راليږونکی : منيب الله فضلي
ټليفونشميره: 0774085228
برېښناليکپته: munib_tq@yahoo.com
سرليک: مينه
نېټه: 20.01.2010 18:52
د مينې لمبې -------ليکواله خاطره اسحق زۍ
20.01.2010 10:46
که هر څومره وخت تير شي خو زه به د هغه ښکلي يادونه او خوږي خوږي خبري هيري نکړم نه پوهيږم د کوم ځاي څخه يې پيل کړم څنګه يې پيل کړم د سر څخه او که دپاي څخه ؟
زه خو داسي نجلي نه ومه او نه مي په داسي خبرو پروا کيده، زه خو په داسي کورني کي زيږيدلي يم چي زه د هغو په ژوند کي يوه خاطره يمه د هغو هيله يمه پر ټولي کورنۍ دومره ګرانه يمه چي حد او اندازه يې نشمه ويلاي د کوچني والي تر اوسه يې لکه يوه نانځکه غټه کړي يمه، خو زه نه پوهيږم چي څنګه خپل د ژوند داستان تاسو ته بيان کړم خو دومره هرو مرو پوهيږم چي هيڅ کله به هم هغه هير نکړم تل به د هغه ځلانده مينه زما په زړه کي پاته شي.
ښه مي په ياد دي کله چي زه د 4کالو ومه زمونږ دګاونډيو لورهيله هم زما همزولي وه، د هيلي يو ورو ؤ چي د خپلي خور سره بي هره ورځ لوبي کولي خو زه يوازي ومه د هيلي ورور او زما په ذهن کي به دا يوه خبره څرخيده چي ولي زمري زما سره لوبي نه کوي ځکه چي زمري تر ما شپږ کاله مشر ؤ نو د خپلو ملګرو سره به يي لوبي کولي يو ورځ ما له خپلي مور څخه پوښتنه وکړه.
موري ولي زمري ما سره لوبۍ نه کوي کله چي زه ورته ووايم ته ولي زما سره لوبي نه کوي نو هغه په ځواب کي راته وايي ځه لاړه شه ته تر ما ډيره کوچني يې ورځه خپلو همزولو سره دي لوبي وکړه پر ما باندي چي زمري ډير ګران ؤ او زړه مي غوښتل چي له هغه سره لوبي وکړم خو هغه له ما سره لوبي نه کولي نو د هيلي ورور چي فواد نوميدي او تر هيلي دري کاله مشر ؤ ماته به يې وويل راسه زه ستا سره لوبي کوم زه به هم خوشحاله شوم او هره ورځ به مي ورسره لوبي کولي ورځ په ورځ د فواد مينه زما سره ډيريدل خو زه نه پوهيدمه کوچنۍ ومه ان دا چي د فواد مور ويل کله چي فواد تا په هغه ورځ ونه ويني او لوبي درسره ونه کړي هغه ډوډۍ هم نه خوري شپي ورځي يو په بل پسي تيريدلي يو کال په دغو لوبو کي تير شو او زما پلار له کابل څخه پلخمري ته تبد يل شو او مونږ ټوله پلخمري ته تللو د فواد مور زمونږ کره راغله او زما مور ته ويل چي ما او تا خو لکه دوي خويندي ژوند تير کړي دي زه به ډيره درپسي خواشينې شم او فواد به هم په ليمي پسي دوي خپلي خبري کولي چي فواد ماته راناري کړې زه هم په وارخطايې ورولاړه شوم او د فواد دوي کره ورغلم د فواد ماته شا وه او نيږدي ورلم چي د فواد سترګو ته مي وکتل ژړل يې ماته خندا راله او ورته ومي ويل ليونيه ولي ژاړي مونږ خو بيرته راځو فواد چي سترګي يې لکه د وينو کاسي سرې وې ماته رانيږدي شو زما لاس يې ونيوه او راته ويې ويل وعده وکړه چي بيرته راشي همداسي به هره ورځ له ما سره لوبلي کوې، او همداسي مينه راسره کوې ما ته