دقيمت په بنياد ددې سطحه ٣٧٠ ډالر مقرره شوي وه. نوددې لپاره دفقردمطلقې سطحې په باره کې لاندې اعدادوړاندې شويدي ،لکه څرنگه چې په ١٩٩٨ کال کې ١،٢ بليونه آبادي چې دنړې دټولې آبادي ٢٤% وه په مطلق فقرکې اوسيدل چې په هغې کې٨٠٠ مليونوافرادوتعلق دآسياسره وؤ 

٢٩٠ مليونوافرادوتعلق سب صحارا افريقې سره وؤ ،٧٨ مليونوافرادوتعلق لاتينې امريکې سره وؤ ولې ٧٥ مليونوافرادوتعلق دشمالي افريقې اوشرق ميانه سره وؤ .

مطلق فقر(Absolute Poverty)

مطلق فقريوخاص دکم نه کم عايدسطحه ظاهروي چې هغه دژوندي اوسيدلوپه خاطربنيادي مادي ضرورتونه لکه خوراک،لباس اوداوسيدلوځاې دپوره کولولپاره ضروري وي . پدې ډول په مطلقه توگه غريب خلک هغه دي چې دهغوي سره دومره وسايل نه وي چې هغوي خپل بنيادي ضرورتونه پوره کړائ شي اوددې دمعلومولوپه وخت کې به داکتل کيږي چې څومره خلک داسې دي چې دهغوي عايد کم نه کم خاص حقيقي عايد لکه نړيوال خط غربت نه کم دې چې په عامه توگه يوډالر روزانه باندې کښل شوې ،خودمختلفوهيوادونولپاره بنيادي ضرورتونه مختلف کيداي شي .خوددې مشکل نه دبچ کيدوپه خاطرماهرين ٣٧٠ ډالره سالانه يايوډالرروزانه د١٩٩٣ کال دقيمتونو په اساس نړيوال دفقرخط ټاکي اوبيا دادهرهيوادخپل کرنسي په قوت خريدکې اچول کيږي چې دهغې څخه ديوهيواددداخلي کرنسۍ په صورت کې دفقرخط حاصل کيداې شي .

نسبي فقر(Relative Poverty)

دبعضې ماهرينوداخيال دې چې دهغوافرادوشميرل چې دحاصل شوي فقرخط لاندې ژوندتيروي څه مناسبه به نه وي لکه که چيرته دفقرخط٣٦٠ ډالرکلنې عايدلاسته راغلې وي اويوفردچې دهغه عايد٣٥٠ ډالرکلنې وي اودوهم فردچې دهغه کلنې عايد٣٠٠ ډالردې په ظاهري توګه دادواړه افراددفقردخط نه لاندې ژوندتيروي.خوهغه شخص چې دچاکلنې عايد٣٠٠ ډالردې هغه به زيات غريب اوناداره وي.

دفقرمنحوسه دايره(Vicious Circle of Poverty):

دفقرياغربت دايره نن ورځ په اقتصادي بحثونوکې يوه دودشوې اونامتواصطلاح ده.دلته يوڅودايروي اړيکې چې دغربت ددايرويادفقردکړيو(Vicious Circles of Poverty )په نوم مشهورې شوي ليدل کيږي.داپه لږوپرمختللو هيوادونوکې دپرمختياسطحه تل ټيټه ساتي.نرکسي(Nurkse)ددې اصطلاح معناپه دې ډول توضيح کوي دغه دايره چې له يوشمير ځواکونو څخه جوړه شوې چې يودبل دوه برابره عمل کوي نو ځکه غريب هيوادنورهم دغربت اوفقر په حالت کې ساتي دبيلګې په توګه يوفقير سړې دخوړلولپاره هيڅ نه لري،نوځکه وږي دې ،نودده روغتياخرابه شوه ،نوله فزيکي پلوه سست شو،نودده دکارظرفيت راټيټ شو،ددې معناداشوه چې دۍ غريب شو،چې غريب شوخوړوته څه نه لري چې خوراک ته څه نلري نوروغتيايي خرابه شوه نرکسي دهغوهيوادونوپه هکله چې دفقردايره پکې مسلطه ده اودپورته غريب سړي سره يي مشابه کړې وايي. A country is Poor because it is poor يعني يوهيوادغريب پاتې شوې داځکه چې هغه غريب دې .

