باران وريږي

څو څاڅكي ، كړۍ كړۍ

په كوچني ډنډ كې

 

*** 

كوټه سره ده

كړكۍ ښيښې نه لري

ګل يخ وهلى

 

***

د ناوې خوله

د باران خړې اوبه

رنګ اوښتي بوس

 

***

بيا تازه شي

لمر وهلي ګلان

مازديګر قضا