د غرونو ډک خوست د افغانستان د ٣٤ ولايتونو څخه يو هغه ولايت دى، چې د هېواد تقريباً په سوېل ختيځ کې موقعيت لري، چې د طول البلد د ٦٩ درجې ٣٩ دقيقې ٥٨ ثانيې او شمالي عرض البلد د ٣٣ درجې ٥ دقيقې او ٢٤ ثانيې په کرښه کې پروت دى، څه کم زیات یو نیم میلیون نفوس لري او د دوولس ولسوالیو او دریو ناحيو په شمول د کوچیانو ديرش زرو څخه زياتې د کوچیانو کورنۍ لري. شمال او لويديځ ته يې د پکتيا ولايت، سوېل ته يې د پکتيکا ولايت او ډېورنډ کرښې هاخوا پښتانه قبايل، سيدګي او وزير قومونه، ختيځ لورې ته يې شمالي وزيرستان او کورمه ايجنسۍ ده.د ډيورنډ کرښه ۱۸۵ کیلومتره د خوست څخه تیريږي. د فرهنګ عميد سيند پر بنسټ د خوست لغوي معنا جزيره يا د درياب په منځ کې وچې ته ويل کيږي، چې د فولکلوريکو روايتونو له مخې، په لرغونو زمانو کې هغه خوړونه، چې د ځدراڼو، منګلو او تڼيو له غرونو رابهيدل، ټولې اوبه يې په خوست کې ډب کيدې او د وتو لار يې نه وه. خوست پخوا د پکتيا ولايت اړوند يوه لويه ولسوالۍ وه او اوسنۍ ولسوالۍ يې د علاقه داريو په کچه وې، چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال يې د ولايت کچې ته ارتقا وکړه، چې دا مهال د درېيو اداري واحدونو،شمل، متون او لکڼو په ګډون، د سپېرې، دوه مانده، نادرشاه کوټ، اسماعيل خېل او مندوزي، تڼي، ګربز، عليشېر، صبري، باک، ځاځي ميدان، موسى خېل او قلندر په نومونو ١٢ ولسوالۍ لري. خوست د نورو ولايتونو په نسبت ښه معتادله هوا لري او د ژوند د ډيرو چارو لپاره پراخه لمنه لري ، د خوست ځمکې ښې حاصل خيزي دي ، په زراعتي ځمکو برسېره ځنگلونه هم لري چې د بيلگې په ډول يې تڼي ، منگل ، ځاځي ميدان ، او د ځډراڼو ځنگلونونومونه يادولی شو ، د يادو شوو ځنگلونو څخه وچې ميوې لکه چارمغز ، جانغوزي په زياته پايمانه لاسته راځي ، د وچو ميو ترڅنگ لمدې ميوې لکه زردالو ، الوچه ، انار ، ماڼه ، شفتالو هم ددې ولايت د زراعتي لاسته راوړنو څخه دي ، زياتره وگړي يې د مالداری په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوندډيرې اسانتياوې له همدې لارې پوره کوي ، د کرهڼيزو ځمکو او ځنگلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو يعنې سيند او باران اوبوڅخه گټه اخلي او زياتره سيمي يې روانې اوبه لري ، په ځينو سيمو کې د بريښنا د توليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدی شي ، پدې ولايت کې ډير تاريخي ځايونه هم شته ، د دې تاريخي ځايونو څخه د منگسو په سيمه کې د ايسار غونډی يادولی شو ، د پخوانيو خلکو په وينا دغه غونډی په مصنوعي توگه د انسنانو په مټ جوړه شويده او غونډ جوړښت لري ، د سيمي د خلکو په خبره ځيني تاريخي اثار پدې غونډی کې پيداشوي ، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي ، ددې ولايت خاوره د اولياؤ کرامو او بزرگانو له برکته هم ډکه ده ، د يادونې په ډول يې مشهور زيارتونه لکه کوکرک بابا ، عالم شېر پير ، نصري اقا ، آدمحمد ، خواجه متون بابا ، گلزار اقا ، يادولی شو . خوست د ځنگلونو برسېره طبيعي زيرمې هم لري ، چې په ځينو سيمو کې يې د چينې ډبرې (Caco3 ) ، د اوسپنې ډبرې ، مس لرونکي ډبرې ، جست لرونکي ډبرې ، کرومېټ لرونکي ډبرې پيدا شويدي ، د کروميټو ډبرو دايستلو قرارداد هم شويدی چې افغانستان دولت يې د کال ٦ ميليونه امريکايي ډالره گټه اخلي . په خوست