چي د ده په خبرو خندا راتله ورته ومي ويل ښه وعده کوم او تر ې ولاړم څو ورځي وروسته زمونږ کډه بار شوه، مونږ ولاړو 4 کاله مو په پلخمري کي تير کړل زه د ښونځي په لومړي ټولګي کي وم چي بيرته کابل ته راغلو په هغه ساعت چې راورسيدو نو ما د فواد دوی د کور پر خوا وځغستل فواد ته مي ناري وهلي فواده ته! چيري يې دادي مونږ بيرته راغلوکله چي د فواد دوی دروازي ته ورنيږدي شوم نو يوه نجلي راووتله ترې ومې پوښتل فواد دوی چيري دي؛ هغې په غوسه راته وويل فواد مواد نسته دلته، ځه لاړه شه ما بيا تري وپوښتل هغوی چيري تللي دي نجلي په ځواب کي راته وويل هغوي دوه کاله مخکي دا کور پر مونږ باندي خرڅ کړاو دا چي هغوي چيري ولاړه زه هم خبره نه يم په دا خبره چي ما واوريده نو ډيره خپه شوم او د کور په لور روانه شوم کله چې کورته ورسيدم مور ته مي ويل مورې فواد دوی کډه شوی دي مور مې راته وويل چيری تللي دي وويل زه نه يم په خبره نور خلګ يې په کور کي پراته دي يوه ورځ وه د فواد د اکا ميرمن زمونږ کره راغله کله چي له ښونځي څخه راغلم او دفواد ترينداره وليدله خوشحاله شوم او ترسلام دمخه مي د فواد دوي پوښته ترې وکړه کله چي تاسو ولاړئ يو کال وروسته د فواد پلار موټر وواهه او مړ شو نو د فواد مور څه کړي وای فواد هم کوچني ؤ موريې مجبوره سوه، خپل کور يې خرڅ کړ او پيښور ته ولاړه د دي خبرې په اوريدو سره مي له سترګو څخه اوښکي راتويي شوي څومره چي مي کولای سواي هغومره مي وژړل خير خو په دې منځ کي څو کاله تير شول خو د فواد دوي له خوا هيڅ معلوم نسول او نه يې کوم احوال ؤ او هميشه به مي مور د فوادو دوی خبري کولې چي چيري به وي څنګه به وي يوه ورځ يوه چي د سراي دروازه وټکيده زه پر برنډه ولاړه ومه چې درې ښځې راننوتې زه خوني ته ولاړم زما مور مخته ورغله او دوي يی صالون ته بوتلې مور مي ماته را ږغ کړه زه ورنغلم بيا مي مور راږغ کړه څه شوي راسه هغوي تاته معطله دي زه مجبوره سوم ورغلم کله چي خوني ته ورننوتم سلام مي واچاوه او يوږغ مي واوريده چي ويويل دارو دي شه ننګيالي يه دا مي چي وواريدل هيڅ مي ځان نسوواي کنټرولولاي ځکه چي ما د لومړي ځل لپاره داخبره واوريدل ټول وجود مي ريږديدو يو ګړۍ کښينستلم بيرته راولاړه شوم اوله خوني راووتم په ما پسي هغه ښځې هم سم دستي راووتی کله چي دوي ووتي نو ما مي له موړ څخه پوښتنه وکړه موري دوي څوک وي او څه يې ويل مو مي راته وويل په مرکه راغلي وي دا خبره مې چي واوريده له شرمه مي بله پوښتنه نشوای کولاي چوپ سوم ورځ صبا شوه چي کتلمي مازديګر بيا هغه ښځي رالي نو نن يې زما مورته ځبره ياده کړه چي زمونږ زوي ستاسو لور خوښه کړي ده او زمونږ هم خوښه ده نو که ستاسو خوښه وي ليمه به مونږ ته راکړئ مور مي تري وپوښتل زما لور ستاسو زوی چيري ليدلي ده هغې وويل ستا لور به هغه نه پيږني خو زما زوي يې ښه پيږني