غیرت...لنډه کیسه
لیکوال...اسدافغان
سړي كوټې ته منډه كړه او د سترګو په رپ كې يې ټوپک را وباسلو دى قهرجن مالومیدو او داسې سور شين كيدو چې ته وا همدا شېبه ښامار چيچلى. په جینۍ پسې ېې سترګې واړولې خو نه ښکاریده
-څه شوه مورې؟دې سپۍ خو پوزه راپرې كړه.
مور ېې مخې ته ودریده او په وارخطایی یې ترې وپوښتل:
- څه خبره ده زویه؟خیر خو دى!
- خیر چیرته دی مورې دې كنجرۍ زما غيرت او مسلمانې خاورې ايرې كړه.
ـ اخیر څه کیسه ده؟
ـ ټول كلي كې چاته پورته نشم كتلى په خداى كه رانه د ژوند ډوډۍ وخوري.
خیر جینۍ ده پوهه به ېې کړم. -
سړي کور کې سترګې یو خوا بل خوا تاو کړي خو جینۍ یې تر سترګو نه شوه،کوټې ته ور روان شو،دروازه باندې ېې څو ځله زور وكړ خو خلاصه نشوه وروسته يې په څو زورورو لغتو لرګينه دروازه د كوټې منځ ته ورسوله.
خور يې چيغې وهلې ژړل يې او بې دريغه زارۍ يې كولې. خو سړي د يوې اوږدې ضربې سره د هغې بدن مړاوی کړ،کوټه کې چوپتیا واکمنه شوه او د جینۍ له بدن نری نری وینه په فرش روانه شوه.
سړي ایله د ارام ساه واخیسته او په ګړندیو ګامونو انګړ ته ووت،څو شېبې پس د جينۍ په سوري سوري بدن مور ور وغوړيده او د كورنۍ له نورو غړو سره يې ژړا او وير د کوټې دیوالونه لړزول.
سړي ټوپک كوټه كې كيښود او په زوره يې چيغه كړه:
چوپ شئ!ګنې تاسو هم پسې ورلیږم
دا كنجرۍ سپو ته واچوى،اخیر یې راسره د ډمو کار وکړ،.
.په خپله خوښه ميړه غواړې؟.
پای
2011-12-28
..............................................................
نظرونه
Ezatullah Shamszai
خوښه مې شوه. په دې موضوع د زرین انځور ګلونه او ګلوییونه او د وکیل شینواری یوه کیسه هم شته، خو توپیر یې دادی چې دا تر ټولو لنډه او د نجلۍ د انتخاب په اړه ده، هغه نورې دوه د مینې او تور په اړه دي. درې واړه کیسې د پښتني دودونو هغه ترخه واقعیتونه زموږ سترګو ته ودروي چې نه پوهېږم له کومې زمانې راهیسې راباندې تحمیل دي او په چاره یې نه پوهېږو.
......
Nasir Ahmad Ahmadi
ښکلې کيسه ده، پيل يې ډير له تلوسې ډک دی، لوستونکی نه پوهيږي چې دا دومره غوسه او ټوپک د څه له پاره؟ څه کيسه ده، څوک وژنې؟ خوندور پيل،داسي يو پيل چې مړاوي نه دی، حرکت لري، د تشريح په ځای هر څه په عملي توګه او په عمل کې ښودل شوي. زما خوښ شو.
......
Hanif Hairan
ډيره جالبه ده، قوي تلوسته لري، رښتيا هم خلک دې ته فکر وړي وي، چې سړی ولې جينۍ ولي، په پای کې په ډيره ښه بڼه څرګنديږي
......
Hijratullah Ekhtyar
رښتيا هم والله په زړه پورې کيسه ده، پيل يې هم په زړه پورې دى و پاى يې هم ډېر لوى پيغام لري، درد هم لري، واقعيت هم لري، انځورونه يې هم خوځنده دي، لنډه هم ده په ټوله مانا مې خوښه شوه، رب دې نور توفيق هم درکړي.
Syed Shah Saqeem
ډېر په زړه پورې والله
Hafiz Hamim Jalalzai
ولا ښه کيسه ده خوښه مې شوه خو که وروستۍ جمله(( په خپله خوښه مېړه غواړي )) که په يو بل ډول ويل شوې وای ، داسې چې دغه مفهوم يې هم رسولای شوای او د ناموس، ننګ او غيرت د دوديزو مفاهمو نور احتمالونه هم پکې وای لا به خوندوره شوې وای ځکه بيا به يې لوستونکی نور هم بوخت ساتلای وای. زه کيسه ليکوال نه يم خو همدغسې شيان مې خوښېږي چې فکر ته مې وهڅوي ، مګر دغه کار زه نه پوهېږم په کيسه کې جواز لري کنه؟
Sadiqullah Afghan
رسمونو روااجونو او بګړو له برکته _ دازړونه په کوګل کي په لړزه دي
Saifullah Maftoon
ډيره ښكلي او په زړه پوري كيسه وه الله دي وكړي چې له له خپلو ګوتو قلم لري نه كړي او نور څه هم وليكي زما په خيال يوازي دا لاره راته پاته ده چې دقلم له لاري خپل وطن او ټولني ته خدمت وكړو په ګوتو مو بركت شه افغان صيب الله دي توفيق دركړي چې نور هم وليكي.
