پیغور : لنډه کیسه
لیکوال : اسدافغان
د موټر له بریک سره له سرک خړې دوړې پورته شوي او ودرید،څو تنه عسکر چې شاوخوا ولاړ و ترې راتاو شول،
فلاینګوچ موټر کې د نننه چوپتیا خوره وه،سپرلیو یو خوا بل خوا مخونه تاوول راتاوول، سیټونه کې بوډاګان ښځې ماشومان او هر ډول خلک ناست ول
عسکرو شېبه وروسته تالاشې پیل کړه ټول کسان ېې له نظره تیر کړل،شاته ېې څو غوټې وپلټلې،چت باندې بوجۍ ېې یو خوا بل خوا کړې او اخیر ېې د چوکیو لاندې په کڅوړو کتلو شروع وکړه ،
دوی لا په پلټلو بوخت و چې یو سرتیرې څو متره په شاه منډه کړه او چیغه ېې کړه:
هلئ بم دی!!
ورسره نږدې عسکرو هم د ټوپکونو خولې د موټر په خوا راتاو کړې او موټر ېې تر محاصرې لاندې راوست،
سپرلیو کې ځینو ماشومانو او ښځو چیغې وهلې او ویر ماتم ېې کوه،
ښه شیبه وروسته څو سرتیرې د موټر پر خوا ور رهې شول او یو تن ته ېې اشاره وکړه،هغه پاڅید خو سرتیرې د سیټ لاندې بوجۍ اوچتولو غږ پرې وکړ،سړې بوجۍ نه اوچتوله خو سرتیرې وګواښه او مرمۍ ېې ورته تیره کړه،
سړی وډار شو او بوجۍ ېې له موټره را کوزه کړه،یو تن سرتیرې شل پینځه ویشت متره لرې پرې یوړه او د کیښودو امر ېې پرې وکړ،
سړي غوښتل بیرته موټر ته ستون شي خو څو ګامه له نه و تللی چې عسکرو پرې د کنداغونو،سوکانو او لغتو باران جوړ کړ،سړی يې په څو شیبو کې په داسې حال کړ چې ته وا ټول عمر ېې وهل خوړلې،
یو عسکر لاسونه شاته وروتړل او بل پرې خړه کڅوړه واغوسته،دریم سرتیرې په ګیډه کې یوه لغته ورکړه او ویې ویل:
دومره نر ېې چې په ما بمونه تیروي.اوس به دې خوښ شم،
بندي چیغه کړه:
په خدای که به دا غوټه زما وي،ما سره خو هیڅ نه و.
سرتیرې پرې د سوک ګوزار وکړ او ویې ویل:
چوپ شه د سوډر بچیه! هر یو اول ستا غوندې قسمونه کوي خو چې وهل وخورې خپله به ېې ومنې.
بندي همداسې زاری کولې، ژړل ېې او د ځان سپیناوي هره ممکنه هڅه ېې کوله،خوڅو شېبې وروسته رینجر موټر کې پروت و او د نږدي پوځې هډي په طرف ېې روان کړی و.
سرتیرو پاتې موټر هم تالاشې کړ او سپرلیو ته ېې د تګ اجازه ورکړه.
د جلال مخې ته سیټ اوس خالې و او ده ورته په موسکې نظر کتل له ځان سره ېې څو ځله دا جملې تکرار کړي:
تره زویه هر وخت به دې د پلار پیغورونه راکول، که قاتل یې مالوم وای ما به یې وختې سر شیندلی وای،
خو ته مې داسې د سریښو ډنډ کې بند کړي چې خلاصون د ترې ډېر سخت دی
هې د نامرد ځویه د پيغورونه سره ستا څه؟
پای
۲۰۱۱.۱۱.۱۴
---------------------------------------------
نظرونه
Hijratullah Ekhtyar
ښه کيسه ده، ما تمه درلوده چې په بورۍ کې به بم نه وي، پوليس به هسې ترې وېرېدلي وي، د جلال مخې ته سېټ کې ناست د تره زوى يې او دا مسئله ورته د جلال له خوا جوړول بيخي يو دمي غوندې په کې راغلي دي، يانې لوستونکى کيسې ته د داسې پاى تمه نه لري.