له همدې امله تقريباً تيره پيړي کې پرمختللي هيوادونوپرله پسې ،کال په کال شتمن شول اوترقي يې وکړه خوپرمختيايي هيوادونه همداسې (پرمختيايي) پاتي شول ، يوپرمختيايي هيواددغربت دڅوڅوکړيوڅخه اغيزمن کيږي ، خودښه کيدونښې يې نه راڅرگنديږي .دهغووگړي ضعيف ،بې سواده ،محافظه کاره،عنعنه پرست اوپه خرافاتوگيرخلک دي

ودنويومفکورو،نوښتونواوابتکاراتوپه وړاندې ضروري عکس العمل نه ښکاره کوي . ترڅواقتصادي پرمختياراپيښه شي.سره لدې چې داسې هيوادونوکې دمړينې شميره ډيره زياته ده ،بيايي هم نفوس په گړنديتوب ډيريږي . ددې هيوادونومجموعي فضااوحالت دنه زغملودي ،نوځکه دفقرددايرې په موجوديت کې پرمختيااووده نشي پيښيدلي .پروفيسرنرکسي داهم وايي چې دپانگې راټوليدل ډير ورو،ځنډني اولږوي ،داځکه چې دپس اندازله امله دسرمايې عرضه اوپانگې اچونې ته د علاقې له مخې دپانګې لپاره تقاضا ټاکل کيږي ياپه بله وينا که چيرې پانگه اچونه وهڅيږي نوپانگې ته تقاضاليدل کيږي اوکه پس اندازونه موجووي دپانگې عرضه رامنځته کيږي نوچې کله هم دپانگې عرضه موجوده وه اوهم تقاضا په داسې يوحالت کې اقتصادمخ په ښه کيدو روانيږي ،که پانگې ته تقاضا اودهغې عرضه نه وي دايوډب حالت دې .خودفقرددايرې دتسلط په حالت کې ،دعايد دټيټوالي له کبله پس اندازونه کم دي چې پس اندازونه کم دي نودپانگې عرضه کمه ده ،عايدځکه ټيټه کچه کې دې چې مولديت ټيټ دې اومولديت ځکه ټيټ دى چې دپانگې کمښت ليدل کيږي. بيرته هماغه دوران تکراريږي .دپانگې کمښت دپس اندازونودکمښت له امله دى دپس اندازونوکموالې دعايددکمښت له کبله دى .اوپدې ډول يوه دايره جوړيږي چې ددې کلي حکم داسې دۍ په فقيرواوورسته پاتې هيوادونوکې دپانگې عرضه اوتقاضاټيټه کچه کې ده .په پورته توگه مونږدموضوع دښه پوهيدولپاره دوه دايرې چې يوې ته تقاضادايره اوبلې ته دعرضې دايره وايي دبحث لاندې نيسو.

دفقردايره دعرضې له نظره: کله چې په يوهيوادکې دعايدسطحه ټيټه اوسي هلته دپس اندازلپاره امکانات نه وي اودسرمايه گذارى لپاره لازم پس اندازصورت نه نيسې چې دپانگې کموالي دمؤلديت دکموالي سبب گرځې اوپدې توگه دعايددکموالي سبب گرځې يا بله اصطلاح پومملکت په دې اساس ناداره اوفقيروي چې هغه له مخکې څخه ناداروؤاوندۍ مؤفق شوۍ چې پس اندازاوسرمايه گذارى وکړی

دفقردايره دتقاضاله نظره : څرنگه چې دفقيروهيوادونوحقيقي عايدکم دۍ دهغې په وجه دبازارساحه هم کوچني ده اوپانګه وال دپانگې اچونې لپاره زړه نه ښه کوي ،دپانگې اچونې نه موجوديت دمولديت دکموالي اوپدې اثردعايددکموالي سبب
گرځې اودعايدکموالي سره دبازارساحه هم محدوده پاتې کيږي .ياپه بل عبارت چون يومملکت له پخواڅخه غريب وؤنواوس هم دبازاردپراختيااوپانگې اچونې قدرت نلري. 

په پرمختيايي هيوادونوکې دفقرپه سطحه کې دزياتوالي وجوهات

دنفوسوفشار: په اکثروپرمختيايي هيوادونوکې نفوس په ډيرسرعت سره زياتيږي.