Abdul Sammy Noori
ډیره په زړه پوری او د واقیعتونو انځورونکی کیسه ده، الله په قلم کښی نور هم برکت واچوه اسد جانه!! ستا د لا بریاوو په هیلم
Neakmal Zazai
ډیره ښه کیسه ده ګرانه ، زرین خیالات او په ښکلي مطلب مو کار کړی دی
لا مو بریالیتوب غواړم
Ziaurrahman Habib Spineghar
ياره ډېر ښه ډېره ښکلي پنځونه دي کړي ښکلا او ښه والي يي ټول په پيغام او لنډون کي دي خو له ډېرې تلوسي هم برخمنه ده وروره زما په خپل ليد لوري سره څه خاص لويه نيمګړتيا خو پريږده کوچني به هم ونه لري تاند اوسي وروره
Aurangzeb Yousafzi
ډیر زړه پورې ؛؛ ډیره مڼنه.
Abdul Jabar Andar
ډېره خوندوره ليکل شوې، تلوسه په کې ډېره ده او د افغاني ټولنې يوه ناوړه فکر ته دې په کې اشاره کړې ده. زما خوښه شوه فکر او قلم دې دواړه تاند و اوسه
Shereenyar Yousafzai
د قلم او تحریر پۀ میدان کښې دې د لوړ مقام نخښې څرګندې دي.پښتو ته دا وخت د معیاري نثر ډېر ضرورت دے.د دغه لنډو قیصو د مجموعې تابیا هم کوه،مونږه سترګې پۀ لاریُو.د فېس بک لۀ لارې د دغه پېرزوئېنې ډېره مننه
Ezatullah Adib
افغان صیب قیصه مې سر تر پایه ولوستله او ډیره مې خوښه شوله ځکه چې زمونږ د ټولنې نا خوالې پکې انځور شوې او پای یې رښتیا هم دردونکی ده........په قلم دې برکت شه افغان صیب
Said Eisa Sadat Shinwari
ډیره په زړه پوری او د پند نه ډکه کیسه رښتیا هم زمونږ په پښتنی ټولنه کی داسی جاهله خلک شته او په خپلو لورانو او خوریانو باندی ظلمونه کوی په اسلام کی جینی او هلک ته دا اختیار ورکړل شوی چی په خپله خوښه د ژوند ملګری انتخاب کړی
ښایسته کوچۍ
ماشاالله ډیره خوندوره او له پند نه ډکه کیسه مو راسره شریکه کړی الله دی اجر در کړی او قلم دی نور هم تاند غواړم . خو دا یو حقیقت دی په پښتنو کی هیڅ ښځینه یا نارینه دا جراءت نشی کولی ځکه چی دا رنګه ستونزی رامنځ ته کیږی. د قرآن او حدیث له م...خی هم دا ویل شوی دی چی هر څوک کولی شی په خپل زړه یو کس د ژوند د تیرولو لپاره چی په اسلامی بڼه ښکلی او جایز وی او تر قیامته ورسره وی داسی نه چی دا اوسنی کارونه د ماشومانو دی چی اخر پای یی د طلاق په برخه وی . او بل دا چی پخوا همدا ډول دودونه او رواجونه وو اوسی دا کیسی نشته هر سړی په خپل سر روان دی اخر پای یی د جدایی سبب ګرځی او په کورنی هم ستر خپګان رامنځته کړی
Abdul Khalil Stanikzai
مننه افغان صیب، شته داسې کسان چې بیځایه غیرت ورځنې عقل سلب کړی دی او چور لیوني يې ور څخه جوړ کړي دي! چې البته زه دغه شان عمل ته غیرت نه، بلکه مخالف د قرآن او حدیثو یې بولم... او له الله (ج) څخه ورته هدایت غواړم.....
بیا هم مننه ښه کیسه وه خوښه مې شوه !
الله (ج) د تر ډیره لره...........
Abdul Hadi Hadi
اسد جانه که زه ستا پر ځای وای نو پای مې غوټه پریښوده،دا به لا ښه وه چې لوستونکو په خپلو کې پرې تبصرې کړې وای چې پلار به نو څه کړي وي، همدا چې پلار له توپک سره خونې ته ورننوت ، نور باید کیسه ختمه وای،دا کار به د لوستونکو له فعالولو سره مرسته... وکړي چې خپله کیسه سره تکمیله کړي. اوس د کیسې تر لوستلو وروسته د لوستونکو له پاره د لوستې کیسې په باب د نور سوچ کولو او تبصرې کولو چانس له منځه تللی.اوس ستر نړیوال کیسه لیکوال همداسې کوي چې لوستونکي د ورځو ورځو او ان میاشتو له پاره له ځان سره وساتي.
Lala Battanwal
د يوې ټولنې اوښتون د ليکوالانو دزيار او زحمت برکت دئ ، وګورۍ د فیس بوک له برکته په نړۍ کې څومره بدلون روان دئ اوهمدا احساس لرونکي ليکوال دي چې په يوځاي کې داخبار پرمخ ، بل ځای په يوه اونيزه ، راديو، فلم ، يا کتاب پرمخ دټولنېې نيمګړتياوې په ګوته کوي چې په نتيجه کې اصلاحات راوړي ، اسدجانه ښکلې ليکنه مو کړې قلم موتاند اوپه نیک مرام مو برکت ، بريامو زمونږ ارزو ده
Emal Pasarly
موضوع يې تکراري ده، البته تکرار ښايي عيب نه وي خو چې کوم نوى اړخ پکې موندل شوى وي، د هميم جلالزي وړانديز به کيسه له سپينې مامدينې راوباسي، او د دوى له خبرې سره سم به لوستونکى فکر کولو ته اړ باسي. حتى که مکالمې نه هم واى بيا به هم څه ترې نه واى کم شوي