د لوی او بخښوونکي خدای په نامه !

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې خبرتیا او بلنه !

ټولنه په پام کې لري ، چې د « ملي هویت ، ملي ارزښتونه او ملت جوړونه » په نوم نړیوال علمي سیمینار جوړ کړي ، چې په کې به د هیواد وتلیو لیکوالو او څیړونکو له خوا په لاندې موضوع ګانو هر اړ خیز علمي او څیړنیز بحث وشي :
1. ملي هویت ،
2. ملي ارزښتونه ،
3. قومي تنوع او ملي یوالی ،
4. ملي ګټې ،
5. ملت ، ملت ــ دولت او ملت جوړونه ،
6. فیدرالیزم او د ملي مسئلې حل .
د ټولو درنو هیوادوالو نه ، چې د راتګ امکان ولري او په ځانګړي توګه د ټولنې د قدرمنو غړو نه په درنښت هیله کیږي چې په خپل ګډون سره دا علمي غونډه لاپسې درنه کړي .
په ډیر درنښت
د ټولنې د مشرتابه جرګه
نــیــټه : د روان ۲۰۱۷ عیسوي کال د مارچ د میاشتې نهمه (۹ مه ) .
وخت : د ورځې ۱۵ بجې .
پتـــه :
Event palast
Maxplank str. 11 a
50354 Hürth