پدې هيوادونوکې په ښځوکې داولادونودپيداکولوزرخيزي زياته وي . چې پدې توگه دکورني دغړوتعدادزياتيږي اوپه نتيجه کې دکورني مشرته دزياتوماشومانوکفالت ورپه غاړه کيږي چې دهغې په وجه سړي سرعايدکميږي. اوله بل پلوه دولت ته دهغوي داوسيدلوځاې په برابرولو،دصحي اوبو په برابرولو،دسرکونوپه جوړولو،مکتبونوجوړولواودصحت په برخه کې دآسانتياوًپه برابرولوکې  زيات مصارف ورپه غاړه دي.پدې ډول په غير ترقياتي مصارفوکې دزياتوالي په وجه دترقياتي مصارفوپه تناسب کې کموالۍراځي چې دهغې په وجه په روزګاراوعايداتوکې دپام وړزياتوالۍنه کيږي.

__دهيوادونو داخلي صورتحال:په اکثرو پرمختيايي هيوادونوکې دامن وامان صورتحال دتسلې وړنه دې چې دهغې په وجه دداخلي اوخارجي پانګې اچونې فضاً متاًثره کيږي چې دهغې له کبله روزګاراوعايدات کميږي او په فقرکې زياتوالۍواقع کيږي.ددې نه علاوه دګاونډيو هيوادونوسره دتعلقاتودخرابيدوپه وجه هم خارجي سرمايه ګذاري پرمختيايي هيوادونوته په مطلوبه مقدارکې نه راځي.ديوراپورله مخې په غريبوهيوادونوکې وروسته پاتې دولتې نظام هم دفقرپه زياتوالي کې اهم رول لوبوي لکه دولتي کړنلارې(پاليسيانې)اواقدامات دفقرپه لمنځه وړلوکې نه دي توانيدلي.اداري فعاليتونه،سخت دريزه اونه بدليدونکي قوانين او بيوروکراسي داسې عوامل دي چې دهغې په نتيجه کې په غريبوهيوادونوکې داقتصادي پرمختګ عمل نه شروع کيږي.اداري فساداورشوت اخيستل په سرمايه ګذارې باندې ډيرې بدې اغيزې غورزوي.

دزراعت شعبې وروسته پاتيوالۍ:په غريبوهيوادونوکې دزراعت شعبه وروسته پاتې ده.پدې هيوادونوکې دزمکوتقسيم غيرعادلانه دې.پدې هيوادونوکې زمکې يوڅومحدودودزمکوخاوندانوپورې محدودې دي اوباقي خلک ډيرې کمې زمکې لري چې په دغوکموزمکوکې دکرکيلې جديدې طريقې نشي استعمالولې چې دهغې په وجه دهغوي روزګاراودعايداتوسطحه ټيټه پاتې کيږي .پدې ډول په اطرافي سيموکې ډيرسخت فقرموجوددې ځکه چې هلته دروزګارزمينه محدوده ده.بې سوادي ډيره زياته ده په داسې حالاتوکې په اطرافي فقرکې زياتوالۍ راځي چې دهغې تناسب دښارپه پرتله زيات دې.په دغو هيوادونوکې دهقانانوته کيمياوي سرې اواصلاح شوي تخمونه په ډيرو لوړوقيمتونوورکول کيږي.پدې هيوادونوکې دقدرتي آفتونولکه سيلابونو،زلزلو،دفصلونوناروغيواوداسې نوروپه وجه ددهقانانوفصلونوته سخت زيان رسيږي چې پدې وجه دهقانان ډيرسخت متاًثره کيږي اودهغوي عايدات کميږي اودفقر سره مخامخ کيږي.

دعايداتو په توزيع کې نابرابري:په غريبو هيوادونوکې ورځ په ورځ دعايد په توزيع کې نابرابري زياتيږي يو څوسرمايه داروپه تجارت اوصنعت باندې قبضه کړيده.هغوي دخپلواجاسواوخدماتوپه بدل کې ډيرلوړقيمتونه وصول کوي اوخراب اجناس توليدوي.ددې نه علاوه داخلي مصرف کوونکي دداخلي اجناسوپه ځاې خارجي اجناسو ته ترجيح ورکوي چې دهغې په وجه دداخلي توليدوًنکو پرځاې دخارجي توليدوًنکوعايدات زياتيږي.په دغوهيوادونوکې داډول ټولنيزاواقتصادي ساختاررامنځته کيږي چې دهغې په وجه عايدات اووسايل دهغوافرادوپه لورحرکت کوي دچاسره چې دمخکې څخه دولت اوشتمني په ډيرزيات مقدار کې موجودوي.دکموعايداتوپه وجه ناروغۍ او بې روزګارۍ پيداکيږي اوبيادناروغيواوبې روزګاريوڅخه دوباره فقر پيداکيږي پدې ډول دفقراوناروغيومنحوسه دايره عمل پذيره اوسيږي.په نړيواله سطحه چې کوم تجارتي اومالي اقدامات ترسره کيږي لکه گلوبلايزيشن ،دنړيوال تجارتي تنظيم W.T.O قواعداودنړيوال مالياتي فنډ I.M.F په ننيجه کې نوې سرمايگذاري ته ترقي ورکول کيږي چې دهغې په وجه په غريبوهيوادونوکې دوارداتوڅخه علاوه دقاچاقي اجناسو سيلاب راروان دى . دداخلي اجناسوتقاضاکميږي چې دهغې په وجه داخلي صنعتي پرمختگ عمل متاثره کيږي چې ددې په وجه په بې روزگاري کې اضافوالي راځې اودعاموخلکوعايدات کميږي . اودفقرپه سطحه کې زياتوالى راځي .

