((( دپښتوادبي تړون چمن لنډه تاریخچه )))

 لیکوال : عادل اڅکزی

دپښتوادبي تړون چمن دنوم ایښودلونیټه 13 جولائ 2008 م کال

دبرخه والونومونه –مطیع الله شاهین –عبدالغفارمظلوم جان – روزي خان وطنوال

عزیزالله میاه-نعمت الله پښتون – عادل اڅکزی – انجینيرمحمدنبي اُمید-رحمت الله رحمت – اخترمحمدمیراني – نظرمحمددرمان

ځای :- سلام بابااولسي کتابتون چمن            

وخت :- له ماځیګرڅخه ترماښام پوري

په دي ادبي ناسته کي دټولوراغلوملګروپه خوښه درې کسیزه جرګګۍ وټاکل سوه چي نومونه یې څه داسي دي ـ

انجینېرمحمدانبي اُمید ـ حاجي رحمت الله رحمت ـ حاجي اخترمحمدمیراني

بایدووایم چي دغه ناسته په دې اړوندرابلل سوې وه چي ذکرسوي ادبي ملګري په ګډه سره یؤمناسب نوم پردې نوي ادبي تنظیم باندي کښېږدي هربرخه وال له خپله ځانه سره یؤیادوه نومونه راوړي وؤ ـ قابوپنځلس (۱۵) نومونه (نمونه) دذکرسوؤادیبانولخواراؤړل سوي وؤـ دراغلوملګروپه خوښه پنځلس واړه نمونه دجرګګۍ دریوغړوته وسپارل سول اودااختیاردټولولخواورکړل سوچي تاسوکوم نوم ددې نوي ادبي تنظیم لپاره غوره اومناسب ګڼۍ هم هغه موږته قابل دقبول اودتائېدوړدی ـ چي کله دجرګګۍ دریوذکرسوو غړوته اختيارورکړل سونوددې سره سم نورادبي ملګري دکتابتون دفترڅخه دباندي راووتل اودجرګګۍ غړي دبندویاتړلودروازوشاته په راؤړل سوؤ پنځلس نمونوکي دیوه غوره اومناسب نوم په ټاکنه یاانتخاب په دیقت بوخت سو ـ

تقریباً نیم ساعت وروسته دجرګګۍ دغړولخواږغ وسو چي دفترته راسئ چي نوم درته اعلان کړوـ چي کله ملګري ددباندي څخه دننه دفترته ورغلوهرملګری پرخپله څوکۍ کښېناستۍ نودجرګګۍ دغړوخپله لنډه غوندي کارګزاري بیان کړه اودایې هم ورسره وویل موږچي ددغه پنځلس نمونوڅخه کوم یؤنوم انتخاب یاوټاکی په ډېرپام اوفکرسره دانوم زموږددې نوي ادبي تنظیم لپاره موږ مناسب اووړ اوپرځای نوم ګڼوهیله ده چي ستاسوبه هم دغه زموږ لخواټاکل سوی نوم په ورین تندي خوښ سي اوستاسوپه حضورکي به قابل دقبول وګرځیږي ـ نوم تاسوته اعلان وو ـ له نن څخه به زموږاوستاسوددي نوي ادبي تنظیم نوم وي ((( پښتوادبي تړون چمن )))

دنوم داعلانېدوڅخه سمدستي وروسته ټولوملګرو یؤوبل ته په دوستانه ماحول کي مبارکي وویله ټولودجرګګۍ دغه مناسبه ټاکنه وستایله دپښتوادبي تړون چمن دلومړۍ کابینې دټاکنونېټه    27جولائی 2008 م کال

ځای :ـ سلام بابااولسی کتابتون چمن

دبرخه والونمونه :ـ انجینئرمحمدنبي أمید ـ حاجي رحمت الله رحمت ـ حاجي اخترمحمدمیراني ـ لعل محمددرانی ـ صادق سبانمبر2 ـ نظرمحمددرمان ـ مطیع الله شاهین ـ عبدالغفارمظلوم جان ـ یارمحمدسیال ـ روزي خان وطنوال ـ نعمت الله پښتون ـ عادل اڅکزی

دغه دنوي کابینې ټاکني یاانتخابات هم دذکرسوي درې کسیزه جرګګۍ ترنظارت یاڅارني لاندي دپټورایوله لاري په جمهوري طریقه سره وسوه

لومړۍ درې کسیزه کابینه داکثریت رایوله مخي په دې ډول وټاکل سوه

مسؤل :ـ        عادل اڅکزی

مرستیال :ـ  نعمت پښتون

پانګوال :ـ   عبدالغفارمظلوم جان

(۱) دلومړۍ کابینې دسوګنداخیستلومراسم په رسمي ډول اودپښتوادبي تړون چمن ترنظارت لاندي لومړۍ پښتومشاعره نېټه17 اګست 2008 م کال

