دچک قسمونه اودهغي فايدي[1]
Kinds of cheque and its Advantages
چک(cheque):کله چي مشتري په بانک کي جاري حساب يادپس اندازحساب خلاصوي،نوبانک خپل مشتري ته په بانک کي دجمع شووپيسوڅخه دضرورت په اساس دپيسودراويستلولپاره دچک يوه کتابچه ورکوي،نوکله چي مشتري ته دپيسوضرورت شي نوهغه دچک په يوه فارم کي مطلوبه پيسي ذکرکوي اوهغه دبانک څخه رااخلي.چک دمشتري لخوادبانک په نوم يوغيري مشروطي حکم دي چي په هغي کي مشتري بانک ته داهدايت کوي چي هغه په چک باندي ذکرشوي پيسي هغه ته يادچک وړونکي ته تاديه کړي.
دچک تعريف(Definition of cheque):چک يوداسي غيري مشروطه تحريري حکم نامه ده کوم چي ديوخاص بانک په نوم ترتيب کيږي په کوم چي دترتيب کوونکي لاسليک وي اوپدي کي مشتري دبانک څخه دامطالبه کوي چي بانګ بايددپيسوغوښتلوپه وخت کي يوخاص مقدارپيسي کوم خاص شخص ياچک لرونکي ته اداکړي.
دچک خصوصيات (characteristics of cheque)
دچک خصوصيات په لاندي ډول ذکر کولي شو
1 - دتادي حکم : چک دتاديي يو حکم وي چي په دي کي بانک ته دپيسو داداکولو لپاره درخواست يا غوښتنه نه کيږي ځکه چي مشتري دبانک څخه خپلي جمعه شوي پيسي اخلي نو ځکه هغه ته دسوا ل کولو څه ضرورت نه وي بلکه حکم کوي . بانک ته دپيسو داداکولو دحکم په وخت کي بايد دنرمي لهجي څخه کار واخلي .
2 - تحريري حکم : که چيرته بانک ته دپيسو داداکولو حکم په زباني ډول ورکړل شي نو دي ته چک نه ويل کيږي دچک لپاره ضروري ده چي بانک ته حکم په تحريري شکل ورکړل شي
3 - غيري مشروط حکم : چک دبانک په نو م دپيسو داداکولو يو غيري مشروطه حکم نامه ده ددي څخه مطلب دادي چي مشتري په بانک باندي دپيسو داداکولو لپاره کوم شرط نه ږدي . که چيرته مشتري يا حساب لرونکي په بانک کي دپيسو داداکولو لپاره کو شرط کيږدي نو دي حکم ته چک نشو ويلاي ځکه چي داغير ي مشروط حکم نه وي .
دمثال په ډول که حساب لرونکي بانک ته داحکم وکړي چي داحمد دواده لپاره (١٠٠٠) روپي تاديه کړه نو دايو مشروط حکم شو ځکه کيداي شي چي احمد واده ونه کړي ، ددي برعکس که چيرته بانک ته داحکم وکړي چي داحمد په مړينه بايد (١٠٠٠) روپي اداکړل شي نو داحکم يو غيري مشروط حکم دي ځکه چي مر ګ يو يقيني امر دي نو پدي توګه دي حکم ته چک ويلي شو .
4- دبانک په نوم : چک صرف دبانک په نو م جاري کيدي شي دکوم شخص يا کومي کاروباري اداري په نوم چک نشي جاري کيداي .
5 - دحساب لرونکي له طرفه : دبانک په نو م چک يواځي حساب لرونکي جاري کولي شي د حساب لرونکي نه مراد داسي يو شخص دي چا چي په بانک کي دپيسو په جمع کولو اويا قرض احستلو باندي حساب خلاص کړي وي .
6- مقرر شوي پيسي : دچک دتعين شوو پيسو دتا ديه کولولپاره وي او په چک باندي دپيسو ذکر په لفظي او عددي ډول شوي وي .
کومي پيسي چي په چک باندي وليکل شي هغه بايد معلومي وي . دمثال په ډول کچيرته يواځي (٥٠٠٠) روپي په چک باندي وليکل شي . کچيرته په چک باندي يواځي (٥٠٠٠) روپي وليکل شي او څومره پيسي چي د تلويزون داخستلو لپاره په کار وي اداکړل شي نوداسي حکم ته چک نشي ويل کيدي ځکه پدي کي معلومي پيسي ندي ليکل شوي
7 - وصول کونکي : دچک پيسي يوخاص شخص ته اويا دهغه دحکم مطابق اوچک لرونکي ته اداکيداي شي.دلته دخاص شخص نه مراديواځي يوفردنه بلکي يوکلب يا کاروباري اداره هم کيداي شي.