کې لوى واړه ١٥ قومونه مېشت دي، چې په دې کې منګل، ځدراڼ، تڼي، صبري، ګربز، متون، لکڼ، عليشېر، تريزي، بابکرخېل، غلجي، اسماعيل خېل، مندوزي او ځاځي شامل دي. کلتور؛ په خوست کې په منظم ډول د ادبي او فرهنګي هڅو پيل له استقلال ادبي ټولنې وشو، دغه ټولنه په ١٣٧٦ کې د خوست په مرکز کې تاسيس شوه او له لارې يې په خوست کې ليکوالان، شاعران او فرهنګيان يو په بل پسې راپيدا شول او ورپسې د خوست د مرکز اړوند په لکڼو سيمه کې د محمدصديق روهي او عليشېرو ولسوالۍ کې د عبدالباري جهاني په نومونو ادبي ټولنې جوړې شوې، چې دا مهال په خوست کې ١٥ فرهنګي ټولنې شته او هره يوه يې د مشاعرو، غونډو، د کتابونو چاپ او بېلابېلو لارو خپل فعاليتونه کوي.په خوست کې د چنار په نوم کلنۍ مشاعرې هم له تېرو څلورو کلونو راهيسې پيل شوې دي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له کرښې هاخوا فرهنګيان او شاعران په کې ګډون کوي. په خوست کې دا مهال د مطالعې کولتور ډېر شوى او کتابتونونه هم ډېر دي، چې د خوست د اطلاعاتو او کولتور رياست او شېخ زايد پوهنتون پر لويو کتابتونونو سربېره يو شمېر فرهنګي ټولنې او مرکزونه هم توانيدلي، چې کتابتونونه جوړ کړي او د دې ترڅنګ په خوست ښار کې تر ١٢ کتاب پلورنځي هم شته، چې ګڼ شمېر کتابونه او مجلې په کې پلورل کيږي. په خوست کې د اطلاعاتو او کولتور په رياست چوکاټ کې موزيم هم شته، چې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ورته لرغوني اثار او ځينې عجايب راوړل شوي او په کې خوندي دي او دا مهال ٣٠٠ اثار په کې ثبت او موجود دي. په خوست ولايت کې تر ١٤ پورې د خطاطۍاو رسامۍ کورسونه شته، چې تراوسه يې ګڼ شمېر ځوانان په دې هنر کې روزلي دي او د خوست د ځانګړې موسيقۍ الات ډوول، سورنى او سرېنده دي، خو دا مهال په افغانستان کې د دود موسيقۍ ټول الات د هنري ډلو له خوا غږول کيږي او اوس اوس په خوست کې د سندرغاړو او هنرمندانو شاوخوا ١٣ ډلې شته دي، چې په ودونو، کوژدنو، اخترونو، د نوي کال او نورو ملي او تاريخي ورځو کې کنسرتونه ترسره کوي. اتڼ چې د هېواد ملي نڅا ده، د لويې پکتيا او په ځانګړي ډول د خوست د خلکو لرغونى دود دى. مشاهير ببرک خان ځدراڼ، مامور علي جان،سنک منګل، زلمی منګل، جلال الدين حقاني، سراج الدين حقاني، سيد محمد ګلاب زوى، شهنواز تڼى، پير محمد کاروان، محمد صديق روهي، مېرزا عالم حميدي، ګل محمد نورزى، شهزار لېوال، محمود سوما، سيدال شاه فولاد، محمدوليمندوزى، ميراحمد ګوربز ارکانحرب شیرمحمد کريمي. رسنۍ؛ خوست کې لومړنۍ چاپي جريده د غازي په نوم ده، چې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال له خوست څخه خپريده، يوه ګڼه يې د خوست په موزيم کې ساتل کيږي. د خوست دولتي راډيو په ١٣٦١ لمريز کال کې تاسيس شوه او د خوست تلويزيون په١٣٦٥ کال کې په خپرونو پيل وکړ. سولې پيغام په نوم په کې لومړنۍ خپلواک راډيو وه، چې د ٢٠۰٢ زيږديز کال له بدلون وروسته يې په خپرونو پيل وکړ، چې دا مهال په د ولس غږ، هيلو کاروان، کليد،چنار او نن په نوم ځايي راډيو ګانې د اېف اېم په څپو کې خپرونې کوي او دغه راز د غرغښت په نوم يو خپلواک تلويزيون هم شته، چې له تېرو شاوخوا دوه کاله راهيسې خپرونې کوي. خوست مجله چې دولتي خپرونه ده، لومړۍ ګڼه يې په ١٣٧٨ لمريز کال کې چاپ شوه او ورپسې د سمون، ژمنه، سوداګر، روغتيا، پيوستون مجلې دي، چې دا مهال له پيوستون پرته يې ډېرې نورې نه خپريږي.