د وېنډوز سيون بک اپ اخېستل / نعمت الله خالد
هر وخت وایرس کولای شی، زموږ او ستاسو د کمپيوټر وينډوز او مهم معلومات کرپټ (له مېنځه یوسی) او د میاشتو – میاشتو زيار مو په اوبو لاهو شي، نو ولې د وينډوز بک اپ نه اخلو؟ چې له دا ډول ستونزو څخه د تل لپاره خوندي شو.
د دې کار ګټه به دا وې چې خدای (ج) مه کړه کله مو هم وينډوز کرپټ شی يا مو معلومات وایرس ووهي، له بک اپ څخه بيرته هغه پخوانی وینډوز او انسټال شوی پروګرامونه لاس ته راوړئ.
همدا شان که د وينډوز سره سره د هارډیسک د پارټيشن هم بک اپ اخلي، دا به ستاسو هر څه خوندي کړي خو دي ته د یو باندني (ایکسټرنل) هارډیسک ضرورت پیدا کېږي.
له هرڅه وړانډي
-
Click on Start, go to Getting Started and click on Back up your files
که مه چيرته په سټارټ مېنو کې یاد شوی کمانډ پیدا نه کړو بیا په اول نمبر (Run) کې Getting Started ولیکئ او انټر يې کړئ او له Accessories څخه يې انتخاب کړئ.
اوس پرې دلته کلیک وکړئ.
اوس ستاسو خوښه چې په کوم ډریو کې خپل بک اپ خوندي کوي، که مو د کمپیوټر هارډیسک لوی وي په هغه کې يې خوندي کړي که کوچنی وي بیا له اکسټرنل هارډیسک څخه کار واخلئ.
ستاسو بک به په یو څو دقېقو کې مکمل شي، زما کار ختم شو او ستاسو کار شروع.
.......................................
How can restore the back up windows 7
د لومړنیو لارښوونو مطابق په Back up your files کلیک وکړه او په نوی خلاصه شوې وينډوز کې لاندي Recover system settings or your computer پدي لینک باندی کلیک وکړه، نوی وینډو به درته خلاصه شی او هلته په Open System Restore باندی کلیک وکړه، په نوی پرانیستل شوی وینډو کې په Next کلیک وکړه، که له یوه څخه مو زیات بک اپ کمپیوټر کې وی بیا Show more restore points چیک مارک کړه او که همدا یو بک اپ مو وی بیا ورپسی Next کلیک کړه او پای کی په Finish کلیک وکړه ستاسو کمپیوټر به له اخیستل شوی بک اپ څخه ریسټور شی.
همدا شان که مو کله مکمل وینډوز ختمه شی، کله چی نوی ویندوز سیون انستال کوی له install Now څخه لاندی Repair your computer څخه هم کولای شی
له تاند په مننې