خوړده

چې په وره ورننوتم نوسترګې مې په هغې ولګیدې خدای (ج)برچې دهغې په تصویرکې هغه کوم رنګ و چې زما سترګوته یې ددې اجازه نه ورکوله چې بلې خواته ترې واوړي .سترګې یې ښې غټې غټې اوبادامې رنګ یې درلود.
پوزه یې نه ټیټه اونه هم لوړه وه ،خوله یې یوڅه لويه وه خودومره هم نه چې بده دې ورباندي ښکاره شي . له رنګه غنم رنګه اولوړه ونه خدای پرې لورولې وه .
دهغې سترګې هم په ماکې شوې څوک ده نه یې پیژنم ؟

ښایې چې هغه ماپیژني ! ځکه خو  رڼه  رڼه  راته ګوري بیامې وویل : نه نه رڼه رڼه خوزه هم ورته ګورم زه خویې نه پیژنم ښایې چې هغه هم مانه پیژني ځکه داهم رڼه رڼه راته ګوري . زه لا په دې سوال اوځواب کې وم چې دانګړمنځ ته ور ورسیدم اوهغه مخې ته راولاړه شوه .اوس مې نوپوخ یقین شوچې څوک پیژندویه ده خومالاهم نه پیژنده . هغه زماترمخ دیووګام په فاصیله کې ودریدله اوخپل ښی لاس یې راوږدکړ .ا وس مې نوسترګې دهغې له سترګوڅخه واوښتې . نه پوهیږم چې وشرمیدې اوکه یې غوښت چې زماله لاس سره مرسته وکړي ترڅودهغې لاس ته وروږدشي مامې لا لاس نه و ور اوږدکړی چې هغې دلاس ورغوۍ پرانسیت اوڅوواړه کاڼي یې راوړاندي کړل . حق حیران شوم .کاڼي دهغې په خولوو لانده خیشته و .
ښایې چې داکاڼي یې به خپل موټ کې په ساعتونوساعتونوبندساتلي و. یوځل مې بیاسترګې دهغې په سترګوکې شوې . داځل دهغې په سترګویوې دردناکې لمحې ځان غوړولی و ، شونډې یې ریږد واخیستې ، خندا اوژړا ورڅخه ګډه وډه شوه ، په ډیره خوارۍ یې خوله سره راټوله کړه په یو دردمن غږ یې راته وویل : واخله کنه دادپیربابا خوړده ده . ورسره ښه کیږي . مورمې ویل چې ټول لیونیان له هم دې خوړدې سره روغ شو . لامې هم دهغې په لیونتوب باورنه کیده ترڅوچې مې دترور غږواوریده
ترورمې راته ویل چې ځنې راتیر شه دالیونۍ  . ستامخته هم شنه شوه ،بیایې په هغې باندي غږکړ : لیونۍ لري شه هلک ته مخه ورکړه چې راتیرشي . په ظاهره خوځني رهي شوم خودزړه پښومې دهغې په سترګوپوري ځان وتاړه .
ترورمې راته مسکۍ شوه په خنداکې یې راته وویل لکه چې ښه یې و ویرولې .د دغې لیونۍ دغسي مخ توردی خپل اوپردي ته نه ګوري . بیایې یوسوړاسویلی وکیښ ، له ځان سره یې په ګوڼېدلې ژبه وویل : د دې رینې دې هم تعلې وچې شي ، ګناه یې ورور وکړه سزایې داتیره وي . مامې ترورته رڼه رڼه کتل لامې له ترورڅخه دهغې په حقله نورڅه اوریدل غوښتل ، ترور مې هم خبروته دوام ورکړ : ویل یې پلاریې په بدوکې ورکړه اوخسرګنۍ یې هم هغه ددوښمنۍ سکروټې چې ددوی په زړونوکې وې ، ددې خوارې په ګریوان کې ورتوې کړې . ترهغې ترڅوچې لیونۍ شوه اوس یې راپری یښې ده . پلاریې په ډیرو زیارتونو وګرزوله خوخدای(ج) ښه کړي نه ده  .  وس وایې چې که خدای (ج) وس راکړنودسخي صاحب زیارت ته به یې وړم ، ګوندي وي چې هغلته یې خدای (ج)ښه کړي .
په احترام غضري
۱۳۸۵/۶/۷ساجرسعودي عرب