په کيسو ډېر پوهېږم هم نه؛ خو فکر کوم دا به د کيسو يو غوره پاى وي، ځکه لوستونکى اړ کوي چې يو ځل بيا کيسه له سره ولولي، فکر پرې وکړي. بريا دې غواړم.
Irshad Raghand
ډېره ښايسته کيسه ده افغان صيب،له روانو حالاتو سره برابره،جملې دې ډېرې ښې کارولي،لنډې دي،خو ښه ماناښندي،هيله ده خپلې دا هڅې وغځوي او همداسې ښايسته نورې کيسې راباندې ولوروې.
ښه کیسه وه
یعنې ددې کیسې اصلي مطلب کینه او بغض وو
اول خو ما هم د تلاش صیب غوندې دا فکر وکړو چې په بوجۍ کې به بم نه وي ځکه زمونږ و ستاسو پولیسان خو دي همداسی په هسې ناحقه خبره به یې توت ته خیځولی یې
خصوصا زمونږ دولت دوه سترګې لري یوه جوړه ب...له ړنده که ړندې سترګې ته یې برابر شوې ټوله دنیا به دې ورانه کړي وي خو چټ پټ به ګرځې او که خو یې جوړې سترګې ته مخامخ شوې په یوه دانه نخود به په رڼا ورځ د اسمان ستوري درباندې وشمیري خیر کیسه مو ښه کیسه وه .
مننه
ډېره خوندوره کېسه وه ډېره په خوږو عبارتونو ليکل شوې وه په قلم دې برکت شه.
اسد افغان
ډیره ښکلي لڼده کیسه ده خو که همداسي په زړه پوري کیسی د هیوادولو سره شریکی کړی او ټول لیکوالان داسي ښی کیسی پر لیکه کړي وایم دا به دژبی لپاره یو ښه خدمت وي ژوندي اوسي ..په درنښت
ښکلې کيسه ده، په تيره بيا ژبه يې ډيره سوڅه ده، ډيالوګونه يې هم لنډ دي. لنډ ډيالوګونه طبيعي ښکاري، ځکه په ريښتيني ژوند کې هم خلک لنډې لنډې خبرې کوي. زما خوښه شوه. پای يې هم ښکلی دی. ښه کيسه هغه ده چې د کيسې پای د لوستونکي د توقع خلاف وي. په دې کيسه کې هم همدا کمال شته. الله مو کاميابه لره.
ډیره عزتمنده اسد افغان وروره دلیکل شوي کیسې څخه مو یوه نړۍ مننه ،مننه ددې له خاطره چې زمونږ دټولنې اودخلکو تر منځ دکینې او دوښمنیو هغه پټه څیره چې زمونږ تاسو دځینو افغانانو اصلي او واقعي څیرې را ښکاره او بربنډې کوي په لنډه او روانه دکیسې په... ژبه مو لوستونکو ته وړاندې کړي ده . دبلې خوا ستاسو په لنډه کیسه کې دلر او بر پښتون دخپل منځي دښمنیو اودغچ اخیستلو هغه وخشتناکه تصویر تاسو رابرسیره کړي دی چې دپښتنو په سیمو کې په اکثریت واقعاتو کې حتی په وادونو او بې ګناه خلکو دډرون حملې کیږي او ددغو حملو دکوردیناتو ورکولو اجنټان او راپورچیان تل زما او ستا په منځ او څنګ کې راسره ژوند کوي ددې په ځای چې دورورۍ ،عزیزۍ اودیو بل دسهوو دمعافۍ په ځای دظلم اوغچ اخیستلو فکر او خیال په سر کې ګرځوو ځکه خو هم پښتانه وایی چې اور هر وخت سړی دخپلې لمنې اخلي او یا هم داچې هغه ونې چې ویلي دی چې ( نه به لنډیدلم که تبر لاستی مې نه وای دخپلې ... ) چې دا په ډیر تاسف او افسوس سره په تیره بیا پدې اخرو څو لسیزو کې زما اوستا دقوم لویه بدبختي او هم لویه کمي ده الله پاک دا دنیکې او سمې لارې هدایت رانصیب کړي . په لاس مو درد مه شه ،په قلم او ځوانۍ مو برکت شه . دلازیاتو بریالیتوبونو په امید. راته ښاد ،اباد ،سرلوړی او سلامته اوسې . په ډیر درانښت
ښه کیسه وه اظافه خبرې پکې نه وې او نثر یې هم دیر ښه و لیکوال ته یې لا بری غواړم دنورو کیسو دلیکنو په هیله
محمدالله کمال
د کیسې پای رښتیا هم د لوستونکي له توقع سره سم نه و، ډېره ښکلې او په زړه پورې کیسه وه، په کیسه کې د پښتنو تر منځ د تربګنۍ زهر ښه په کې واضح شوي وو، رښتیا هم همدغه غم دی چې پښتانه کله په یوه او کله په بل نامه وژل کېږي، تړل کېږي او ورکېږي، ځکه... خو وایو خپله لاسه ګله لاسه! د پښتنو تر منځ پیغورونه او یو له بل سره بې ځایه ضد دغسې ناوړه حالات ورباندې مسلط کړي دي.
