د هند د جارکنډ ایالت په دمکا ولسوالۍ کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ له دې آمله ځان وژلی دی، چې په خپل کور کې دننه ورته مور او پلار تشناب نه و جوړ کړی.
نوموړې د خپل مور او پلار نه څو، څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې د سختې ګرمۍ او د هلکانو د تنګونې له وجې بهر پټیو ته نه شي تللای او باید چې په کور کې ورته تشناب جوړ شي.
دغه نجلۍ خوشبو کماري نومېدله او په دمکا سیمه کې د یوه کالج زده کوونکې وه.
د خوشبو کماري مور سنجو ډیوي ویلي دي، چې خوشبو څو، څو ځلې ما ته وویل، چې په کور کې راته تشناب جوړ کړئ.
د خوشبو پلار سريپتي یادیو رسنیو ته ویلي دي، چې مونږ د نوموړې د واده لپاره پیسې سپما کولې، که زه داسې خبر وای، چې خوشبو به داسې کار کوي؛ نو یو تشناب به مو هم ورته جوړ کړای وای.
د یادونې ده، چې د هند ډېری وګړي د تشناب او داسې نورو بنسټیزو اړتیاوو د لرلو څخه محروم دي.