هغه يې د ښونځي په لاره کي ليدلي ده وايي که ماته هغه نجلۍ راونه غواړي زه ځان وژنم پوره يوه مياشت فرض لومونځ قضا کيده خو د دوي راتګ نه قضا کيده مور مي نه هو ځواب ورکاوه او نه يا يوه ورځ چي هغه ښځې هم ناستي وي دروازه وټکيده په کور کي بل څوک نه مور مي له ښځو سره ناسته وه زه دروازي ته ورغلم دروازه مي خلاصه کړل چي د فواد مور ولاړه ده او يوه بله نجلي هم ورسره ده ډيره خوشحاله سوم دوی مې هم هغې خوني ته چی هغه نورې ښځي ناستي وي بوتلې مور چي مي د فواد مور وليدله راولاړه شوه او غيږ په غيږ سولي هغو نورو ښځو چي د فواد مور وليدله ولاړې سوې او ويويل خير تاسې اوس خپل مجلس وکړئ مونږ صبا بيا راځو د فواد مور زما له مور څخه وپوښتل دا څوک وي مور مي ورته وويل اي خوري ددوي له لاسه خو نوره ليونۍ سوم په ليمې پسي راځي دفواد مور ماته وکتل او ويويل نام خدای څومره ښه غټه سوې ده په داسي نجلۍ پسي څوک نه راځي هر څوک غواړي چي داسي يوه ښکلي نږور ولري له دې خبري سره ما له ډيره شرمه پورته نشواي کتلاي د خوني ووتم خير خو د فواد مور يو ساعت ناسته وه او زما له مور سره يې ګيلي ګزارې کولي د مازديګر 5 بجي وې د فواد مور ولاړه دوي ورځي نوي تيري سوي چي د فواد مور بيا راغله دا ځلي يوازې وه بيا يې هم دهغه بل وار په شان پخوانۍ خبرې زما له مور سره کولې د غرمي ډوډۍ مو وخوړله د فواد مور زما مورته وويل ودي نه پوښتل چي زه څنګه راغلي يم مور مې وويل په دي کي د پوښتني ځای نسته خپل کور دې دی دفواد مور وويل زه راغلي يم چي د فواد لپاره د ليمي لاس ونيسم مور مي چي له داسېو خبرو څخه په تنګ سوې وه وويل څه درته ووايم تر تاسوښه خاک زه چيري پيدا کولاي شم خو که د ليمي پلار يې ومني هغه نورې ښځېو هغه بله ورځ راغلي وې او قران شريف يې د ليمي پلارته مخکي کړ او ووېل چي خپله لور راکړه هر څومره پيسي چي غواړې د ليمي پلار قران شريف مچ کړ او څو روپۍ يې په قران شريف کې کښيښودلي او وي ويل زه خپله لور نه خرڅوم زما لور لا اوس کوچنۍ ده د فواد مور چي دا خبره واوريده ويې ويل خوري د 14 کالو ده چيری کوچنۍ ده وګوره هيلي هم د دي همزولې ده يو کال کيږي چي واده سوې ده دوی په دغوخبرو بوختې وې چي هغه نورې ښځې بيا راغلې هغوي چي له فواد له مور څخه خبر ي سوي دا هم په مرکه راځي په ورځ دوه ځلي راتلي مور مي ورته وويل زمونږلور اوس کوچني ده کله چي غټه سوه که يې نصيب شوي ؤ بيا بي درکړوخو دوي هيڅ نه منله او د تل په شان هره ورځ راتلي د فواد موراو خويندي هم يوه ورځ ورسته راتلي د فواد له خويندو سره به کښينستلم او دوی به دفواد قصې راته کولي ويل به يې فواد وايي کله چې مونږ کوچنيان ؤ داسې لوبي مو کولې زما به هم ددوي خبرې خوښيدلې او زما چې به څه په ياد وه ورته به مي ويلي په دغه منځکي يوه مياشت تيره شوه کله چي به زما مور او پلار زما په اړه خبري کولې نو ماته يې ويل ته ولاړه شه هغه بلې خونې، ته يوه شپه وه زه په اشپز خانه کي وم مور مي راږغ کړه زه ورغلم پلار مي په داسي حال کې چې سترګي يي له اوښکو ډکي وي ويې ويل لورې مونږ غواړو چي تا فواد ته ورکړو ستا خوښه ده ؟ ما د فواد صفتونه اوريدلي و بل دا له کوچني والي څخه په زړه کي راباندي ګران ؤ په خوله مي څه نسوای ويلای په ډيرې ستونزې مي وويل ستاسو چې هر ډول خوښه وي زما خوښه ده پلار مي وويل زمونږ په خوښه پسي مه ګرځه څرنګه چي ستا خوښه وي مونږ هماغسي کوو ما ورته وويل هر ډول چي ستاسو خوښه وي زما خوښه ده او له خوني ووتم په هغه شپه مي له خوشحالي تر سهاره خوب ونکړ او دفواد په چرت کې وم ما چي له کوچني والي راپه دي خوا فواد نه و ليدلي له ځان سره به مي ويل داسي څيره به يې وي هسې به وي په دغه کي راباندي سهار شو او ما د سراي دروازي ته کتل چي څه وخت به دفواد مور راشي او مور به مي داخبره ورته وکړي د ورځي لس بجې وې چي د فواد مور راغله او ته تل په شان يې زما له مور سره خبري پيل کړي په خبرو خبرو کي مي مور ورته وويل تبريک دي وي د ليمي پلار راضي شو او ليمه تاسو ته درکوي د پنجشنبي په ورځ به راشي چي شيرني درکو د فواد دمور له ډيره خوشحالي څخه خوله له خندا نه ټوليدله او يو ځلي خو ليمې ته ورناري کړه چي زه يي وويمه مور مي کله چي زه خوني ته دننه شوم د فواد مور راولاړه شول او زه يې ټينګه په غيږ کي ونيولم مچ يې کړم او وېويل زه څومره تالي منده يم چي ستا په شان نږور مي په نصيب کيږي په ژړا شوه ويې ويل که اوس د فواد پلار ژوندې وای هغه به څومره خوشحاله سوی وای نور يې څه ونه ويل او خپلې اوښکي يې د پوړني په څوکه پاکي کړي بيا يي وويل زه نو ځم چي دا زيري فواد ته ور ور سوم زه به دفواد په چرت کي وم چي لومړی ځل چي زه له فواد سره مخامخ شم څه به ورته وايم هغه به ماته څه ووايي خوله بلې خوا به کي چي وکتل مور او پلار مي په چرت کي وه تل به يي ويل که ليمه له دې کوره ولاړه شي کور به څومره خالي سي او بيا به يي ويل خير لور هميشه د بل دکور وي هغه ورځ هم تيره شوه ښه مي په ياد دي د 2 شنبي ورځ وه د سهار 9 بجي وي چي د فواد مور اوخور راغلي فواد يو ليک يي هم راستولی ؤ په ليک کي يي چي څه ليکلي وه هغه زه نه ليکم ځکه چي دهغه ليک ليکنه زما په زړه کي ده او نه غواړم چي چاته يي ووايم او د تل له پاره به زما په زړه کي د ځلانده لمر په شان پاتي شي د 4 شنبي ورځ وه چي د فواد مور په ژړا او چغو زمونږ د سراي په دروازه راننوته او ويلي زه خو بوره سوم مسلمانانو زه څه وکړم مور مي په وارخطايي سره ورووته او تري ويې پوښتل څه خبره ده څه شوي د فواد مور زما د مور په غاړه کي لاس واچاوه او په ژړا يي وويل اخر يي فواد مړ کړ دا خبره مي چي واوريدل نور مي د پښو توان له لاسه ورکړ او ځاي پر ځاي کښينستم خندا او ژړا