په جرمني کې پولیس د یوې غلا کړل شوې کوترې پسې لټون کوي.
دغه کوتره د جرمني هېواد په ډوسلډورف ښار کې له یوه کس څخه چا غلا کړې ده. دغه نارینه شپږ کلنه کوتره چې ای ایس ۹۶۹ نومېږي، او د ډسمبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه چا له یوې پنجرې څخه د شپې پر مهال پټه کړې ده.
د دغې کوترې مالک د کوترې د پټېدو نه وروسته پولیسو ته خبر ورکړی، چې له هغې وروسته د کوترې د موندلو لپاره پولیسو پلټنې پیل کړي دي. اوس پولیسو د خلکو نه د کوترې په موندلو کې مرسته ِغوښتې ده.
د دغې کوترې رنګ تېز خړ ښودل شوی دی او داسې معلومېږي، چې غل د دغې کوترې د قېمت څخه ښه خبر و، چې دغه کوتره یې پټه کړې ده.
د دغې کوترې څښتن ویلي دي، چې دغه کوتره (۱۸۴۰۰۰) ډالر قېمت لري.
د پولیسو د وینا له مخې د کوترې څښتن ویلي دي، چې غلا شوې کوتره هر چا ده ته پیدا کړه؛ نو (۱۰۰۰۰) ایرو او یا (۱۲۲۵۰) ډالره جایزه به ورکړي.
زاهدالله ځلاند