په دفاعي مصارفوکې زياتوالي : په پرمختيايي هيوادونوکې په دفاعي مصارفوکې زياتوالي ،دوسايلوقلت ،دقرضونودروندبوج، دماليې په وصوليوکې دکمي اوداسې نوروپه نتيجه کې

دولتونه په صحت اوتعليم باندې په کموپيسومصرفولوباندې مجبوردي .چې په صحت اوتعليم باندي د GDP  ډيره کمه فيصدي مصرفيږي.

په عامه خدماتواواجناسولوړمحصولات:په وروسته پاتي هيوادونوکې اول خوصحي اوبه ،تيل،گاز،برق اودتيلفون اسانتياوې ډيرې کمې دي اوکه لږاوډيرموجوددي نودهغوي په قيمتونوکې روزمره زياتوالي کيږي .دولتونه په اداروکې پرسونل کموي چې دهغې په وجه په بې روزگاري کې زياتوالي راځي اوپه عايداتوکې هم کموالي راځي .دروزگارپه مواقعوکې قلت ،زياتيدونکي ټولنيزاواقتصادي مصارفواودانفلاسيوني فشارپه نتيجه کې په غريبوهيوادونوکې په غيرې اخلاقي فعاليتونولکه غلا،ډاکې اچول ،دخلکويرغمل نيول ،قتل کول،ذهني ناروغي اوځان وژنه کې زياتوالي راځي چې دهغې په نتيجه کې په فقرکې زياتوالي راځې

ساختماني انتظامات:په وروسته پاتې هيوادونوکې دولتونودIMF سره مختلف ډول ساختماني تړونونه کړي دي چې دهغې په نتيجه کې تعليم اوصحي خدمتونه قيمته کيږي په مختلفوخدماتوباندې ددولت لخواورکړل شوي سبسايديگاني واپس اخيستل کيږي دغيرې مستقيمومالياتولکه ماليه برخرڅلاوقايميدل زياتيږي شخصي شعبې خپل اجناس اوخدمات په ډيرولوړوقيمتونووړاندې کوي چې دهغې له کبله دخلکوپه عايداتوکې ډيرکموالې واقع کيږي .

په غيرې ترقياتي مصارفوکې زياتوالې: په وروسته پاتې هيوادونوکې داخلي جنگونه ډيرزيات دي .دغه جنگونه دمختلفوفرقو،مذهبونواوقومونوترمنځ رامنځته کيږي نودغه جنگونه ډيرې غټې پانګې ته اړتيالري چې په دې وجه دترقياتي کارونولپاره ډيره لږه پانگه پانې کيږي اودهغې په وجه په بې روزگاري کې زياتوالې رامنځته کيږي جنگونه دفقراوناداري درامنځته کيدوسبب کيږي .

اميرانه ټولنيزساختار: په اکثروغريبوهيوادونوکې اميرانه ټولنيزساختاروجودلري چې دهغې په وجه په مختلفواداروکې دلوړوپوستونووالا خلکو ته غټ غټ معاشونه ورکول کيږي ولې دوړووظيفووالا خلک دوظيفوڅخه خارجيږي ،وظيفې په مستقل ډول نه ورکول کيږي بلکې دتړون په اساس دلنډې مودي لپاره ورکول کيږي ،عاموخلکوته د ټولنيزي بهتري زياتې اسانتياوي نه ورکول کيږي بلکې ددې پرځاي هرڅه شتمنوته ورکول کيږي .تعليمي شعبې شخصي شعبوته ورکول کيږي چې هغوى ددې تعليم په بدل کې ډيرزيات فيسونه اخلي چې فقيرخلک دافيسونه نشي برداشت کولي اودتعليم څخه محروم پاتې کيږي . اوپدې ډول شتمن خلک ددې تعليم څخه مستفيدکيږي. اوپه وظيفوباندې گمارل کيږي پدې ترتيب سره دهغوي په عايداتوکې نورهم زياتوالې رامنځته کيږي ولې فقيراووروسته پاتې طبقې دمحدودوعايداتوپه وجه خونه تعليم حاصلولې شي اونه هم دهغوي په عايداتوکې زياتوالې رامنځته کيږي .