په چک باندي د يوخاص شخص دنوم دليکلوپرځاي دهغه رتبه يا منصب ليکل کيداي شي لکه دننګرهاراسلامي پوهنتون داقتصاددپوهنځي رئس وغيره.
8 - دحساب لرونکي لاسليک: په چک باندي دحساب لرونکي لاسليک ضروري دي،حساب لرونکي بايد په چک باندي هماغه شان لاسليک وکړي کوم يي چي دحساب خلاصولوپه وخت کي لاسليک په فارم باندي کړي ؤ.
9- دپيسوپه شکل تاديه کول: چک بانک ته دپيسوداداکولوحکم وي،پدي کي دپيسونه علاوه بانک ته دکوم بل شي دمهيا کولوحکم نه کيږي.
دمثال په ډول بانک ته دانه ويل کيږي چي((مهرباني وکړي يوکمپيوترراکړي)) بانک هميشه دچک تاديه دپيسو په شکل کوي اودهغي پيسي معلومي وي.
دچک نمونه [2]
دچک ډولونه[3] (Types of cheque)
- حامل چک (Bearer cheque)
- حکمي چک (Order cheque)
- کراس شوي چک (Crossed cheque)
1- حامل چک (Bearer cheque):دحامل چک نه مراد داسي چک دي کوم هر هغه شخص يي حاصلولي شي څوک يي چي بانک ته يوسي.بانک بغير د شناخت نه په حامل چک باندي ذکرشوي پيسي اداکوي،که دپيسوادائيګي غلط شخص ته وشي نوبانک دهغي ذمه دار ندي.
پدي چيک کي دوصول کونکي د نوم نه وروسته ((يا حامل))((or bearer)) ليکل شوي وي.
دحامل چک خصوصيات
Characteristics of Bearer Cheque
دحامل چک خصوصيات په لاندي ډول دي.
a-حامل: پدي چک کي دوصول کونکي دنوم نه وروسته يا حامل (or bearer) ليکل شوي وي د مثال په ډول اداکړي _ احمد ((يا حامل)) ((or bearer)) ته.
b- تصديق (ضمانت): بل شخص ته د حامل چک د انتقالولو په وخت کي د ضمانت ضرورت نه وي صرف ددغه چک په رانيولو سره ددي چک حقوق هماغه شخص ته انتقاليږي چا چي دا چک رانيولي وي.
c- محفوظ: حامل چک زيات محفوظ نه وي ځکه چي ددي پيسي هر شخص حاصلولي شي.
d- د پيسو وصولي: دحامل چک پيسي د بانک په کاونټر باندي حا صليداي شي،دچک وړونکي د چک په شا طرف باندي خپل لاسليک کوي او بانک ته يي حواله کوي او بانک د ادا کولو د کارروائي (procedure) نه وروسته په چک باندي ذکرشوي پيسي نوموړي شخص ته اداکوي.
دحامل چک دپيسو دحاصلولو طرزالعمل
Method of Converting the Bearer Cheque into cash
دحامل چک پيسي دبانک په کاونټر باندي وصول کيږي کوم شخص چي بانک ته دپيسو دحاصلولو لپاره لاړشي هغه په کاونټر کي دمامور په وړاندي دچک په شاطرف لاسليک کوي او چک مامور ته ورکوي چي دي ته ټوکن کلرک يا درسيد مامور ويل کيږي،کله چي درسيد ماموردکوم شخص څخه چک ترلاسه کړي نوهغه ته يورسيد ورکوي،په رسيد چي کوم نمبر ليکل شوي وي هغه نمبر دچک په شاباندي ليکل کيږي،درسيد مامور بيا دغه چک د ليجرمامور ته ليږي،درسيد دوصول کولوڅخه وروسته دچک ترتيب کوونکي (وصول کونکي) داداکولو کانټر(payment counter) ته ځي.
