نوروزخان منگل بمقابله شاهد خان اپریدی / مطیع الله عابد
خوب وینم عالمه که يې څوک راکړي مانه. خوب وینم عالمه چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د ایبټ اباد په میدان د کرکټ مسابقه پیل کیدونکې ده.د میدان چارچاپیره په زرهاو خلکو تماشې ته راغلي دي. د دواړو ټیمونو کپتانان د شیر خط کولو دپاره د میدان منځ ته راوتي دي او د ریفري په مخکی یو بل ته لاس ورکوي.
د افغانستان کپتان د منگلو نوروزخان دی او د پاکستان کپتان د اپریدو شاهد خان دی او میدان د پاکستان ایبټ اباد.
نوروزخان منگل شاهد خان اپریدي ته لاس ورکوي او ورته وایي.
نوروزخان : شاهد خانه وروره ستړی مه شې.
شاهدخان: تاسو ستړي مه شئ زموږ وطن ته خو تاسو راغلي یې.
نوروزخان:دا څه واېې وروره زموږ وطن څه مطلب؟ دا زمکه چې زه او ته پرې ولاړ یو. دا زموږ د دواړو د شریک وطن برخه ده.
شاهد خان :لالا زه خو کراچۍ کی لوی شوې یم او د تل مې پاکستان ته خپل وطن ویلي دی.تاسو د کوم وطن خبره کوئ ؟.
نوروز خان:لالا هم راته وایي مشر ورور مې هم منې . خو وطن دې رانه بیلوې. دا څنگه وروري شوه ؟.
شاهد خان:وروري به کوو. خو حساب ترمنځه. زه د پاکستان یم او تاسو د افغانستان او همدا ستر حقیقت دې.
نوروز خان: حقیقت خو دا دې چی ته هم پښتون یی او زه هم پښتون او وینه خټه او هډ مو سره یو دی.
شاهد خان: زه دلته د یو پښتون په توگه نه یم راغلی بلکې د پاکستاني لوبغاړي په توگه ستامخې ته ولاړ یم. زه د پښتنو د ټیم کپتان نه یم .بلکې د پاکستان د ټیم کپتان یم.
نوروزخان: ته په دې خوشاله یی چی پاکستان د خپل ټیم کپتان کړې یې. خو گورې نه چی یوازې بیټ ېې لاس کې درکړېدی . توپ او ډنډې خو اوس هم بل چا په لاس کې دي.
شاهدخان: زه دلته د هرڅه واک لرم. ماته ېې د خیبر پښتونخوا نوم راکړیدې. ما ته یی پښتو تلویزون جوړ کړېدی . ټیم کی یونس خان لرم عمر گل لرم جنید خان لرم.
نوورزخان. افسوس دې وروره ستا په دې خوشالۍ باندې. ټوله وطن دې په یوې کپتانۍ وربخښلې دې. ستا د تربیلې په برق د گوجرانولې کورونه رڼا دې ، ستا په دره ادم خیل کې اپریدی د لالټین رڼا ته ناست دي. هغه لالټین چی تیل پکې لاهوریانو اچولي دي. ستا په اوبو د گجرات کارخانې چلیږي او د سوات خلک دې نهار گرځي. ستا په خولو باندې د اسلام اباد سړکونه پړق وهي او ستا د تیراه مریض په دریو ورځو کی کوهاټ ته خپل مریض رسوي.
شاهد خان:لالا ته هم یوازې دې کرکټ ته خپله ټوله توره وایی . چی دلته ایبټ اباد ته یی موټر کې رالیږلئ یې. ستا په نوم نور طیارو کی گرځي او ته د موټر چکر ته خوشاله یې . ته ځانته د افغانستان اکثریت وایی او پارلیمان کې دې خلک په اقلیت کی هم نه شماری.ته ځانته د میرویس او ابدالی بچی وایی او دربار کې د کلکاني او شاه شجاع خبر اوریدل کیږی. د نورو بلډنگونه او هوایی شرکتونه خو په څو هفتو کی جوړیږی .ستا د غازی امان الله خان میدان دپاره پیسې نشته . په اول خط کی ستا عسکر سر ورکوي او د مارشال خطاب بل چاته ورکول کیږی. ته په دې خوشاله یی چی د افغانستان دکرکټ کپتان یی. نوروزخان منگل یی .خو گټې نه پس هوایي میدان ته درته یوازې ځدران او منگل راروان وي. نوم افغانستان ته گټې خو افغانستانیان درنه خبر هم نه دي.