راپه کښي ورکه وه نه پوهيدم وژاړم او که وخاندم د ډيره درده خندا راتله او ويل مي ته درواغ وايي په فواد هيڅ هم ندي سوي هغه ما نه سي يوازي پريښوداي هغه خپل ليمه بيايي ته درواغ وايي مورزړه چي له زغمه ډک ؤ نوريي زما حال نشواي ليدلاي اوله کوره ووتله هغه ورځ نه وه د دوزخ اور ؤ چي راباندي تيره شوه ګرده کورني مو د غم په تار ځړيدل خو په دي چرت کي به وم چي فواد چا وواژه ولي يي وواژه په څه باندي څه ګناه يي کړي وه خو په دي نه پوهيدم چي زما سره يي د ميني ګنا کړي، زما مور د مړې د کور څخه تر لسو ورځو پرهيز وه يوولسمه ورځ د فواد فاتحه يې ته ولاړه او د فواد له موره يې وپوښتل دا څه خبره وه ولې په څه باندې؟ د فواد مور په داسې حال کې چې سترګې يې له ډيرې ژړا څخه تورې الغې وهلې وې اوخبرې کول يې په وس نه وه پوره په ډيره ستونزه يې دا د غم داستان داسې پيل کړ؛
کله چي تا ماته دا زيري راکي چي شيرني درکوو نوپه دي خوشحالي ما په کور شيرني وويشله او فواد هم خپلو ملکرو ته دا خبره کړي وه چي څو ورچي وروسته زه کوژدنه کوم هغه نجلي چي مي خوښه وه هماغه نجلي غواړم نو نګيالي هم ورته ويلي وه چي زما هم يوه نجلي خوښه ده خو پلار يي نه راکوي وايي چي لو رمي کوچني ده خو په ما دومره ګرانه ده چي پرته له هغي څخه له بل چا سره په ژوند واده نه کوم فواد په ځواب کي ورته وويل په لومړي سرکي يي مونږ ته هم داسي ويل خو اوس راضي شول او په ما باند هم ځخته ګرانه ده نګيالي وويل څوک ده کور يي چيري دي فواد ورته وويل ستاسو ګاونډې ده تاسو به يي پيژني ننګيالي ورته وويل کوم فواد هغه ستاسو له کوڅي چي تير شي د سړک په غاړه يي کوردي ننګيالي ورته وويل هغه شنه دروازه يي چي ده هغه خو به نه ښيي فواد و و هماغه ښيم ننګيالي ورته وويل پام چي هغه کور خواته ونه ګوري هغه زما د خوښي نجلي ده فواد تا به غلط کړي وي هغه نجلي به نه وي خير ووايه چي نوم يي څه شي دي ننګيالي ورته وويل (ليمه ) فواد پام چي نوم يي بيا په ژبه وانخلي هماغه نجلي څو ورځي وروسته زما د ژوند يوه برخه ګرځي ننګيالي چي له ډيره غوسي نه لکه ډک توپک پړسيدلي ؤ ويويل که بيا هغه خواته تير سوي وي پښي به دي ماتي کړم خو يوه خبر ننګيالي وکړه او يوه فواد ددوي په منځ کي شخړه رامنځ ته شوه ننګيالي ورته وويل وژنم ودي که دي بيا هغه خواته قدم ايښي ؤ فواد هم ورته وويل زه تا وژنم که دي بيا د هغي نوم اخيستي ؤ دا ورځ تيره سوه فواد د ماسپښين پر لمانځه ولاړ ؤ چي نا څاپه دروازه وټکيدل کله مي چي دروازه خلاصه کړه نو ننګيالي راته وويل فواد چيري دي ما ورته وويل پر لمانځه ولاړ دې او ده منډه کړه د فواد پر خوا ما ويل څه خبره ده هغه راته وويل ته چوپ شه فواد پر سجده ؤ چي ننګيالي تيره چاړه يي په غاړه ورتيره کړه او ورته يي وويل ته که نر يي بيا د هغي د کور په خوا روان په داسي حال کي چي