لیکوال : عادل اڅکزی
په عيسوي سنه ١٩٩٨ م کال دلته په چمن کي د پخواني صوبايي حکومت لخوا د لکونو کلدارو په لګښت د يوۀ کتابتون ودانۍ جوړه کړل سوه چي بيا وروسته د پخواني والي اميرالملک مينګل په لاس دپټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو ، بايد ووايم چي د دې کتابتون ودانۍ څه په دې راز ده يؤ لوی هال يا تالار چي د مطالعې دپاره ورپکي ګڼي څوکياني او مخته يې په ترتيب سره مېزونه ايښودل سوي وو ، بله لو يه پخه خونه د کتابونو لپاره ځانګړې سوې وه چي ورپکي شاوخوا المارياني او په هغه کي د بېلابيلو ژبو په زرګونو کتابونه اوډل سوي دي ، بله عصري او ښايسته خونه چي د دې کتابتون د دفتر په نامۀ نومول سوې ده چي شاوخوا صوفه څوکياني ورپکي ځای پر ځای سوي وې په دې دفتر کي به د کتابتون مسؤل کس له ماپښين څخه تر ماښام پوري د دوو نورو نوکريوالانو سره پرته له رخصتۍ ورځي هره ورځ راتللو
دا کتابتون ، د ملاسلام پبلېک لائبرېري په نامۀ ياديږي د دې د جوړېدو او فعاليت په موخه د سيمي فرهنګي شخصيتونو شاعرانو او ليکوالانو نه ستړيکېدونکي هلي ځلي او خدمتونه تر سره کړل چي په پايله کي يې دغه کتابتون په وجود کي راوستۍ ، څه موده په منظم ډول د چمن د سيمي ليکوالانو او شاعرانو ادبي او فرهنګي ناستي ، مشاعرې او سيمينارونه ورپکي جوړ کړلو
دا کتابتون چي د کوم درانۀ شخصيت په نامۀ دی سلام بابا دا زموږ د پښتو ادب په کلاسيکو شاعرانو کي شمېرل کيږي نوموړی د شاه امان الله خان غازي د دورې ويښ او وطن پال پښتون شاعر وو چي د چمن د سيمي وو دا وخت په پښتو ادبي نړۍ کي موږ ته د سلام بابا درې ګټوري او اغېزمني شعري ټولګې راپاته دي
١ سوسن چمن ٢ طلب مذهب ٣ زردانه ګل
زموږ د چمن د سيمي د پښتنو اديبانو او شاعرانو دغه ګډه تاريخي او ادبي اثاثه چي د سلام بابا د کتابتون په نامۀ ياديږي څلور کلونه کيږي چي د اديبانو او شاعرانو پر مخ تړلی دی له همدې اوږدې مودې راهيسې هيڅ راز ادبي ناسته ، مشاعره او سيمينار دلته په دې کتابتون کي نه دي ترسره سوي
د سيمي د بعضو فرهنګ دوښمنو افرادو لخوا دغه کتابتون د اې ټي ايف په نامۀ د پوليسو يوې ډلي ته وسپارل سو چي دغه د پوليس چارواکي دلته د دې کتابتون په دريو واړو ودانيو کي د ذکر سوي مودې راهيسې استوګنه کوي او ورسره د خوراک او چښاک تقاضاوي هم دلته ترسره کوي ، اوس نو دلته د قلم پر ځای توپک حاکم دی هيڅوک هم دلته د مطلعې ډېوه نه بلوي او نه دلته دا ډېوې ته کوم پتڼ پرېښودل کيږي
کومو درېو کسانو چي د کتابتون د سمبالښت او فعاليت په برخه کي کار کاوه د هغو معاش هم له ډيرو مياشتو راهيسې نه ورکول کيږي يؤ مخ يې معاش وربند کړل سوي دي
پښتو ادبي تړون چي په چمن کي يوه فعاله ادبي ټولنه ده تېره ورځ يوه ادبي ناسته په چمن ښار کي وکړه د ټولني دې غړو برخه پکي واخيستله
عادل اڅکزی ، شېربهادر اڅکزی ، مطيع الله شاهين ، عبدالغفارمظلوم جان ، نعمت الله پښتون يار ، نذرمحمد درمان ، سيدمحمد ارين ، عبدالوهاب ولي ، روزي خان وطنوال ، ماسټراميرزمان او نور
دې ټولو قلموالو په خپل نوبت سره د کتابتون په اړه خپلي ادبي ويناوي وکړلې چي د ټولو د خبرو غور چاڼ او لنډ غوندي اقتباسات څه په دې راز دي
موږ د پښتو ادبي تړون چمن ټول حاضر غړي د دې ادبي ناستي له لاري په يوه خله د سلام با با پر کتابتون د اې ټي ايف پوليس ډلي ناروا قبضه په سختو ټکو غندو او دا ناوړه عمل د قلم او ادب پامالي ګڼو ، سلام با با کتابتون چي د سيمي د اديبانو د مطالعې د مرکز او د ادبي او علمي غونډو په موخه د ډېر لګښت په لګولو سره د وخت او زمان په تېرېدو سره جوړ سو خو له څلورو کلونو راهيسې د اې ټي ايف پوليسو ورپکي خپله نظامي قرار ګاه او مېشت ځای جوړ کړی دی دا تش او تش د چمن دسيمي د شاعرانو او ليکوالانو پر حقوقو تېری نه دی نو بل څه دي
که څه هم موږ په وارو وارو له مخورينو او چارواکو سره په دې اړه کړي دي خو پرته له عرضي اطمينانه بل څه نه دي سوي موږ د تېر په څېر د اړونده لوړ پوړو چارواکو څخه جدي غوښتنه کوو چي ژر تر ژره دي دغه ذکر سوی کتابتون دي د سيمي د ليکوالو او شاعرانو په مستحقو لاسو کي ورکړي تر څو دوی بيرته دعلم و ادب ډېوه خپلو ښاريانو ته پخپلو هڅو وځلوي
موږ د پښتو ادب نورو مينه والو او علاقمندانو ته هم خواست کوو چي په دې رنځېدلې ادبي پېښه کي دي زموږ ملاتړ او قلمي او فکري کومک او مرسته وکړي تر څو په دوامداره ډول زموږ کرږي د کڼو چارواکو تر غوږو ورسيږي
په درنښت
پښتو ادبي تړون چمن