راځئ چې د ځیرک پاچا د کیسې لوستلو څخه خوند واخلو!
ځیرک پاچا
یوه ورځ یوه پاچا ته دوه ښځې راغلې. دغو دواړو ښځو د یوه ماشوم پر سر شخړه وه، هرې یوې ویل، چې ماشوم زما دی.
یوې ښځې ویل: ای پاچا! دا ماشوم زما دی.
بلې ښځې ویل: ای پاچا! په همدغې باور مه کوه، هغه د ماشوم مور نه ده. زه د ماشوم مور یم.
پاچا شکمن شو او د ژور فکر وروسته یې وویل: ماشوم په دوه برخو پرې کړئ، یوه برخه یې د یوې او بله برخه یې هم د بلې.
د دې خبرې په اورېدو سره یوه ښځه غلې شوه او بلې په ژړا او چیغو پیل وکړ: ای پاچا! ماشوم مه پرې کوئ! همدې ته یې ورکړئ؛ خو چې ژوندی پاتې شي.
پاچا ته څرګنده شوه، چې د ماشوم مور څوک ده؛ نو ماشوم یې په ژړا شوې ښځې ته ورکړ.
ژباړه: زاهدالله ځلاند