دليجرمامورچي کله داچک وصول کړي نومامور دا ګوري چي ددي حساب لرنکي په حساب کي دچک داداکولولپاره کافي اندازه پيسي شته او که نه ؟ که چيرته دحساب لرونکي په حساب کي دچک اداکولولپاره کافي اندازه پيسي موجودي وي نوهغه په ليجر کي درج کوي او په چک باندي د لاسليک کولوڅخه وروسته دليجر مامور دا چک بانک آفسر(Bank officer) ته ليږي او بانک آفسر په چک باندي دمشتري لاسليک دهغه لاسليکونو سره مقايسه کوي کوم چي هغه دحساب خلاصولوپه وخت د لاسليک په فارم باندي کړي ؤ،که چيرته دبانک آفسر پدي يقيني شي چي دغه لاسليکونه مشابه دي نو په چک باندي يو لاسليک وکړي او خزانه دار ته يي داداکولو(payment) لپاره ليږي،خزانه دار رسيد ترلاسه کړي اودچک پيسي نوموړي شخص ته تاديه کړي.
2- حکمي چک (Order cheque) : دحکمي چک نه مراد داسي يو چک دي دکوم پيسي چي صرف هغه شخص ته ورکول کيږي دچا نوم چي په هغه چک باندي ليکل شوي وي،بانک تر هغه وخته پوري دا چک نه اداکوي ترڅوپوري چي دوصول کونکي پوره پيژندنه ونه شي.
دپيژندني طرزالعمل دادي چي دبانک مشتري چي په بانک کي حساب ولري دچک په شاباندي دوصول کونکي د لاسليکونوضمانت کوي نوپدي وخت کي بانک خپل ځان متيقين کوي اووصول کونکي ته پيسي ورکوي.
که په حامل چک کي دوصول کونکي دنوم نه وروسته الفاظ ((ياحامل)) ((or bearer)) ليري شي نو حامل چک په حکمي چک بدليږي،په بعضي وخت کي پدي چک کي دوصول کونکي د په اخر کي (or order) هم ليکل شوي وي .
دحکمي چک خصوصيات
Characteristics of Order Cheque
1- دحکم مطابق : په حکمي چک باندي دوصول کونکي د نوم نه وروسته ((دحکم مطابق))((or order)) الفاظ ذکرشوي وي.
که چيرته دحامل چک څخه دحامل ((or bearer)) الفاظ ليري کړل شي نو حامل چک په حکمي چک بدليږي.
2 -ضمانت : کوم بل شخص ته دحکمي چک دانتقالولو لپاره دضمانت ضرورت وي.
3 - دپيسو حاصلول : ددي چک پيسي دبانک په کاونټر باندي حاصليږي ،دحکمي چک دپيسو داداکولونه مخکي بانک دوصول کونکي نه دهغه پيژندنه غواړي بغيردپيژندني نه هغه ته پيسي نه ورکول کيږي.
4- محفوظ : دا چک دحامل چک نه زيات محفوظ وي ځکه چي ددي حاصل کونکي يوخاص شخص وي چي دي شخص ته دپيسوداداکولونه مخکي بانک دهغه پيژندګلوي کوي.
3- کراس شوي چک (Crossed Cheque): که چيرته دکوم چک په پاسني برخه کي دوه متوازي خطونه کش شي نودي ته کراس شوي چک وائي،بعضي وخت ددي خطونوترمنځ څه الفاظ هم ليکل کيږي،که الفاظ ونه ليکل شي نوڅه خبره نشته. دکراس شوي چک پيسي دبانک په کاونټر باندي په نغدي شکل نشي حاصليدلي.
دکراس شوي چک خصوصيات
Characteristics of Crossed Cheque
1- دوه متوازي کرښي : دچک دکراس کولو لپاره دچک په پاسني برخه کي دوه متوازي کرښي کش کيږي .
2- ضمانت : دکراس شوي چک انتقالول بل شخص ته دضمانت ضرورت لري .
3- دپيسو حاصلول : ددي چک پيسي دبانک په کاونټرباندي نه حاصليږي، بلکه ددي چک دحاصلولولپاره بايد دا چک دبانک په حساب کي جمع کړي او بيا وروسته دحامل چک يا حکمي چک پواسطه پيسي حاصلولي شي.
4- محفوظ : ددي چک اداکول بانک په مستقيمه توګه نه کوي نوځکه داچک دحامل اوحکمي چک نه ډير محفوظ وي.
5- کراس کول : دحامل اوحکمي چک څخه هريوچک کراس کيدلي شي .