اسد ګرانه په کیسه لیکلو کې دې ډېر زیات پرمختګ کړی دی، ستا د پخوانیو کیسو او اوسنیو کیسو تر منځ ډېر زیات توپیر دی، پخوانۍ دې اوږدې ستړې کوونکې او تر یوه حده فلمي وې، اوسنۍ دې واقعاً چې د ښو ذوقونو د خړوبولو له پاره دي، په قلم دې برکتونه شه!
Wasil Faizi
کیسه لنډه ده، ډیالوګونه یې هم لنډ دي چې د احمدی صیب په خبره لنډ ډیالوګونه په لنډې کیسې کې خوند زیاتوي او خلکو ته لکه د رښتوني ژوند ښکاري.
هغه څه چې ما په دې کیسه کې نوټ کړل چې کیسه له سره تر پایه په یو سرعت روانه ده! افغان صیب کولی شول د کی...سې د منځ په برخه کې یا په هغې ځای کې چې کیسه اوج اخلي حیاجان او لېوالتیا لا زیاته کړي چې دې کار به د کیسې خوند لا هم پسې زیات کړی وای، لکه په دې ځای کې چې وايي:
(سپرلیو کې ځینو ماشومانو او ښځو چیغې وهلې او ویر ماتم ېې کوه ....)
په دې ځای کې افغان صیب تاسو کولای شول حیاجان لا پسې زیات کړۍ! دا جمله په جاري ماضي کې لیکل شوې، خو که دا مو په ساده ماضي کې لیکلی وای زما په خیال ښه به وو، لکه:
( په سپرلیو کې ښځې او ماشومان هم وو، چیغې شوې، ویر او ماتم جوړ شو .... او نور ) البته دا مې یو مثال وړاندې کړ.
افغان صیب! زه په کیسه لیکنه یا پوهنه کې کومه خاصه تجربه نلرم، خو بس په کومه کیسه کې چې کوم څه راته تت ښکاره شي وایم یې! البته کېدای شي زما نظر تاسو ته د منلو وړ نه وي.
په مینه
شمله خانه
کيسه مي له خواشني او د زړه له وينو سره تر پايه ولوسته، خفه يې ډېره کړم
ډېرو کليوالو په خپلو تبصرو کي ليکلي سي که يې پای بل وړ وای ښه به وو خو دغه د لوستونکي هيله وه سي دا بې ګناه پښتون بچ سي د اغيارو له پنجو چي، داسي هيلي هره ورځ لرو کله ...سي خپل کلي ته ګورو او خپل کليوال وينو سي څرنګ بې جيه تر تېغ تېرېږي
خو په حقيقت کي د موږ د کليو زوندونه داسي روان دي لکه په دې کيسه کي سي بيان سوای. له نفرته ډک، د سر دښمن م اول ورور ده بيا توربور بيا کليوال. که م خور ميدان ته را اووته هغه م بيا تر ټولو غټه د سر دښمن ده، بې ابه کېږي بې عزته کېږي سنګسار کېږي
افغان خانه، مننه دي وي سي د موږ د کلي يو له پېښو چي م د کيسې په چوکاټ کي انغښتي را واوروله