ځای :ـ داولسوالۍشوراتالاریاضلعي اسمبلۍ هال چمن

مشرمیلمه :ـ انجینئرمحمدنبي أمید ـ ځانګړی میلمه :ـ عبدالقیوم خدکوضلعي نایب ناظم ـ کوربه :ـ حاجي رحمت الله رحمت

دویاندویني چاري :ـ تکړه ویاندعزیزالله میاه پرمخ بیولې په دي مشاعره کي نورعلی شاه ځلبلاند خپله نثري لیکنه پردریځ راغلوګډونوالوته وړاندي کړله اوپه چمن کي په لومړي ځل محمدنعیم افغان خپل شعرهم وړاندي کړباید ووایم چي درې کسیزه کابینې اوجرګګۍ ته ځانګړي میلمه خدکوحلف یاسوګندورکړ ـ کوموښاغلوشاعرانوچي په دې مشاعره کي برخه واخیستله دهغونمونه څه په دې ډول دي ـ اعجازفضل ـ نعمت الله پښتون ـ احمدصوفي زاده ـ نظرمحمددرمان ـ محمدنعیم افغان ـ روزي خان وطنوال ـ ثاني محمدصادق سبا ـ لعل محمد درانی ـ عادل اڅکزی ـ مطیع الله شاهین ـ ماسټرامیرزمان مشکور ـ میرویس ملګری ـ محمدنبي أمېد ـ محمدصادق صبا ـ عبدالغفارمظلوم جان ـ رحمت الله رحمت ـ عبدالوهاب ولي ـ شمس الله پردېسي ـ حاجي ملاعبدالصمدبېوس ـ عنایت الله خاکیار ـ نورعلي شاه ځلبلاند ـ

دې مشاعره له یؤشمېردپښتوادب مینه وال هم دخپل ذوق پراساس راغلي وؤ ـ دغه ذکرسوې پښتنه مشاعره ماپښین مهال پېل سوه چي تیاره ماخستن پای ته ورسېده

(۲)خپلواکه پښتومشاعره دپښتوادبي تړون چمن دویمه لویه پښتومشاعره وه دنوروپښتني سیموڅخه هم میلمانه شاعران ورته رابلل سوي وؤ ـ

دغه مشاعره دکېمرې په سترګه کي هم سپت سوه چي وروسته بیاپه ښه کیفیت سره په یوه ډي وي ډي DVD کي هم تراوسه خوندي ده

نېټه :ـ             2  فروري 2009 م کال

ځای :ـ             داولسوالۍ شوراتالاریاضلعي اسمبلۍ هال چمن

مشرمیلمه :ـ  عمرګل عسکر      ـ      ځانګړی میلمه :ـ واصل حسن یار

کوربه :ـ          رحمت الله رحمت

دویاندویني چاري :ـ نعمت الله پښتون او عادل اڅکزی په ګډه ترسره کولې

د دباندي څخه راغلي مېلمانه شاعران ډاکټرلیاقت تابان کوټه ـ یوسف سائل زیارت ـ اسدالله الفت ذابل ـ حاجي محمداکبرنعمتي کندهار ـ عمرګل عسکر کوټه ـ عبدالستارراهیاب برښور واصل حسن یار کندهار ـ عصمت الله زهیرپښین ـ ډاکټرنصیب الله سیماب پښین ـ په دي مشاعره کي حاجي محمداسلم کاکړ او قاري عطاءالله مسلم هم پرخپل خپل وارغوره ویناوي وکړې ددې سره سره دوه پېغامونه هم پردریځ خپاره سول چي یؤله المان (جرمني) څخه شاعراولیکوال محمدآمین بسمل اوبل دهرات څخه دسپیني ادې دادبي اوکلتوري ټولني په استازیتوب محمدنعیم افغان رالیږلی وؤ ـ

وخت ماپښین مهال پېل سوه ترناوخته ماخستن پوري یې دوام درلود په دې مشاعره کي دګډون په موخه دچمن دسیمي دشعر او آدب علاقمندان په ډېرزیات شمېرکي راغلي وؤ په څوکیوکي ځای نه وؤ دخلګودډېرښت له امله ګډونوال لاندي پرفرش ناست وؤ ـ دیادوني وړده چي په دې مشاعره کي پردریځ په رسمي ډول مولوي حاجي محمدآواب دلوی خدای (ج) له درباره دمرحومینوهریوه جمال عبدالناصر کاکړ ـ ډاکټرکلیم الله صدام ـ جعفرخان اڅکزي ـ اوملاغلام یحي دارواحانودخوښۍ په خاطر دمغفرت اجتماعي اوګډه مسنون دٌعا وکړله ـ

دچمن کوموځایي شاعرانوچي په دغه مشاعره کي خپل کلامونه واؤرول دهغو نمونه په لاندي ډول دي په دې مشاعره کي تقریباً 52 شاعرانوخپل په زړه پوري اشعاروړاندي کړل .......

