د ماشوم د ورځې په مناسبت یوه لیکنه
محمدالله کمال
د ماشوم زور
وايي کله چې حضرت موسی علیه سلام د فرعون ږیره وشکوله نو فرعون په قهر شو او ویې غوښتل، موسی علیه سلام چې هغه مهال وړوکی ماشوم و له منځه یوسي، خو حضرت آیسه چې د فرعون ښځه وه، دده د قهر او غوسې په سړولو کې را منځته شوه او ویې ویل چې دا ماشوم دی او په هېڅ نه پوهېږي، خبره ټولو ته څرګنده ده چې بیا فرعون د امتحان په دود په دوو لوښو کې په یوه کې سکروټې واچولې او په بل کې مرغلرې او نور زېورات.
موسی علیه السلام د خپل ماشومانه ذهن له مخې د سکروټو پر ځای مرغلرو ته لاس ور اوږد کړ خو پر دې مهال د الله په حکم یوې ملایکې دده لاس سکروټو ته ور ټېل واهه چې په دې توګه یې سکروټې په وړو منګولو ونښتې او بیا یې خولې ته یو وړې، چې په دې ډول دی بیا د ژوند تر ډېره وخته نیمژبۍ و.
دا کیسه او دې ته ورته نورې کیسې له ماشومانو سره شوې دي، خو که وګورو ځواک په چا کې دی؟ په فرعون کې که په ماشوم موسی علیه السلام کې؟
د ژوند کیسې ډېرې دي، موسی علیه السلام لوی شو او فرعون چې د خدایی دعوه یې کړه وه را وپرځاوه، دې ټکي ته پام وکړﺉ.
هر کله چې تاسو یو ماشوم ګورﺉ، نو کمزوری یې مه ګڼی، د هغه په لاس او په ذهن کې دومره زور دی چې سبا تاسو را وپرځوي.
د افغانستان د نن ماشوم د سبا ورځې موسی کېدلی شي، چې د جبر او زور ټول فرعوني طاقتونه را نسکور کړي.
په دې خبره تاریخ ګواه دی، چې د نن د هر جبر زور د ننني ماشوم په ذهن او مټو کې دی، نو اې پلاره، اې مورې، اې ښوونکیه! د الله تعالی په دې ستره نړۍ کې د خپل ماشوم له پاره محدودویتونه مه دروه، د هغه هیلو او ارزوګانو ته غوږ کېږده او په نېکه لاره یې رهنمايي کړه.
که ته خپل ماشوم ته د سوک څپېړې ځواب ورکوې، نو په ډېر نږدې مهال کې به خپل غچ له تانه واخلي، دا افغانستان دی او د غچ اخیستلو یوازینی ډګر.
پام کوه! خپل ماشوم ته داسې احساس ورنه کړې چې ګویا ته یې دښمن یې، چې ته یې بدبین یې، که غواړې چې له یوې شوخۍ، یوې ناوړه خبرې او یا هم ناوړه ګرځېدو را ګرځېدو څخه یې را واړوې، نو د هوش او فکر نه کار واخله.
ستوغه ژبه مه ورته کاروه، ستوغې خبرې مه ورګرځوه، او د هغه هرې پوښتنې ته داسې ځواب ورکړه لکه همدا اوس چې له تانه موسي ع پوښتنه کوي.
څېړنو او ګروېږنو دا ثابته کړې ده چې د نړۍ هر بدوکی او بدمعاش په تېر ژوند کې له چا نه آزار لیدلی دی، له چانه یې وهل ډبول خوړلي دي، هغه ښايي یو پلار وي، ښایي یوه مور وي، ښايي یو ښوونکي وي، او یا هم د ټولنې کوم بل فرد وي.