ناقص دولتي نظام :په غريبوهيوادونوکې دولتي نظام ډيروروسته پاتې دى .عام شخص ته خونه په قانون جوړولوکې حصه ورکول کيږي اونه هغه ته دقانون تحفظ حاصل دۍ.عدالتي نظام ديرپيچلي دى اوددې څخه شتمن خلک فايده اخلي ولې عام شخص دعدالتونوپه ذريعه خپل حق نشي حاصلولي.

ناقصې اقتصادي پاليسي گانې: په پرمختيايي هيوادونوکې په کليواواطرافوکې وړوصنعتونوته هيڅ پاملرنه نده شوي چې پدې وجه باندې دغوخلکوته دکاروبارزمينه نه برابريږي اودهغوي عايدات کميږي اوپدې ترتيب سره دهغوي په فقراوناداري کې زياتوالي رامنځته کيږي .

په پرمختيايي هيوادونوکې دفقردمنځه وړلولارې چارې

لکه څرنگه چې مونږ دفقرپه وجوهاتوباندې بحث وکړونوفقريولعنت دي اوناداره شخص په ټولنه باندې بوج دي ،دفقرپه نتيجه کې دنادارې طبقې دکاراستعداد کميږي دهغوي دصحت معيارخرابيږي ،هغوې دښه خوراک حاصلولوڅخه محروم پاتي کيږي ،هغوي تعليم اومهارت نشي حاصلولي ،دفقرپه وجه خلک داوسيدلولپاره مناسب ځاي ،دڅښلولپاره صحي اوبه ،تعليم اودصحت آسانتياوي لاسته نشي راوړلي دنتيجې په توگه دفقرڅخه دوباره دفقريوه منحوسه دايره عمل پذيره اوسي ځکه چې دفقر په وجه کم خوراک ،ناقص صحت ، ناقص تعليم اومهارت اودوباره کم عايدات اوفقرپيداکيږي ولې دشتمنى څخه ښه خوراک ،ښه صحت ،غوره تعليم اودوباره ښه اوغوره عايدات لاسته راځي نوپدې توگه دفقرڅخه فقراودبډايي څخه بډايي پيداکيږي . ددې لپاره دفقردمنځه وړلولپاره لاندې لارې چارې وړاندې کيږي .

دنفوسوکنترول :غريبو هيوادونو ته پکاردي چې په خپلونفوسوباندې کنترول وکړي اوهغوي ته دې تعليم،دهستوګنې ځاې،دڅـښلولپاره صحي اوبه اودصحت آسانتياوې برابرې کړي.دناداره طبقودعايداتودزياتوالي په خاطردې هغوي ته ټول ټولنيز خدمات،دواګانې اورايګان تعليم برابرکړۍشي.هغوي ته دې دمختلفوخوراکي اجناسو آسانتياوې برابرې کړۍ شي او دهغوي قيمتونه دې ټيټ وساتلۍشي.سوادلرونکوبې روزګاروته دې دکارزمينه برابره کړې شي.

دوړوصنعتونوجوړول:په غريبوهيوادونوکې دې په کليواواطرافوکې واړه واړه صنعتونه ولګول شي تر څوخلکوته دکارزمينه مساعده شي.په اطرافوکې دې دهقانانوته پوهاوې ورکړې شي،هغوي دې په خپلوعايداتوکې زياتوالي ته وهڅولې شي ترڅوهغوي خپل وخت په غوره طريقې سره استعمال کړي اوپه خپلوزمکوکې باغونه،دکبانوروزل،دشاتومچيوروزل،دچرګانوروزل اومالدارۍ ته پرمختګ ورکړي چې ددې په وجه به دهغوي په عايداتوکې زياتوالۍرامينځته شي.