(۳) دپښتوادبي تړون چمن له اړخه دریم لوي سیمیناراومشاعره چي دپښتوادب دکلاسیکل شاعرارواح ښادملاقلندراڅکزي په یادکي جوړ سو

نیټه :ـ              2009 م کال                ځای :ـ داولسوالۍ شوراتالار

دملاقلندراڅکزي پرفن اوشخصیت باندي دغه لیکوالانوخپلي مقالې دسیمینارګډونوالوته واؤرولې

عادل اڅکزی ـ حاجي اخترمحمدمیراني ـ جعفرخان ترین ـ محمدنعیم آزاد ـ عصمت الله زهیر ـ واصل حسن یارویناوکړله ـ پوهاند سیال کاکړمقاله وړاندي کړله  دویاندویني چاري :ـ مطیع الله شاهین اوعزیزالله میا په ګډه ترسره کولې

مشرمیلمه :ـ پوهاندسیال کاکړ ـ          ځانګړی میلمه :ـ حاجي نادرمیرالزئی

کوربه :ـ        انجینئرمحمدنبي أمېد

په دې سیمینار کي دچمن دسیمي د دؤؤ لیکوالانودکتابونومخکتنه هم وسوه

چي یؤ یې درحمت الله رحمت ناول وؤ چي نوم یې دی

                 (آیامحبت به خپل مطلب ته ورسیږي)

دویم کتاب دشېربهادراڅکزي دمتلونوټولګه وه چي نوم یې دی

                (لعل او جواهر )

دیاندوني وړده چي پرلومړي کتاب انجینئرمحمدنبي أمېد او پردویم کتاب باندي عبدالغفار مظلوم جان خپلي په زړه پوري مقالې دسیمینارګډونوالوته پر خپل نوبت وړاندي کړلې

ددې سیمیناردویمه برخه وه ـ کومودرنوشاعرانوچي په مشاعره کي خپل خواږه کلامونه وړاندي کړله دهغونمونه په دې ډول دي

شمس الله پردیسي ـ حاجي محمداکبرنعمتي ـ محمدقاسم صیاد ـ ابراهیمي ـ محمدعمرکدنیوال ـ پوهاندسیال کاکړ ـ واصل حسن یار ـ نیازمحمد مخمور ـ عصمت زهیر ـ روزي خان وطنوال ـ ماسټرامیرزمان مشکور ـ عادل اڅکزی ـ احسان الله شاکر ـ عبدالغفارمظلوم جان ـ عنایت الله خاکیار ـ حاجي غلام نبي سعید ـ سلطان محمدقدردان ـ محمدنبي أمېد ـ مطیع الله شاهین ـ محمدنعیم افغان ـ رحیم الدین رحماني ـ جعفرترین ـ شېربهادراڅکزی ـ رحمت الله رحمت ـ صادق صبا ـ یارمحمد سیال  اونور..........

وخت له ماپښین څخه بیاترماخستن پوري

ځای :ـ داولسوالۍ دشورا تالاریا ضلعي اسمبلۍ هال چمن

دې سیمینار ته دګډون په موخه دکندهارڅخه دکندهارنندارې تکړه ممثیلین هم راغلي وؤ چي دوې ټوټې تمثیل یې هم پردریځ دګډونوالو وحضورته وړاندي کړې چي دټولولخوا څخه په چکچکوبدرګه سوې

دپښتوادبي تړون چمن د دویم کال چوڼ یا انتخابات برنیټه 18 اکتوبر2009م کال ترسره سو ـ چي په پایله کي یې درې کسیزه کابینه وټاکل سوه

ځای :ـ دپښتوادبي تړون چمن دفترچي پرریلوې واټ دویمه کوڅه کي ددویم دوکان پربام په خونه کي داوخت دی ـ

دغه تنظیمي ټاکني دهریرود مجلې چي له هرات څخه خپریږي چلونکي محمدنعیم افغان ترنظارت اوڅارني لاندي وسوې ـ        وخت :ـ ماځیګر 4:50 بجې

