مطبوعات ، چي تراوسه پر نړیواله کچه ددیموکراسۍ د ارزښتونو په منځ کي د یو ځواک په توګه وړاندیون کړی، څرګندیږي، چي یوه ځوانه ، تازه ، اجتماعي ، پياوړې او ډېره اغېزناکه پدیده ده او همدغه مطبوعات (خپروني ) دملتونو د بېدارۍ ددرنې دندي ترڅنګ دښووني روزني او دټولنو دپوهني اووړاندیون ستره وسیله ده.
زموږ په هېواد کي دخپرونو پيل دامیر شیرعلي خان دواکمنی ددویمې دورې ( ۱۸۶۸- ۱۸۷۹ م ) کال کي دمطبعې تر راوړلو وروسته وشو، چي تر دې وروسته کتابونه، پوستي ټکټونه ، کلیزونه وثایق او جراید خپاره شول، چي لومړنۍ جریده شمس النهار کابل و.
په افغانستان کي راډيويي خپروني:
لنډ تاریخي بهیر:-
داعلحضرت امان الله خان د واکمنۍ په دوره کي ښاغلي عطاءالله جان دراډیو دتخنیک په برخه کي دزده کړې لپاره المان ته واستول شو. کله چي په (۱۳۰۵ هـ ل ) کال کي بېرته هېواد ته راغی د راډیو دستګاه او څو تنه الماني متخصصین هم ورسره وو او په ۱۳۰۶ هـ کي یې دادستګاه په کابل کي نصب کړه . لومړی ویاند( انانسر) او نطاق یې غلام سرور ګویا او لومړي سندرغاړي یې استاد قاسم، استاد غلام حسین، استاد نتو، قربان علي ربابي او څو تنه نور وو.
دغه لومړنۍ دستګاه په لندن کوټۍ یا کوټي لندني کي نصب شوه او انتن یې دنوموړي کوټۍ په چمن کي ودرول شو او ددې راډیو مؤسسه دکورنیو چارو وزارت پوري مربوط و او په شپه ورځ کي یې دوه ساعته خپروني درلودلې . دې مؤسسې یو تن آمر، اته تنه نشراتي مامورین او مستخدمین، اته تنه تخنیکي مامورین او دوه تنه اداري مامورین لرل او ددې راډیو توان (۲۰۰) واټه و تر اماني دورې وروسته چي دحبیب الله دسقاو دزوی په (۹) میاشتنۍ دوره کي ، چي ټوله داړدوړ دوره وه، دراډیو خپروني په ټپه ودرېدلې، خو خلکو په کورنو کي راډیو ګاني درلودې، دهند ، المان او روسیې خپروني به یې اورېدلې..
په ۱۳۱۴ هـ ل کال کي دوزیرانو مجلس پرېکړه وکړه او د راډیو دمنځنۍ څپې دترلاسه کولو لپاره یې یو میلیون او ۶۶۵ زره افغانۍ منظوري کړلې او بیا درانیولو پریکړه یې داقتصاد دوزیر ښاغلي عبدالمجید خان زابلي او دالمان دحکومت تر منځ لاسلیک شوه دامهال سرور خان ګویا دمطبوعاتو دمستقل ریاست په چوکاټ کي دراډیو دمدیر په توګه وټاکل شو.
په کابل کي دراډیو یې نشراتو لپاره یوفني اداره او تخنیکي کورس جوړشو ، چي (۴۵) تنه زده کوونکي یې درلودل . دبروډکاسټ دمرکزدودانۍ کار د تیلګراف دلویې دستګاه ترڅنګه په (یکه توت ) کي او دمرکزي ستوډیو ګانو کار په باغ عمومي کي پيل شو اوددې ترڅنګ په ولایاتو او لویو ولسوالیو کي داخذې دماشینونو لپاره د(۱۵) ودانیو کار پيل شو.
