دې دیدنونو وچکالـــــي ده
بغیر له یاره زندګــــــــــي ده
خوښه مې نه ده مجبوري ده
مســـــــــافري بده خواري ده
یو کال مې کړي رنګ مې ځای ته نه ورځینه
*****
جانان په خپله خدای رضا کړو
د یارانې خق یی ادا کـــــــــــــــړو
عالمه ټول واک یې زما کـــــــړو
د زنې سر یی خوله کې راکـــــړو
قسم یې راکړو چی می وران نکړې حالونه
*****
ما وې زما یې زمـــــا نشوې
لاړې د بل د کور ډیوه شوې
له خندا مسته تکه شنه شوې
د کافر ګل په شان کږه شوې
چې راسمیږې نیمه ورز به تیره وینه
*****
د ستا دیدن ته می نن زړه شي
بغیر له تا مې ګزران نشي
د سترګو جنګ کوم چې څه شي
غزا به هلته زما وشي
چی د سینی هیواد دې فتحه کړم معینه
*****
چی د غفلت په خوب ویده شوې
داسی خو نه وې دا په څه شوې
پښتونه ورک تالا ترغه شوې
که په میوند کې شهید نشوې
خدای ګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
*****
زه چی راپیښ دا ستا په وره شم
جانانه ټول اوبه اوبه شم
دا ستا دیدن ته زړه نا زړه شم
غیرت کوم کولی نشم
دا بې غیرته سترګې بیا درواړومه
*****
دا سپينه خوله که يار لا ور کړم
ځان ته به جوړ د پيغور غر کړم
څله په ځان کلی خبر کړم
خولګۍ به خاورې درله در کړم
ته لا ماشوم يې په خجرو وايې حالونه
قدرت الله درمان