مهذبه نړۍ د انسانانو د غوښو خوړلو څخه کرکه او نفرت کوي او د دې خبرې په اورېدو سره ورته وېره او ترهه رامنځته کېږي؛ خو په نړۍ کې 444ځینې داسې آدم خواره او د انسانانو د غوښو خوړونکي خلک هم شته، چې په دغه ناوړه کار سره هېڅ شرم نه کوي.

همدا ډول یوه قبیله د هندوستان په شمال کې هم شته، چې د اګوري(Aghori) په نوم یادېږي.

یو ۳۷ کلن آیرلېنډي خبریال او فوټوګرافر داراغ مسین/Daragh Mason د دغو خلکو له یوې ډلې څخه کتنه کړې. نوموړی وایي، چې دغه خلک د ګنګا سیند څخه د هغو مړو جسدونه راوباسي، چې پوره سوځېدلي نه وي او وروسته یې بیا خوري.

د هډوکو څخه یې بېلابېل اوزار او سامانونه جوړوي او د کوپړیو څخه یې پیالې جوړوي او بیا پکې اوبه څښي.

دوی همدا راز د سوځول شوو مړو ایرې په ځان پورې سولوي او موږي یې.

خورا عجیبه او له ځناورو بدتره یې لا دا؛ چې دوی د مړو له جسدونو څخه د جنسي تېري کار هم اخلي.

داسې ویل کېږي، چې د اګوري قبیلې شاوخوا (۷۱۰۰۰) خلک په هندوستان کې ژوند کوي.

 

ژباړن: زاهدالله ځلاند