دکراس شوي چک دپيسودحاصلولو طرزالعمل
Method of Converting the Crossed Cheque into Cash
دکراس شوي چک دپيسو دحاصلولو طرزالعمل دحامل اوحکمي چک د پيسو د حاصلولو نه مختلف دي،ددي دواړوچکونو پيسي د بانک په کاونټر باندي حاصليږي،مګر دکراس شوي چک پيسي د بانک د کاونټر نه مستقيمآ نه حاصليږي.
کله چي کوم شخص دکراس شوي چک د پيسو حاصلول غواړي نو هغه دا چک دبانک په خپل حساب کي جمع کړي په کوم بانک کي چي دا چک جمع کوي ، نو بيا نوموړي بانک دهغه بانک څخه چي کراس چک يي ترتيب کړي وي پيسي ترلاسه کوي او د خپل ځان سره يي د خپل مشتري په حساب کي جمع کوي چي مشتري دکراس شوي چک د پيسو د حاصلولو لپاره يو نوي چک ليکي چي دا نوي چک حامل يا حکمي چک کيداي شي.
که د و صول کونکي حساب په کوم بانک کي نه وي نو هغه دغه چک د خپل دوست يا رشته دار په حساب کي جمع کوي او د کراس شوي چک پيسي حاصلوي .
د چک نور اقسام[4]
Other Kinds of Cheque
دچک د پاسني دري قسمونو څخه علاوه نور قسمونه هم شته چي په لا ندي توګه ذکرکيږي.
1- خلاص چک (Open Cheque) : دخلاص چک نه مراد داسي چک دي کوم چي کراس شوي نه وي يا کراس کيدل يي منسوخ شوي وي .دکراس چک د منسوخ کولو لپاره د چک ترتيب کونکي په چک باندي خپل لاسليک کوي او په هغي باندي ليکي چي ددي چک پيسي وصول کونکي ته په نغدي شکل اداکړي .
څرنګه چي د خلاص چک پيسي د بانک په کاونټر باندي حاصليږي نو پدي لحاظ دا ډير خطرناک چک وي ځکه که دا چک ورک شي نو پيداي کونکي يي په ډيره اسانه سره ددي چک پيسي حاصلوي .
2- ورک شوي چک (Lost Cheque) : ددي چک نه مراد داسي چک دي کوم چي ورک شوي وي نو ددي حامل ته پکار دي چي په فوري ډول ددي اطلاع د چک ترتيب کونکي او هغه بانک ته د کوم په نوم چي دا چک جاري شوي وي ورکول پکاردي چي د ورک شوي چک پيسي چاته ادانکړي .
که چيرته د اطلاع سره بيا هم بانک د هغه چک پيسي تاديه کړي نو هغه بانک ددي تاوان ذمه واردي او که چيرته بانک داطلاع څخه مخکي د نوموړي چک پيسي چاته تاديه کړي نو پدي صورت کي بانک د هغي ذمه وار نه وي .
3- سفري چک (Traveler's Cheque) : سفري چک داسي يو چک وي دکوم په کتلو سره چي بانک پيسي اداکوي .
پدي چک باندي يو معلوم مقدار پيسي د مخکي نه د بانک لخوا ليکل شوي وي،په عمومي ډول سفري چک بانک هغه چاته ورکوي چي د يو ملک څخه بل ملک او د يو ملک د يوي علا قي څخه بلي علا قي ته سفر کوي.
کوم چي د بانک نه دا چک تر لا سه کوي نو په هغي باندي لاسليک کوي د کوم تصديق چي د بانک منيجر په خپله کوي،داسي چکونه مشتري بلي علا قي ته وړي او په هغه ځاي کي د مربوطه بانک د شاخ نه پيسي تر لاسه کوي، مګرد پيژندنيلپاره ددغه سفري چک وړونکي به د چک وړلو په وخت کي يو ځل بيا لاسليک کوي .
4- تاريخ تيري چک (Stale or Out Dated Cheque) : ددي چک څخه مراد داسي چک دي په کوم باندي چي د ذکر شوي تاريخ څخه شپږ مياشتي تيري شوي وي چي پدي صورت کي بانک ددي چک د پيسو دادا کولو څخه انکار کوي .
5- څيري شوي چک (Mutilated Cheque) : ددي نه مراد داسي يو چک دي کوم چي ډير زوړشوي او څيري شوي وي ، دڅيري کيدلو لپاره دا ضرور نده چي دوه ځايه شوي وي .