دزراعت شعبې ته پرمختګ ورکول:په پرمختيايي هيوادونوکې دې دزراعتي شعبې وروسته پاتيوالي ته دپاې ټکۍکيښودل شي.دزراعت په شعبه کې دې دهقانانو ته قرضونه،اصلاح شوي تخمونه،کيمياوي سرې اوحشره وژونکي دواګانې ورکړې شي.دزرعي شعبې وروسته پاتيوالي په وجه دهيوادونو په فقرکې اضافه شويده نو پدې توګه ددغه وروسته پاتيوالي په ختميدوسره فقرته دپاې ټکۍايښودل کيدائ شي.

دعايد په توزيع کې دنابرابرې ختمول:په غريبوهيوادونوکې دې دعايد په توزيع کې دنابرابرېودختمولواقدامات وشي.په صنعتي سکتورکې دې دشخصي شعبې سره سره دولتي شعبه هم سرمايه ګذاري وکړي تر څوتوليدات هرچاته په مناسب قيمت لاسته ورشي.ځکه چې که چيرته صرف شخصي شعبه توليدات کوي نوهغوي خپل اجناس په لوړو قيمتونوسره خرڅوي اودهغوي عايدات زياتيږي اودمصرف کوًونکوپه عايداتوکې خساره اوکمۍواقع کيږي اوپدې توګه چې په دغوهيوادونوکې کوم پرمختګ کيږي نوهغه يو څوکسانو،يو څوطبقواويوڅوښارونوته فايده رسوي اواکثره خلک ،اکثره طبقې اواکثره ښارونه ددې پرمختگ څخه محروم پاتې کيږي نوپدې ترتيب ضروري ده چې دپرمختگ سره دعايدپه توزيع کې نابرابري ختمې کړاي شي.

په بنيادي ضروري اجناسوباندې ماليه کمول:  په پرمختيايي هيوادونوکې دى په بنيادي ضروري اجناسواوخدماتولکه ،لمړني خوراکي مواد،دواگانې ،تيل،گاز،برق،تيليفون،حمل اونقل اوداسې نوروباندې ماليه کمه ولگول شي ځکه چې که چيرته په دغواجناسواوخدماتوباندې لوړه ماليه ولگول شي نوددې څخه ناداره طبقه متاثره کيږي اودهغوي په عايداتوکې کموالي رامنځته کيږي .

دوړوقرضونوورکول: په دغوهيوادونوکې دى دروزگاردزياتوالي پخاطرسوادلرونکوبې روزگارانوپه اطرافوکې بې روزگارانواوداسې نوروبې روزگارانوته وړې وړې قرضې ورکړل شي ترڅوهغوي خپل ذاتي کاروبارونه شروع کړاي شي اوخپل عايدات لوړکړاي شي.

دوارداتوتعويضي اجناسودصنعتونوسره مرسته کول : پرمختيايي هيوادونه دې دوارداتومتبادلواجناسوجوړلوصنعتونوحوصله افزايي وکړي .چې دهغې په وجه به له يوه طرفه دخلکوپه روزگارکې زياتوالي رامنځته شي اوله بل پلوه به اجناس اوخدمات اوعايدات پيداشي چې دې سره به فقرله منځه لاړشي.

خلکوکې دقوميت جذبه پيداکول: ددې هيوادونوپه خلکوکې دې دقوميت جذبه رابيداره کړاي شي چې په دې سره به په صادراتوکې زياتوالي اوپه وارداتوکې کموالي رامنځته شي. چې دهغې په وجه دداخلي پيسوخارج ته دوتوڅخه مخنيوي کيږي اوددې سره سره دخارجي اسعاروپه لاسته راوړلوکې زياتوالي رامنځته کيږي چې په دې سره روزگاراوعايدات زياتيږي اودفقردمنځه تللوسبب گرځې .

دغوره اقتصادي تگلارو(پاليسيو)جوړول: ددغوهيوادونوپه اقتصادي تگلاروکې دې بهتري راوړل شي .دولتي نظام دې غوره اوبهترکړاي شي دغريبې طبقې خلکوته دې دانصاف آسانتياوې برابرې کړاي شي اوهغوي ته دې دبيوروکراسي څخه نجات ورکړاي شي . داهيوادونه بايد داسې اقتصادي پاليسې ترتيب کړي چې په هغې کې غريبې طبقې ته دکارزمينه مساعده شي. داسې پروگرامونه پکارواچوي چې دهغوي فايده عاموخلکوته ورسيږي ترڅودهغوي دژوندسطحه ښه شي اوپدې ترتيب دهغوي په عايداتوکې زياتوالي رامنځته شي . 

لیکنه :- صفی الله سمون