ننګيالي خپله د بي ننګي چم وکړ او پر فواد باندي يي د شا له خوا بريد وکړاو زما ټول خوبونه يي په اومو لاهوکړل د فواد مور په داسي حال کي چي سترګي يي لکه د وينو پيالي سري شوي وي وويل خداي زما دزوي په نصيب کي دا ليکلي وه واي د پيښي څخه تيښته نسته دا خبري مي چي پلار واوريدې وويل خوري که زما لور ستا دزوي په نصيب کي نه وه نو ننګيالي هم ولاکه راڅخه ووينې د طالبانو وخت ؤ ښونځي هم تړلي وه ګرده ورځ به مي د فواد په ياد تيره کړه چي څنګه ناليدلي راڅخه ولاړي زړه به مي راته ويل فواد مړ شو ته څه شي ته ژوندي يي ځان مړ کړه او ددا ډرو غمو څخه ځان بي غمه کړه بيا به مي د مور او پلار په هکله سوچ وکړ چي زه خو به مړه شم او د غمو څخه به بي غمه شم خلګ به صبا زما مور او پلارته پيغور ورکوې چي خداي خبر ستا لور څه کړې وه چي ځان يي مړ کړ او ويل به مي چي مرم په نيک نامه دي ومرم هيڅ نه پو هيدم چي څه وکړم مور او پلار مي زما د زړه په درد پوهيدل راته ويل بي چي کتابونه دي راواخله او خپل درسونه وايه چي هير دي نه شي په داسي حال کي چي زه د فواد په غم کي داسي ډوبه وم او سترکي مي له ډير ژړا څخه ستړي شوي وي نسواي مي کولاي چي د کتاب مخ وګرم لوستل يي خو لالري خبره ده خير څو ورځي تيري شوي له ځان سره مي فکر وکړ چي څو تر څو به زه دفواد په غم غمجنه يمه او هيڅ مي هم لاس ته نه راځي نو له ځان سره مې تصميم ونياوه چي انګليسي کورس ته ولاړه شم ګوندي مه پام مي په بله شي او يوه بله ژبه به هم زده کړم د سه شنبي ورځ وه موررا سره بوتله او کورس ته ورسيدو فيص مي تاويل کړ استاد ويل سر له صبا څخه د سهار په لسو بجو راځه ما او خور به مي د کور کار ږر ږر خلاص کړ او دواړي به د کورس په لور رواني سولو يوه اونې نه وه تيره سوه يوه ورځ مو د تل په شان د کور کار خلاص کړ او د کورس په لو ررواني سو په لاره رواني ؤ چي يوه هلک مي تر څنګ تير شواو يوڅه يي وويل زه ونه پوهيدم چي څه يي وويل صبا بيا هماغه هلک زمونږ په لاره کي ولاړ ؤ کله چي هغه غوښتل چي بيا يوه خبره وکړي چي کتل مي ننګيالي ورحمله کړل او هغه يي په خاورو کي راغوځار کړ زه او خور مي ډير وارخطا شوي ؤ او بيرته د کور په لور روانی سوو کله چي کورته ورسيدو مور مې راته وويل ولې داسي وارخطا ياست ؟ ما ورته وويل مور هغه ليوني خو مي د کورس تګ ته هم نه پريږدي او هره ورځ لکه سيوری راپسي او په ژړا سوم مور مي وويل څوک ما وويل هغه ننګيالي چي په دغه حال کي دروازه وټکيدله مور مي ورله دروازه يي خلاصه کړه ګوري چي ننګيالي ولاړ دي او مور مي په ښکنځلو پيل وکړ او ورته يي ويل ته څه کاره يي چي زماد لور شا دي نيولي ده او کورس ته يي نه پريږدي ننګيالي ورته وويل موري هغه مه پريږده چي کورس ته ولاړه سي کله چي بل څوک هغي ته کور نوزه دا نه شم زغملای زه استاد ورته نيسم په کور کي دي درس ورکوي