دغاښونو زیړوالی ـ
تر هر څه مخکی د تاند ویب پاڼی مسول نه ډیر ه مننه کوم چی مونږ ته یی دا زمینه برابره کړز چی خپلی طبی ستونزی دګران او په خپل ملت مین ورور ډاکټر سباوون سره شریک کړو .
لوي څښتن دې زموږ له سره مه کموه
زما پوښتنه داده چی ډاکټر صاحب خلور کاله کیږی چی زما غاښونه منګ نیسی . ډیرو ډاکټرانو ته ولاړم خو کومه نتیجه یی ور نه کړه . او یوه ورڅ یی چی په برس پاک نه کړم نو زیړ شی.
که کومه مشوره یا دوا راوښيئ منندوي به مو شم په درناوي فرید احمد لامع نیازی دلغمان ولایت د الینګارله ولسوالۍ څخه .
ځواب :
قدرمنه فرید احمده وروره که څه هم دغاښونو طب او ستوماتولوژي یو بیل مسلک او بیله څانګه ده خو له دې چې تاسو پوښتنه کړې زه هم اړ شوم په دې هکله څه ناڅه معلومات راغونډ کړم هیله ده ستاسو قناعت پرې حاصل شي .
دغاښونو منګ نیول او زیړ کیدل دوه بیلابیلې مسلې دي چې اکثره خلک پرې اخته کیږي خصوصاً هغه کسان چې دغاښونو برش کولو ته چنداني پام نه کوي لومړی به دغاښونو دزړیدا پرعلتونو خبرې وکړو چې ولې غاښونه زیړیږي او څنګه ېې مخه نیویلی شو ؟
دغاښونو دزیړیدا لپاره ډیرعلتونه په ګوته شوي دي یوپکې ارثي عامل دی پردې سربیره دژوند ناسمې رودرې ،حفظ الصحې ته نه پام ، ځينې ناروغۍ اود سن زیاتیدل هم په دې برخه کې اغیزمن رول لري دغاښونو هغه برخه چې سپینه وي او بهرنۍ برخه ده مینا بلل کیږي چې یو کلکه اوسپینه رنګه ماده ده او ددې لپاره چې یو شي ښه په غاښ کړی شو او یو شی وژوو دغه مینا باید سالمه وي په طبیعي توګه مینا دومره کلکه وي چې حتي که سړی زوړ هم شي خو دخپلو غاښونو روغتیا او پاکۍ ته ېې پام کړی وي مینا خپل حالت له لاسه نه ورکوي که مینا په کافي اندازه کاني مواد ولري رنګ ېې سپین او روښان وي خو په ډیرو کسانو کې ایرن رنګه ، لږ زیړ او کمرنګه نصواري هم وي کله ناکله په تیره بیا دعمر په زیاتیدا سره دغه مینا کمزوري کیږي او خپل شفافیت له لاسه ورکوي اویا ترمینا لاندې دغاښونو دښکتنې برخې رنګ له مینا ښکاري او ځکه غاښونه زیړ ښکاري .
دغاښ په ښکتنۍ برخه کې ایرن رنګه خالونه شته کله چې مینا پیکه او کمزوري شي دغه رنګه څرګندیږي او په دې ډول مینا زیړه ښکاري پردې سربیره ارثي عوامل ، او ځینې ناروغۍ لکه په وینه کې دبیلروبین داندازې زیاتیدل ددې سبب کیږي چې غاښونه زیړ ښکاره شي ، دمعدي او کولمو ناروغۍ هم ددې سبب کیږي چې شپې مهال په خوله کې ناړې زیاتې او کاني مواد ېې ډیر په نتیجه کې غاښونه زیړ شي ددې لپاره غوره ده د داخلي ناروغیو په هکله پوره څیړنه وکړئ او که کومه داخلي ستونزه لرئ هغه معالجه کړئ بیا دغاښونو ډاکټر ته هم ورشئ چې اصلي علت ېې پيدا کړي .
په ځینې سیمو کې په اوبو کې د فلوراید په نامه مواد ډیر وي دغه چاره ددې سببب کیږي چې غاښونه خپل طبیعي رنګ له لاسه ورکړي ،ځینې درمل هم داسې دي چې که سړی ېې وخوري ممکنه ده غاښونه زیړ کړي دمثال په توګه د تتراسکیلین په نامه کپسول په تیره بیا که له اته کلنۍ مخکې وخوړل شي ناسمې اغیز پریږدي ، هغه کسان چې له شاک او کوم ګوزار سره مخامخ شوي وي دهغوي دغاښونو په داخلي برخه کې چې پولپ ورته وايي خونریزي پيدا کیږي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې غاښونه زیړ شي .
