پښتو ټوکې ټکالې

----------------------------------

دوه ملګرو یو بل ته لاپې وهلې ، یوه وویل : هغه د غره په سر میږئ ګورې ؟
بل ملګری ورته وویل : زه دوه میږیان وینم ستا مطلب کوم یو دی ؟
هغه چې سترګې ېې پټې دی او یا دا بل چې سترګې ېې پرانیستې دی ؟

-------------------------------------

یوې ښځې پیشو درلوده چې له میړه نه هم پرې ګرانه وه ، سړی څو ځلې پیشو له کوره لیرې ځای ته یووړه چې ځان ترې خلاص کړی ، خو له ده نه به ژر پیشو کور ته راغله .
بله ورځ یی پیشو موټر کې واچوله او بل لیرې ښار ته یی یووړه ، دا شپه سړی کور ته رانغلو نو ،نیمه شپه ېې ښځې ته ټلیفون وکړ او پوښتنه ېې وکړه چې پیشو کور ته راغلې ؟ ښځې وویل هو ، نو سړی په غصه ورته وویل: دا تیلفون پیشو ته ورکړه چې زما نه لیار ورکه شوې ده

-----------------------------------

دوه ملګرو به یو بل ته تل کنځلې کولی یوه ورځی دا شرط کیښوده که چا کنځل وکړه نو ۵ افغانۍ به جریمه کیږی! نو پدې کی یوه ورځ بل ته ډیر غوصه شو نژدې وه چی ورته کنځل وکړی نو چی خپل جیب ته یی فکر شو وویل چی یی یی خو ارمان چی پنځه روپۍ نشته

---------------------------------

یو کنجوس سړی په ژمی کې په سړو اوبو لمبیده
بل چا ځنې وپوښتل چې دا څه کوې ؟ کنجوس سړی وویل :
زه غواړم ناروغ شم ، ځکه چې یو پاکټ پنسیلین لرم چې نیټه یی په ختمیدو ده .

--------------------------------------

یو وخت کې سخته ګرمی وه ، هلک راغی او پلار ته یی وویل :
پلاره ! د کوټې د چت " پکئ" بیا خراب شوی
پلار یی په قهر شو او په غصه کې ېې ورته وویل :
خدای مو تباه کړه ! سل ځلې مې درته ویلی چې
لس کسه د پکې لاندې مه کښینئ ...
دومره زور نلری