ښه خلک
هغوۍ کباب خوړل هغه بل له شنو چایوسره ډوډۍ تیروله درسټورانټ پیاده ماته هم راغی راته و یې ویل وروره څه شی درته راوړم زړه خومې غوښت چې ورته ووایم کباب خوپه جیب کې مې یوڅوافغانۍ پرتې وې ویردم چې راکمې نه شي لورته مې درمل اخیستل تیره شپه یې ډیره سخته تبه وه یوه لحظه مې دهغې تیما او وچې شونډې سترګوته ودریدې اوله ځانه ورک شوم
درسټورانټ پیاده بیاراته وویل تاته وایم څه شی درته راوړم ورو مې ورته وویل تورتریخ چای ستړی وم چای هم داسي لګیده لکه کباب څوغړپه مې لانه وو کړې چې رسټورانټ ته یوخیرمارراننوت په لیدومې دهغه په حال زړه بدشو سترګې مې په هغه کې شوې خوهغه په ماباندي داسي تیرشو تابه ویل چې هغه زماله جیبه خبردی خیرمارلمړی لاس په کباب ناستو خلکو ته وروږدکوهغوۍ په خیرات ورکولوکې هم یو اوبل ته ست وکو
په پا ی کې یو پکې دخیرات غوښتونکې په لاس کې یوڅوافغانۍ ورکړې خیرات غوښتونکي هغه بل ته هم سترګې ورکږې کړې خوهغه ورته وویل وروره خدای دې درکړي
خیرات غوښتونکی ووت هغه نورپه کباب ناست خلک هم ووتل هغه بل یو هم ولاړشو ماهم ناوختي احساس کړه راجګ شوم له جیب څخه مې لس افغانۍ راویستې اودرسټورانټ څښتن ته مې ونیوې خوهغه یې له اخیستوڅخه انکاروکړ
هغه له جیب څخه یوڅوبادیان راویستل اوپه خوندخوندیې خولې ته واچول
په مسګا یې راته ویل دمرکز نه راته ښکاریږې لکه چې له کومې ولسوالۍ څخه راغلی یې
ماویل هو هغه مسکی شو ویل یې چروت مه خرابه وه له قاضي صاحب سره موکار وو پرته له دې چې زه څه ووایم هغه خپلوخبرته دوام ورکو هم داسور ږیری قاضي صاحب وو هغه نور دوه یوقومندان صاحب وو قومنداني امنې هغه بل دادارې مدیروو ډیر ښه خلک دي زما ښه ملګري دي ټوله ناسته پاسته یې له ماسره ده
هغه سړی دې ولید چې په شنوچایوپوري یې ډوډۍ خوړله هغه هم ستاپه څیرچروتي وو له تیرو دریوکلوراپه دې خوایې ددعوې دوسیه ورکه وه خوچا زه ورښودلی وم بس په یوڅوزره افغانیو یې کاروشو ا وس دهغه دوسیه دمیز په سرپرته ده
خودهغه رقیب ډیرشتمن دی څوځلې یې قاضي صاحب اودهغه ملګري میلمانه کړل کنه نواوس به یې کارخلاص وو هو رښتیا راته ودې نه ویل ستاسودعوه له چاسره ده حیران شوم چې څه ورته ووایم ورو مې ورته وویل له هیچاسره هم نه زه په درملوپسي راغلی وم درسټورنټ څښتن هغه دلسوافغانیو لوټ زماله لاس څخه وکیښ اودپخلنځي په لور روان شو
عبدالرحمان غضري
ساجرسعودي عرب
۲۰۰۶/۱/۱۷