د یوې سروې له مخې، چې د روان ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ په ۲۰ مه نېټه خپره شوې ده، د پاراګوای هېواد د نړۍ تر ټولو خوښ او خوشاله هېواد ګڼل شوی دی.
دغه سروې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې، د نړۍ په ۱۴۳ هېوادونو کې ترسره شوې ده، چې د خوښۍ د نړیوالې ورځې یا د مارچ میاشتې په ۲۰ مه نېټه خپره شوې ده.
افغانستان په دغه سروې کې ۱۳۴ ځای، پاکستان ۱۲۹ او وروستی ځای سوډان خپل کړی دی.
دغه ټول لس هېوادونه په لاتینه امریکا کې دي.
پاتې نور هېوادونه په لاندې ډول دي:
۱-پاراګوای
۲- کولمبیا
۳-ایکوادور
۴-ګواتیمالا
۵-هندوراس
۶-پاناما
۷-وېنزویلا
۸-کوسټاریکا
۹-السلوادور
۱۰-نېکاراګوا
زاهدالله ځلاند
18.03.2015
- زاهدالله (ځلاند) شينواری
په ۲۰۱۶ زېږیز کال کې به د موبایلونو د سېمکارتونو د شتون ۲۵ کاله پوره شي. د سېمکارت سلور جوبلي (Silver Jubilee) یا ۲۵ مه کلیزه به ونمانځل شي؛ خـو د (Golden Jobilee) یا ۵۰ مې کلیزې د نمانځنې کوم څرک به یې ونه لیدل شي.
د ګرځنده ټلیفونونو کاروونکي به کولای شي، چې د پاسورډ په مرسته په هر موبایل کې خپل نمبر وکاروي.
د انګلستان د کېمبرج پوهنتون د کمپیوټر ټکنالوژۍ ماهرینو ویلي دي، چې نور د موبایلونو د سېمکارتونو وخت تېر شوی دی او د دغو سمکارتونو ځای به سافټ وییر ونیسي....
30.03.2015
- زاهدالله (ځلاند) شينواری
د فېسبوک اداره غواړي، چې ټولې نړۍ ته د ۱۰۰۰ بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په جوړولو سره د انټرنېټ آسانتیا برابره کړي.
د فېسبوک ټولنیزې وېبپاڼې مشر مارک زوکربرګ ویلي دي، چې دغه بې پیلوټه الوتکې به د لمر څخه چارج کېږي او خلکو ته به د انټرنېټ آسانتیا رامنځته کوي.
د دغې پروژې نوم اکویلا ((Aquila دی، چې تر اوسه په لومړیو پړاوونو کې ده.
فېسبوک تېر کال د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو یوه کمپنۍ، چې د اسکنټا ((Ascenta په نامه یادېږي، اخیستې ده او د بې پیلوټه...