دکنړونو دښکلی اوزړه راښکونکی ولايت داسمارد لوړوغرونو بازانو اود ځلاراديو ټولو کارکونکو اوپه سرکی دقدر وړ ورور قانع صاحب ته سلامونه ډالی کوم ورسته دسلامونو نه الله دی تا ته اوږد عمر په نصيب کړی چی دکنړ ونو دښکو لو اوشنودرو او لوړوغرونو عکسونه دی دځلاويب پاڼی له لاری ټولو مينه والو ته ډالی کړل ٠قانع صاحب ډير خوښ شولم چی دانترنيت په مخ می دځلا وليدله او وطن په مونږ ډېر ګران دی اوهرکله چی يومثبت خوځښت وينو ډيرزيات خوشحاليږو اودا دټولو وطنوالو ملی اوايمانی وظيفه ده چی دغسی مثبت فعاليتونوته پراخښتيا ورکړو اوملاتړ تریاعلان کړو ستاسو دلاډيرو برياليتوبونو په هيله زما ډيرمحترم ورور حاجی احمدزمان اوټولی کورنی ته سلامونه وړاندی کوم په درناوی فقيرزی کنړونو نه اوس په جرمني کی ____________________________________________________________

ځلا

ګرانه ،محترمه اومسافره وروره لمړې درته دکونړ دښکلواوشنوغرونوپه شان سلامونه وړاندي کووم ستاسي کاميابي اوخوشحالي زما هيله او ارزوده  دکايناتو خالق مو خوشحاله لره .

او کوشش کوم چي خپلو ګرانوليدونکواو خاص کر تاسومسافرو ته دکنړ،نورستان او دچترال دسيمو ښکلي اوپه زړه پوري انځورونه وړاندي کړم ترڅوموپي باندي دزړه تنده ماته شي  . ددي ترڅنګ چي په دي سيمو کي څه کيږي دابه هم درته په دي بلاګ کي خپروم .له تاسو ډيره مننه کووم .

ستاسي دهمکارۍ په هيله   قانع