د مزل، بېړۍ، ګام، الماس، زانګو، ازانګه، غږ، الوېښ، غومبسه، اسلام غږ، مجاهد غږ، ځوان ځواک، زلمى، پرمختګ، مستربل، نوى ګام او يو شمېر نورې پرله پسې له چاپه راووتې، چې په دې کې هم ډېرې د لنډمهال لپاره وې او ځينې يې اوس هم چاپيږي. لومړنۍ ورځپاڼه د برېښنا په نوم وه، چې په خوست کې په خپرونو پيل وکړ، دا مهال د ملي احساس په نوم يوه دولتي ورځپاڼه هره ورځ له چاپه راوځي. خوست کې ملي تلويزيون، لمر، طلوع، اريانا، شمشاد او ژوندون تلويزيونونو خپرونې هم بروډکاست کيږي. ازادۍ راډيو، مشال، بي بي سي، ډېوه، ارمان، بيان او اراکوزيا راډيو ګانې په اېف اېم څپو کې خپرونې کوي. پوهنه؛ خوست کې دا مهال ٢٩١ ښوونځي دي، چې له جملې يې ١٤٣ لومړني، ٦١ منځني او ٨٧ يې ليسې دي. ټول ټال ٢٠٩٥٤٢ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ٧٥٤٣٢ يې نجونې دي او ٥٥١١ ښوونکي لري. دارلمعلمين١٠٦٠ زده کوونکي لري، ٢٠ يې ښځې دي او ٤٢ استادان لري. خصوصي ليسې١٣ ليسې دي، ٥٧٩٩ زده کوونکي لري، چې ٢٨٩ يې نجونې دي. ديني مدرسې؛ خوست کې ٢١ ديني مدرسې دي، ٣٤٠٠ طالبالعلمان لري، ١١٤ يې مدرسين دي او په دې کې يې ١٣ له له پوهنې رياست سره ثبت دي. پوهنتون؛ خوست پوهنتون، چې د شېخ زايد پوهنتون په نوم ياديږي، په ١٣٨١ لمريز کال کې تاسيس شوى دى.١٠ پوهنځي لري: ))طب، انجينري، حقوق، اقتصاد، ښوونه روزنه، ژورنالېزم، د ژبو ادبيات، شرعيات او کمپيوټر ساينس.((تر ١٣٩١ لمريز کال پورې، ٥٧٠٠ محصلين لري او ١٦٠ استادان، چې له پيله يې تراوسه ١٩١٥ فارغان ورکړي دي او دغه راز ٦٠ استادان يې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږلي دي. کرنه؛ دا چې خوست د دنګو غرونو په منځ کې پروت ولايت دى، خو تر څنګ يې د کرنې لپاره هم مناسبې او وړ ځمکې لري. که تر ټولو لومړۍ د دغه ولايت په غرونو او د هغو په حاصلاتو لنډه کتنه وکړو، نو ښکاره ده،چې د خوست غرونه، سون لرګيو د ونو تر څنګ مېوه لرونکې ونې لري لکه، ځڼغوزي)جلغوزي(، څېړۍ، ښوون )زيتون( ګورګورې، د مزرو سکري او چهارمغز، چې په دغو کې له چهارمغز پرته نو ټول يې په خپل په غرونو او بيدياوو را زرغونيږي او د هېچا له خوا يې پالنه او ساتنه نه کيږي او مېوو حاصل يې هم په کال کې يو ځل دى او دغه راز د خوست په کرنيزو ځمکو کې جوار، غنم، وريجې، مم پلي او سبزيجات ښه حاصل ورکوي، چې د دغه ولايت د لرې پرتو سيمو ډېرۍ وګړي په کرنه بوخت دي. لاسي صنايع؛ په خوست ولايت کې ډېرى لاسي صنايع د مزرو او پاڼو څخه جوړيږي، چې د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه کارول کيږي اوګټور تماميږي، لکه د ناستې لپاره پوزي،د لمانځه مصلې يا جاىنمازونه، د ډوډۍ ساتلو سوزي، د ډوډۍ خوړلو شکرونه، د سامان الاتو د انتقال لپاره پوني، کشري او ټوکرکي، لاسي ببوزي يا پکى، کړبان چې د کټونو په پوښلو کې ترې ګټه اخيستل کيږي او همدارنګه د مزرو له پاڼو د ځينو ماهرو کسانو له خوا د اغوستلو جامې، د سر خولۍ او څپلۍ هم جوړيږي.په يادو شوو لاسي صنايعو کې يواځې تر يوې کچې کړبان، پوزي او مزرينې څپلۍ د نارينه و له خوا جوړيږي او نور ټول يې ښځې جوړوي او په خوست کې تر ډېره ټول لاسي صنايع په ښځو پورې اړوند دي او خلک يې په زياته اندازه کاروي، همدارنګه شړۍ چې د پ