مور مي ورته وويل دا خيرات دي خپل ځان ته ورکړه زما لور به لکه نر غوندي هره ورځ کورس ته ځي ته که نر يي مخه يي ونيسه اوله دې سره يې دروازه پوري کړه صبا بيا چي د کورس د تګ وخت شو نو مور ته مي وويل مورې زه خو ويريږم چي نن به بيا خداي څه راپيښه کړي مور مي وويل هيڅ مه ويريږه ورځه ورسه کورس ته دي ولاړه سه هيڅ هم نسي کولاي له کوره راووتم چي کتل مې د دروازې ته مخا مخ ولاړ دي دروازه مي بيرته وتړله او مور ته مي وويل مور هغه خو هلته ولاړ دي په دي حال کي مي ورور راووتي او وېويل څوک ولاړ دي ما وويل هيڅ څوک ورور مي وويل نو بيا ولي ولاړه يي ورځه ولاړه سه ما هم هيڅ ږغ ونکړ او روانه شوم کله چي د کورس دروازي ته ورسيدم کورس دروازه کولپ وه بيرته د کور په لو راروانه شوم صبا مي لومړي خپل کوچني ورور کورس ته ورواستو چي وګوري خلاص دې او که نه ورور مي بيرته راغي او ما چي داڅو ورځي درس نه ؤ ويلي په بي صبر مي تري وپوښتل کورس خلاص ؤ هغه په ځواب کي وويل يا ستاسو استاد ته ننګيالي ګواښ کړي دا مي چي واوريدل نور مي د خپل ځان هم بد راتلل ويل به مي په ما کي داسي څه سي سته چي ننګيالي زما شا نه پريږدي او ويل مي خدا يه ما واخلي چي ټوله راڅخه بي غمه شي مور مي وويل خداي دي نه کوي بي عقلي دا څه ډول خبر ي کوي ما ويل موري څه وکړم خو نور مي زړه چيوي په درس مي يو څه پام غلط ؤ او په دي خبرو مي پروا نه کوله مور هيڅ هم ونه ويل او ولاړه سوه پلارته مي ورله دا چي دوي خپل منځ کي زما په اړه څه وويل زه هم پري پوه نه شوم خو يوازي دومره مي مور وويل چي خپل کالي مالي دي ټول کړه چي صبا د خيره پيښور ته ځو په دي خبري سره مي زړه يوڅه پورته شو او خوشخاله سوم چي ګوندي به هلته خپل ښونځي ووايم کالي مالي مي ټول کړه او صبا سهار د پاکستان په لو ر زه مور مي او مشر ورور مي روان سوو د مازديګر 4 بجي وي چي د ماما کره مي ورسيدو مور مي دا ټولي خبري ماما ته وويلي او دا يي هم ورته وويل چي اوس مونږ راغلي يو تر څو دلته يو کور په کرايه ونيسو ماما مي زما د مور ددي خبري په ځواب کي وويل بل کور ته اړتيا نسته تاسو ولاړ سي او ليمه مونږ ته راپريږدي د لې به له سپوږمي سره يو ځاي ښونځي ته ځي مور مي هم ورسره ومنله او دوي ورځي وروسته مور دوي مي بيرته کابل ته ولاړه د انګليسي په کورس شامله شوم هره ورځ به په لسو بجو تلم او په دولسو بجو راتلم په دي منځ کي دري کاله تير سول ما سمه انګليسي زده کړي وه او له بلي خوا خپل مور او پلار هم ډير راته ياديدل کله چي به زما له مور څخه چا پوښتنه وکړه چي ليمه چيري ده واده کړې خودې نده؟ مور به مي ورته ويل هو واده مې کړه او اوس په پيښور کي ده چې په کابل کې حالات بدل شو ښونځي بيرته پيل شول ماهم د کابل په اورحرکت وکړ کابل ته چي راورسيدو او په سبا کي زه او خور مي دواړي ښونځي ته ولاړوما خپلي پخواني خبري ټولي هيري کړي وي شپه او ورځ په دخپلو درسو په فکر کي وم چي يوه ورځ زه د ښونځي په يوولسم ټولګي کي وم چي زمونږ د خپلوانو څخه زما په مرکه راغلي او ويل يي چي زوي مو په لندن کي دي هر رنګه واده او هر څه چي غواړي مونږ يي درکوو ما چي داخبري ټولي هيري کړي وي بيا يي يو ځل زما دي خبرو ته پام کړ او بيا د پخوا په چرتو کي ولويدم او پلار ته مي وويل پلاره که زه دی ورکړم نو زه خپل ځان وژنم پلارمي راته وويل لوري بي غمه اوسه پروسږ کال مې دولسم ټولګي خلاص کړ په ډيره خوشحالي کورته راغلم کله چي د کور دروازه مي خلاصه ګړه کتل مي د ننګيالي مور ناسته ده زړه مي ترتلو تير شوپه خپله خوشحالي و نه پوهيدم هکه پکه سوم چي دا دکومه راپيدا سوه ورغلم و ستړي مسي مي ورسره وکړه هغي يو خط راکړ او ويويل چي دا ننګيالي راکړ چي تاته يي درکړم ماهم خط تري واخيست او د دوي په مخکي مي ولوست په هغه کي ليکلي وه دا خو دري کاله پيښور ته تللي وي تا به ويل چي زه به دي هيره کړم خودومره درته وايم تر څو چي مړ نسم هيڅ کله به دي هيره نکړم او ته به وعده کوي چي هيڅ وخت ته دا دري کاره نه کوي يو خپل ويښتان به لنډه وې بل دا چي ورځي به نه کوي او دريم داچي وظيفه به نه نيسي دا مي چي ولوست ليک مي څيري کړ سبا چي شو مور ته مي ويل زه خپل ويښتان غچي کوم مور مي راته وويل دا ته څه وايي تا پيغله ليدلي ده چي وريښتان غچي کړي خو ماټينګار کاوه او خپل اوږد چوټي مي چې زړه مي هم نه کيدي ځو د ضد ه مي غچي کړ او ورځي مي چي د زما د پيغلتوب يوه نشانه وه وکړي کله چي به چا راڅخه وپوښتل چي واده دي کړي او يا کوږدنه يي ما به ورته ويل هو دا په داسي حال کي وه چي کله چي زه په پيښور کي وم د فواد مور د خپل دوهم زوي په مرکه راتله خو مور به مي ورته ويل چي اوس خو ليمه نسته کله چي راغله بيا به ګورو خپل دانګلسي کورس مي هم خلاص کړ د پوهنتون امتحان مي ورکړ که څه هم ډيري نمري مي اخيستي وي خو بيا هم بي نتيجي پاته سوم اي خدايه ماته مرګ راکړي چي ددي خلګو تمه راڅخه وخيږي اوس که تاسي هم زما پر ځاي اوسي نو له خپل خدايه به دغه سوال کوي ځکه چي هلته ننګيالي د فواد وروته وايي که دي له ليمي سره واده وکړ هغه بل ورورو مي دي هم وواژه ته نو څه شي يي د فواد ورور بيا وايي چي زما ورور خو دي مړ کړ نو که ته نر يي نو ته يي راڅخه بوزه الو هلته لندن والا خپل مور ته احوال راکړي دي چي اوس خو به ليمي دولسم ټولګي خلاص کړي وي زه يوه مياشت وروسته درځم تاسي تر هغو شېرني واخلي کله چي زه درورسيدم نو بيا به واده وکړو هيڅ نه پوهيږم څه وکړم په کومه خوا ولاړه شم چاته خپل د زړه حال بيان کړم نو خو مي زړه چيوي خو بلاخره تصميم ونياوه چي زه بايد يو ځاي دنده ونيسم. نو م
________________________________________________________________
مننه فضلي صيب ستاسو خپل ويبلاګ دى