کوموتنظیمي ملګروچي په دې ټاکنوکي برخه واخیستله دهغونومونه په دې ډول دي ـ

مطیع الله شاهین ـ عبدالغفارمظلوم جان ـ روزي خان وطنوال ـ نظرمحمد درمان ـ شېربهادراڅکزی ـ عبدالوهاب ولي ـ ماسټرامیرزمان مشکور ـ عادل اڅکزی

دنوي کابیني دټاکل سوو غړونمونه

مسؤل :ـ       عادل اڅکزی

مرستیال :ـ  شېربهادراڅکزی

پانګوال :ـ   مطیع الله شاهین

(۴) د دویم کال دسوګنداخستلورسمي مراسم اومشاعره

نیټه25 اکتوبر   2009م کال

مشرمیلمه :ـ قاري عطاءالله مسلم ـ        ځانګړی میلمه :ـ عبدالقیوم خدکو

کوربه :ـ        شېربهادراڅکزی

دویاندویني چاري :ـ مطیع الله شاهین او عبدالغفارمظلوم جان په ګډه ترسره وړلې ـ

ځای :ـ داولسوالۍ دشوراتالارچمن

وخت :ـ له ماپښین څخه بیاتر تیاره ماخستن پوري

په مشاعره کي یؤشمېرشاعرانوخپل تخلیقي اشعار وړاندي کړله ـ

 (۵) دپښتوادبي تړون چمن له اړخه دقاضي ملاعبدالسلام بابا دپنځه دېرشم تلین په اړوندپښتوسیمیناراو لویه مشاعره وسوه

نیټه :ـ 26 جنوري      2010 م کال

مشرمیلمه :ـ         انجینئرمحمدنبي أمید

ځانګری میلمه :ـ حافظ بیسم الله مخلس

کوربه :ـ                   ماسټرامیرزمان مشکور

دسلام بابا پرفن اوشخصیت باندي دوې نثري لیکني هم وړاندي سوې چي یوه رحمت الله رحمت اوبله عادل اڅکزی وړاندي کړله

ځای :ـ داولسوالۍ دشوراتالار یا ضلعي اسمبلۍ هال چمن

ددباندي څخه راغلي میلمانه :ـ محیب الله کلیوال پښین ـ جعفرخان ترین کوټه ـ نعیم آذادپښین ـ حاجي محمداکبرنعمتي کندهار ـ عصمت الله زهیرپښین ـ

دویاندویني چاري :ـ عبدالغفارمظلوم جان اونعمت الله پښتون په ګډه ترسره کولې ـ

کوموښاغلوشاعرانوچي خپل ارزښتناکه شعرونه په مشاعره کي دشعردمینوالوسره ګډکړله دهغونمونه په دي ډول دي

حاجي ملاعبدالصمدبېوس ـ حاجي الله محمدسائل ـ مطیع الله شاهین ـ عبدالرزاق حقیار ـ رحم الدین رحماني ـ سلیمان ګلفام ـ شېربهادراڅکزی ـ حاجي رحمت الله رحمت ـ صادق سبا ـ سلطان محمدقدردان ـ محمدغوث همدرد ـ عنایت الله خاکیار ـ حیات الله همکار ـ محمدعیسی غریب ـ روزي خان وطنوال ـ عبدالوهاب ولی ـ محمدعمرکدنیوال ـ ظاهرجان ـ مولوي عبدالرازق راشد ـ رحمت الله وقار ـ صالح محمد نظامي ـ شمس الله پردیسي ـ نظام الدین مدیني ـ نوراحمدفطرت ـ ماسټرامیرزمان مشکور ـ انجینئرمحمدنبي أمېد ـ عادل اڅکزی ـ عصمت الله زهیر ـ حاجي محمداکبرنعمتي ـ نعمت الله پښتون ـ عبدالغفارمظلوم جان ـ عبدالناصراواحمدصوفي زاده

 دې سیمینارته دپښتوادب مینه وال په ګڼ شمېر سره راغلي وؤ دتالارڅوکۍ ټولي ډکي وې دخلګودډېرښت له آمله ګډونوال لاندي پرفرش هم په زیات شمېرکي ناست وؤـ

دغه سیمینارماپښین مهال پېل سوچي ترماخستن پوري یې دوام درلود دنوروادبي غونډوپه څېرپه دې سیمینارکي هم ټولوګډونوالوته ماځیګرنۍ (دشیدوجوسان اوبسکټ ) ورکړل سول ـ

چي کله ماخستن مهال سیمینارپای ته ورسېدنودپښتوادبي تړون چمن له اړخه ګډونوالواوراغلو مېلمنوته همدالته په تالارکي پرتکلوفه مېلمستیا دډوډۍ په صورت کي ورکړل سوه