نوروزخان منگل. دا شپیته اویا کاله شوو. موږ دواړو د بل چا دپاره خوله او وینه تویه کړیده. زما سودا په بالاحصار او قندهار کی پښتون گلبدین او عمر د پښتون بابر او شیرپاو سره کړیده او ستا په نوم ولی خان او صمد خان د کابل نه مراعات اخیستی دی او بیا د همدوي بچو د پنجاب نه د پاکستان د وفادارۍ میډالونه د امتیاز ستوري په غاړه کړیدي . . ته به وایی چې ایوب خان او غلام اسحاق خان جمهورریس لرم. ډاکټرقدیر خان اتوم بم جوړ کړیدې. عمران خان ورلډ کپ گټلی او تا ورته بیرغونه رپولي دي. خو لږ خپل حال ته وگوره. د ایوب خان بچی د چا سره ناست دې. اسحاق خان د ضیا الحق دپاره منډې وهلې او شاهد خان به ېې د مصباح الحق دپاره وهي.ه. د قدیر خان سره کومه کانه و شوه او څنگه د ولس مخې ته مخ تورن وړاندی شو. عمران خان پسې دې څومره خانان روان دی. او تا سره د بمبئ په میدان کی گیلاني څه ډرامه وکړه.
شاهد خان :لالا داحسابونه که شورو کړو نو تاسو هم ډیر ځل خطا وتلي یاست. زموږ جرنیل تاسو ته ضیا شوېدې.زموږ کرنیل تاسو ځانته امام کړېدې. د اسلام اباد غلام د کابل خان شوېدې.ستا روزنه خو هم د کبیر خان په ځایی د بل په لاس شویده.
نوروزخان:نو راځه چې ځان د لاهور د تخت او اسلام اباد د بخت نه خلاص کړو .ته راشه خپل وطن ته . یونس خان،جنید خان او عمر گل دې هم راوله.حمید حسن به درته بال وولي ته پرې شاټونه وهه.
شاهد خان : نو لالا ته څه وایی چی زه د ایبټ اباد په میدان یو بله هنگامه جوړه کړم. دا ښار بیا د دنیا د تماشې کړم. دا سپین زرغون کمیص خطا کړم او ستا تور سور زرغون بیرغ لاس کی واخلم. ته غواړې چی دې ښار نه یو بل باغی ونیولې شي او د اټک اوبو ته خطا شي. گوره لالا موږ ډیرو سیلابونو ځپلي یو. د نورو انقلابونو زور نه لرو. ته خپله ترخه ښوروا خوره ، زه دې خپلو دالو سره خوشاله یم. داسې نه شي چی نه د دین شو نه د سادین . راځه چې لوبو شورو کړو.
نوروزخان. موږ به څه یو او لوبه به مو څه وي. لوبې خو وخت راسره کړیدي .دې نه به د تاریخ ستره لوبه څه وي چې منگل او اپریدی ېې یو بل ته د ایبټ اباد په میدان مخامخ کړيدې. دا د ایبټ اباد لوبه پکی بله سهي. وایه شیر که خط .
شاهد خان: لالا موږ خو تیرو سلو کالو نه د تور خط غلامی کړیده او زه ېې تا نه جدا کړې یم .اخوا شیرپه تاسو گیډران در خوشې کړیدي او خپله ېې هډوکي خرڅوي. زما په قسمت خو همدا خط رسیدلې دې . واچوه .خو ناڅاپي ریفري د دوي د لاسه سیکه واخیسته.او نوې فرمان یې ورته واوره. چې ایبټ اباد کې حالات ښه نه دي. دا لوبه به اوس اسلام اباد کی کیږي. نوروزخان او شاهد خان بیرته د میدان ته ووتل او دخپلې لوبې د بل پړاو دپاره اسلام اباد ته روان شول. د دوی د قسمت فیصله به بیا اسلام اباد کې کیږي. هغوي اسلام اباد ته روان شول او زه د خوبه
راویښ شو
تاند ډاټ کام