د۱۳۱۸ هـ ل په عقرب کي دتړلو (مونتاژ) کارشروع شو او په ۱۳۱۹ هـ ل کال د زمري دمیاشتي په نیمایي کي دغې دستګاه خپلې ازمیښتي خپروني پيل کړې دادمنځني څپې (۲۰) کیلو واټه دستګاه وه ، چي د ۱۳۲۰ هـ ل کال دحمل په لومړۍ نېټه د پوهني دوزیر سردار محمد نعیم خان له خوا افتتاح شوه ، په دغه وخت کي راډیو دورځي څلورنیم ساعته خپروني درلودلې او په همدې نېټه دراډیو دمنظومو نشراتو دمعرفي لپاره دپښتون ږغ دمجلې خپرېدل پيل شول په ۱۳۳۰ هـ ل کال کي دراډیو دلنډو څپو دستګاه هم واخیستل شوه او دهمدې کال دجوزا په میاشت کي دانګریزي ، اردو او بلوچي ژبو خپروني هم پيل شوې..
په ۱۳۳۷ هـ ل کال کي دلنډو څپو یوه لس کیلو واټه دستګاه واخیستل شوه . په ۱۳۳۸ هـ ل کال په اوږدو کي دراډیو دبهرنیو خپرونو اداره لوی مدیریت ته لوړه شوه او داوخت په انګریزي ،فرانسوي ، عربي ، او اردو ژبو خپروني کېدلې.
په ۱۳۴۰ هـ ل کال کي دراډیو خپروني په ۲۴ ساعتونو کي دولس نیمو ساعتونو ته لوړې شوې او دامهال دکابل راډیو نوم په راډیو افغانستان واړول شو.
په ۱۳۴۵ هـ ل کي راډیو دورځي (۱۴) ساعته خپروني درلودلې او د باندنیو خپرونو په لړ کي یې په روسي او جرمني ژبو هم خپروني پيل شوې وې او په ۱۳۴۶ کال کي یې خپروني تر (۱۵) ساعتو ورسېدې او (۷۵) جلا جلا خپروني یې درلودې..
دسردار محمد داود خان له کودتا (۱۳۵۲ ل کال د سرطان ۲۶ مه ) وروسته دراډیو افغانستان په خپرونو کي لږ ډېر بدلونونه رامنځته شول . داوخت دراډیو افغانستان دآریانا افغانستان دملي راډیو تلویزیون په چوکاټ کي خپل فعالیت پيل کړ، خو کله چي دټلویزیون دستګاه په ۱۳۵۶ هـ ل په خپرونو پيل وکړ، دراډیو خپروني یې یو څه متاثرې کړې ، ځکه چي راډیو ته پاملرنه تر ټلویزیون کمه شوه.
په ۱۳۵۷ هـ ل کال کي د ثور تر کودتا وروسته دراډیو په پروګرامونو کي بشپړ بدلون رامنځته شو، ځکه چي په راډیو د ټانکونو بشپړ تسلط پيل شو او حتی راډیو دقوماندې په مرکز هم بدله شوه ، چي وروسته کودتاچیانو په لومړي حکومت کي دراډیو ټلویزیون په نوم وزارت جوړ کړاو دټولو خپرونو کنټرول یې په خپل لاس کي واخیست او دځینو خپرنیزو ادارو نومونه یې واړول لکه دروزني اداره، دسیاسي او اجتماعي خپرونو په اداره او دپښتونستان مدیریت دپښتنو او بلوڅو دخپرونو په مدیریت بدل شول او دځینو خپرونو نومونه یې هم بدل کړل لکه (حرف ها و نکته ها) په (سره ګلونه یا ګلهای سرخ) اونور داوخت دخپرونو محتویات په بشپړه توګه په اصطلاح دثور انقلاب په باب تبلیغاتو ته ځانګړې کړه اونور ډېر داسي پروګرامونه یې رامنځته کړل....
خوکله چي دمجاهدینو او طالبانو واکمني منځ ته راغله ، نو دراډیو ډېری پروګرامونه ددیني اصولو او شرعي مسایلو په باب وې، آن تر دې چي طالبانو د راډیو نوم له راډیو افغانسان څخه شرعیت ږغ راډیو ته واړوه.....
خو اوس مهال په لسګونو راډیو ګاني د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کي فعالیت کوي، چي اکثره یې شخصي راډیو ګاني دي .....