که چيرته بانک ته دا يقين وشي چي د چک د څيري کولو کوشش شوي دي نو بانک ددي پيسي ترهغه وخته پوري نه تاديه کوي تر څو چي د چک ترتيب کونکي د خپلو لاسليکونو په وسيله ددي خبري تصديق ونکړي چي دا چک په غلطي کي څيري شوي دي ، نو د صحيح تصديق په صورت کي دا چک منظوروي .
6- جعلي چک (Forged Cheque) : د جعلي چک نه مراد داسي يو چک دي چي حساب لرونکي نه وي جاري کړي، بلکي کوم بل شخص د حساب لرونکي د چک کتابچه غلا کړي وي او دا چک يي د بانک په نوم جاري کړي وي يا په چک باندي په ذکر شوي مقدار پيسو کي کومه تبديلي شوي وي .
د جعلي چک د پيسو دادا کولو ټوله ذمه واري په بانک باندي راځي .
7- خالي چک (Blank Cheque) : د خالي چک نه مراد داسي يو چک دي په کوم چي حساب لرونکي يواځي خپل لاسليک کړي وي او د پيسو مقدار او تاريخ پکي ذکر شوي نه وي. چي دا اختيار حامل ته وي چي څومره مقدار پيسي پکي ليکي اود بانک څخه يي څه وخت اخلي
د چک فايدي[5]
(Advantages of Cheque)
د چک فايدي په لاندي ډول خلاصه کولاي شو.
1- په تادياتو کي آسانتيا: کله چي غټ کاروبار کيږي او په هغي کي په زيات مقدار د پيسو اداکول صورت نيسي نو د چک په وسيله دا آسانتيا رامنځته کيږي چي د يو ځاي څخه بل ځاي ته انتقال او د پيسو شميرلو ته ضرورت نه وي او په تادياتو کي آسانتيا رامنځته کيږي .
2- د انتقال وړ سند : چک يو د انتقال وړ سند دي ځکه چي د تاديي لپاره کوم بل شخص ته ددي انتقال په اسانه صورت نيسي .
3- د تادياتو ثبوت : چک د تادياتو يو روښانه ثبوت دي ځکه که چيرته په تادياتو کي کوم قسم شخړه رامنځته شي نو پدي صورت کي د چک د کاونټر د کتاب او د بانک د ريکارډ څخه د تادياتو ثبوت لاسته راځي چي د چک د تادياتو په وخت کي د شخړي د ختمولو سبب ګرځي .
4- د تادياتو ارزانه طريقه : چک د پيسو د اداکولو يوه ډيره ارزانه طريقه ده چي ددي په وسيله په ليري منطقو کي تاديات په ډيره کمه خرچه باندي کيږي .
5- د پيسو د انتقال اسانتيا : د چک په وسيله پيسي د يو ځاي څخه بل ځاي ته په ډيره اسانه انتقاليداي شي نو پدي لحاظ د چک په موجوديت کي د پيسو په انتقال کي اسانتيا رامنځته کيږي .
6- جعلي چک (Forged Cheque) : د جعلي چک نه مراد داسي يو چک دي چي حساب لرونکي نه وي جاري کړي، بلکي کوم بل شخص د حساب لرونکي د چک کتابچه غلا کړي وي او دا چک يي د بانک په نوم جاري کړي وي يا په چک باندي په ذکر شوي مقدار پيسو کي کومه تبديلي شوي وي .
د جعلي چک د پيسو دادا کولو ټوله ذمه واري په بانک باندي راځي .
7- خالي چک (Blank Cheque) : د خالي چک نه مراد داسي يو چک دي په کوم چي حساب لرونکي يواځي خپل لاسليک کړي وي او د پيسو مقدار او تاريخ پکي ذکر شوي نه وي. چي دا اختيار حامل ته وي چي څومره مقدار پيسي پکي ليکي اود بانک څخه يي څه وخت اخلي .
مآخدونه
[1] استاد ګلزار AIBM لکچرنوټ 2008 ننګرهآرپوهنتون
1] خادم حسين اصول بنکاري 2006 لاهور
[2] www.cheques.com
[3] سيد ناصر money banking and finance 2006
[4] خادم حسين (اصول بينکاري 2006 لاهور
[5] استاد ګلزار AIBM لکچرنوټ 2008 ننګرهآرپوهنتون
ترتیبوونکی صفی الله سمون