وایه زمـــــا دځوانۍ ښکلی خوب دې چېرته یوړو
زما دسترګوتښتېــــــــــدلی خوب دې چېرته یوړو

وایه چې مــاته به اوس څوک دستا تصویر راولي
هغه زمــــــا دژوندښاغــــلی خوب دې چېرته یوړو

راوړه چې ورکړمـــــــــه ښــــکلا دزړه په پاکو وینو
زما په اوښکـــــــو لمبېدلی خوب دې چېرته یوړو

ماخودا ستــــــــــــا سره دعــــــوه دوصال کړې نه وه
زما په برخـــــــه رسیــــــدلی خوب دې چېرته یوړو

ای دسبیل روښــــــــان د عمر سره مــــــــــل شوګیره
نن دغـزل سره تړلی خـــــــــــوب دې چېرته یـــــــوړو

سبیل روښان سعودي عرب