په افغانستان کي ټلويزوني خپروني
داعلحضرت محمد ظاهر شاه دواکمنۍ په وخت ۱۳۵۱ هـ ل کال کي دهغې دورې دورستي صدر اعظم محمد موسی شفیق د صدارت په وخت کي یې داطلاعاتو او کلتور وزیر ارواښاد صباح الدین کشککي له خوا دټلویزیو ن دجوړېدلو پلان وړاندي او تصویب شو، خو دسردار محمد داود خان دواکمنۍ په وخت کي د جاپان دهېواد په تخنیکي او علمي مرستو دټلویزیون مرکزي سټوډیو دراډیو افغانستان په انګړ کي جوړه شوه ،چي انتن او ټراسمیټر یې د کابل ښار داسمايي غره پرختیزه لوړه څوکه کي د (۵۰) مترو په لوړوالي د(۱۳۵۶ هـ ل) کال دقوس په میاشت کي نصب او فعال کړای شو، چي په لومړي سر کي یې د تعلیمي خپرونو او روغتیایي پروګرا مونو لپاره دورځي یو نیم – دوه ساعته خپروني کولې، چي په امتحاني ډول یې په ۱۳۵۶ کال دحوت دمیاشتې په ۲۵ مه نېټه خپروني پیل کړې او درسمي افتتاح لپاره یې دسردار محمد داود خان له خوا د (۱۳۵۷ هـ ل) دسرطان ۲۶ مه نېټه ټاکل شوې وه، خو لکه څنګه چي کمونستي کودتا دثور په میاشت کي ترسره شوه، نو په (۱۳۵۷ هـ ل) کال کي د ثور تر کودتا وروسته دنور محمد تره کي له خوا درسمي افتتاح چارې دپټۍ په پرې کولو سره ترسره شوې او بیا ټلویزیون په انحرافي توګه وکارول شو. په ګڼو پروګرامونو کي یې دځان ستاینه وه ، اسلامي موازین او افغاني کلتور پکي له منځه ولاړل.
دخلقیانو او پرچمیانو په وخت کي دټلویزیون یو سرویس خبرونه په انګریزي ژبه خپرېدل ، خو وروسته دپرسونل دنشتوالي له امله ودرېدل او افغاني سوچه کلتور په دې وخت کي په انحرافي توګه وکارول شو ، چي خلکو له ډېرې کرکې سره مخامخ شو.
خو پاتي د ې نه وي ، چي دډاکټر نجیب الله دواکمنۍ په وخت کي یې په نسبي توګه پروګرامونه څه ناڅه ښه و، ځکه چي هر اړخیزي خپروني یې درلودې او له هغه حالت نه چي دنورمحمد تره کي او حفیظ الله امین په وختونو کي يې انحرافي بڼه خپله کړې وه دده په وخت کي تر ډېره حده ښه شوې وه.
کله چي دډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ شو ، حضرت صبغت الله مجددي او بیا برهان الدین رباني واک ته ورسیدل .بیاهم دټلویزیون پروګرامونو تر ډېره دبهبود لاره خپله کړې وه. خو کله چي طالبان واکمن شول . ټلویزیوني خپروني په ټپه ودرېدې او دستګاه ته یې غټ قلف واچول شو. تر ۱۳۶۶ هـ ل کال پوري دکابل په ګډون په کندهار ، هرات ، فراه، هلمند، خوست، ګردیز، غزني ، ننګرهار، کونړ، بدخشان ، بغلان ، بلخ او جوزجان په ولایتونو کي دټلویزیون خپروني پيل سو ي وې.
دټلویزیون اداري تشکیل په لاندي ډول و:
۱:- دټلویزیون داطلاعاتو اداره
۲:- دسیاسي او اجتماعي خپرونو اداره
۳:- دبین المللي خپرونو اداره
۴:- دفلم خپرونو اداره
۵:- دمستندو فلمونو څانګه
۶:- دهنري فلمونو څانګه
۷:- دموسیقي خپرونو اداره
۸:- دپوځي خپرونو اداره
مأخذ:-
افغانستان پیژندنه ، اورنګزیب ارشاد، ۱۳۸۴ هـ ل