ځینې خواړه لکه فانټا او کوکاکولا ، قهوه ، مختلف ساسونه ، شراب او بیر ، او هغه څښاک چې اسیدي وي ممکنه ده دغاښونو طبیعي رنګ ته تاوان ورسوي هغه کسان چې سیګریټ او چلم څکوي طبعاً باید زیړ غاښونه ولري ځینې ماشومانو ته په ماشومتوب کې ډاکټران د اوسپنې څاڅکي ورکوي خو له بده مرغه میندو ته سپارښتنه نه کیږي چې له دغو څاڅکو وروسته باید د ماشوم غاښونه پاک شي دغه چاره ددې سبب کیږي چې غاښونه تور یا زیړ شي لکه چې وویل شول چې ډیر ناروغۍ او ډیر درمل داسې دي چې ممکنه غاښونه زیړ کړي که په ټولو خبرې کوو ښايي مطلب اوږد شي خو دا چې څنګه دغاښونو دزیړیدا مخه ونیسو له نیکه مرغه ډیرې لارې شته چې دغاښونو دزیړیدا مخه نیولاي شو لومړی هغه علت پيدا کړئ چې ستاسو غاښونه زیړوي که ېې مخه ونیسي غاښونه به مو تل سالم وي پردې سربیره دغه ورور هم لیکلي دي چې که زه هره ورځ غاښونه برش نه کړم زیړیږي داطبیعي خبره ده باید له هرځل خوړو وروسته غاښونه برش شي چې پر غاښونو موجود ټاپي او زیړوالی پاک شي پر برش کولو سربیره غوره ده دغاښونو له تاره هم ګټه واخلئ ځکه چې برش دغاښونو مننځنۍ برخه نه پاکوي .
که غاښونه هره ورځ او له هرو خوړو وروسته پاک نه شي او برش ونه وهل شي پرغاښونو یو ډول منګ ټولیږي چې په ناړو کې او دغه راز په موجودو خوړو کې د کاني موادو له امله وي او دغه مواد ورو ورو په غاښونو دومره راټولیږي چې پر مینا یو پرده خپره شي او غاښونه منګ ونیسي دغه منګ بیا پر برش وهلو هم نه پاکیږي اوباید دغاښونو ډاکټر ته ورشئ او په خاصې رودې ېې لیرې کوي په ډیرو هیوادونو کې که څه هم دغاښونو سلامتیا او روغتیا ته ډیره توجه کیږي او له هرځل خوړو وروسته غاښونه برش کیږي خو بیا هم په کال کې یو ځل یا په څو کلونو یو ځل دغاښونو ډاکټر ته په ورتګ سره دغه منګ لیرې کوي البته دغاښونو پرمینا هرډول رنګ منګ نه وي همغه ډول چې په کورنو کې چایجوشې یا نور هغه لوښي چې اوبه پکې ایشول کیږي منګ نیسي غاښونه هم منګ نیسي دغاښونو منګ هم همداسې یو شی دی البته دجوړیدا ډول او دمنګ ترکیب ېې توپیر کوي ناړې په خپله ډیر کاني مواد لري چې په غاښونو کې درسوب کولو قدرت لري دغه کاني مواد دغاښونو په هغو برخو کې رسوب کوي چې برش نه ورسیږي او ډوډۍ هم ورسره ډیر په تماس کې نه وي دغه منګ کله چې زیات شي او غاښونه برش نه شي ټولې برخې اخته کولاي شي حتي که هره ورځ هم غاښونه برش کوو ممکنه ده په هغو برخو کې چې موږ ېې نه ګورو منګ ټول شي نو غوره ده کله ناکله دغاښونو ډاکټر ته ورشو او دغه منګ لیري کړو ددغه منګ لیرې کول هیڅ تاوان نه لري خو په دې شرط چې په سمې رودې لیرې شي .
ددې لپاره چې سالم او سپین غاښونه ولرئ باید حتماً له هرځل خوړو وروسته خصوصا شپې مهال غاښونه برش شي او تار هم پکې ووهل شي دغاښونو ډاکټران وايي هغه کسان چې شپې مهال غاښونه برش کوي هغوي ېې دځان لپاره خو هغه چې سهار هغه هم له ناشتا مخکې غاښونه برش کوي هغوي ېې دنورو لپاره برش کوي او دوي ته هیڅ ګټه نه رسوي دشپې مهال باید حتماً غاښْونه برش شي پر برش کولو سربیره له هغو موادو هم کار اخلئ چې دخولې او غاښونو دعفونت دختمولو لپاره په درملتونونو کې موجود وي که تاسو دغاښونو روغتیا او حفظ الصحې ته توجه وکړئ له ډیرو ناروغیو به مو ځان ساتلی وي .
ډاکټر سباوون
له تاند ډاټ کام په مننې