ليکوال: دوکتور يوسف قرضاوي
ژباړه: جبار فراز
پوښتنه: آيا پر جورابو مسح جايزه ده؟
ځواب: پر جورابو مسح په هغه صورت کې روا ده چې تر بشپړ اودس وروسته په پښو شوي وي. د اودس تر ماتېدو وروسته د دويم اوداسه د تازه کولو پر مهال د پښو د پرېمينځلو پر ځاى يوازې بايد پر جورابو مسح وکړل شي. د پښو دغه ډول مسح د مقيم لپاره تر څليرويشتو ساعتونو او مسافر لپاره تر درېيو ورځو پورې جايزه ده.
دا کار په تېره د ژمي په شپو ورځو کې، چې د جورابو ايستل او په يخو اوبو د پښو پرېمينځل ډېر ستونزمن دي، اودس آسانوي او په دې هم پوهېږو چې اسلام د آسانتيا دين دى، نه د سختۍ او ستونزو.
پورتنى مطلب له لسو تنو اصحابو څخه روايت شوى او ټولو يې پر جورابو د مسحې کولو فتوا ورکړې ده. ځينو فقهيانو پر جورابو د مسحې کولو لپاره يو شمېر سخت شرطونه ايښي دي، لکه: ١- جورابې بايد داسې وي چې سړى تګ په کې وکولاى شي(موخه يې چرمي جرابي يا چاروغي دي). ٢- په جورابو کې بايد د درېيو ګوتو په اندازه يا تر دې زيات سورى نه وي. دغه شرايط له سره په سپېڅلي نبوي سنت کې ريښه نه لري او د دغو ټولو چارو تر شا د آسانتياراوستلو موخه ولاړه ده... دا چې اصحابو دغسې فتوا ورکړې، نو د هر مسلمان لپاره روا ده چې ګټه ځنې پورته کړي. نن سبا ډېرى خلک د سختيو او ستونزو له امله تر لمونځ پښه اړوي، چې ډېر ځله يې سرچينه بوټونه او تنګې جورابې وي، او د هغه چا لپاره چې د قوي هوډ او ايمان څښتن نه وي د اودس پر وخت د بوټو او جورابو کښل ورته ستونزمن وي.
نو که موږ هغوى ته ووايو چې که مو جورابي تر بشپړ اودس وروسته په پښو کړي وي، په بل اودس کې يوازې پر جورابو مسح وکړئ او د پښو پرېمينځلو اړتيا نه شته، کار ډېر ورته آسانېږي. ما خپله دغه کار تجربه کړى او په زياتو نننيو مسلمانانو کې مې يې مثبت اغېز ليدلى دى.
د يو اسلامپوه يوه مهمه دنده دا هم ده چې له خپل توان سره سم خلکو ته آسانتيا رامنځته کړي او د خپل وخت شرايط په پام کې ونيسي. زما تګلار په حقيقت کې په هغو چارو کې د آسانتيا راوستلو او مراعت پر بنسټ ولاړه ده چې دين په پراختيا ورته قايل دى. ما دغه سبک په لاندنيو دوو دليلونو خپل کړى دى:
لومړى: ځکه چې آسانتيا راوستل زموږ د شريعت اروا او دين بنسټ دى، دغه راز الله پاک د پاکوالي يا طهارت په آيت کې خپلې خبرې پر دې وينا پاى ته رسوي:
...مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.
مائده: ٦
(الله نه غواړي پر تاسي يې سخته ونيسي، مګر غواړي تاسې پاک او خپل نعمت درباندې تمام کړي، که تاسې شکر کښونکي ياست.)
خداى تعالى د روژې آيت هم په دغه وينا پاى ته رسوي او فرمايي: (يريداللهُ بکُم اليُسر و الا يُريدو بکُمُ العُسر) (الله تاسې ته آساني غواړي او ستاسې لپاره سختي نه غواړي.)
دويم: خلک په داسې وخت کې ژوند کوي چې فتنې بېخې په کې زياتي دي، نن د ديندار کس حال هغه چا ته ورته دى چې د اور سکروټه يې په لاس کې نيولې وي. موږ بايد د دين او اسلام پر لوري د وګړو راکښل خپله وظيفه وبولو، نه دا چې هغوى له دينه کرکجن او زړه توري کړو، ځکه طبعاً سختګيري له دين څخه د نفرت او آسانګيري د مينې لامل ګرځي... هر څوک چې خلک له دينه خواتوري کوي، د الله تعالى په وړاندې د مسووليت يو ډېر دروند پېټى پر اوږو باروي.
له همدې کبله ټولو مسلمانانو ته وايم: اسلام يو آسانتيا راوستونکى دين دى، او هېڅ ډول سختي او ستونزه په کې نه شته. الله جل جلاله سختي او کړاو له دې امت څخه ايسته کړى او په هېڅ ديني کار کې يې سختي نه ده ځاى کړې.
هغه څه چې بايد په لنډو کې يې پوښتونکي ته ووايم دا دي:
څوک چې کامل اودس وکړي، بيا جورابي په پښو کړي، وروسته يې اودس مات شي او د بل اودس تازه کول وغواړي د پښو د پرېمينځلو پر ځاى پر جورابو مسح کولاى شي، که مقيم و د څليرويشتو ساعتونو لپاره او که مسافر و د درېيو ورځو لپاره دغه کار ته ادامه ورکولاى شي. دا د لوى خداى تعالى له طرفه يوه پېرزوينه ده او له همدې لارې يې پر خپلو بندګانو آساني راوستلې او سختي يې ځنې ليرې کړې ده. ان شاالله