کرزې صاحبه که په شفر پوهیږې؟

 

محمد مصطفى مستعان

 

یوه ټوکه دلته عامه ده چې وايي، د کشتمند مور مړه وه او یو هغه سړې چې ځان ته یې په شفر کې استاد ویل، ورته ورغې او ورته یې ؤویل چې، کشتمند، به شفر میفهمی؟ اګر بلې پس مادرت وفات کرده.

تا ته خو به پته وي، چې په افغانستان باندې د قابض هیواد ولسمشر افغانستان ته راغلې ؤ. هو هغه هیواد چې همدغه هیواد قبضه کړې دې او ته یې د هغې د اولس مشر په توګه پرې ټاکلې یې. خو ددې پر ځای چې ستا سره ؤګوري د هغه چا سره یې ؤکتل چې ستا حریف دې. هو ویل کیږي چې هغې د ډاکټر عبدالله سره کتنه ؤکړه. دغه خبر هله خپور شو، کله چې ټولو مطبوعاتو دا خبر خپور کړ چې اوباما د کرزي سره د کتو پرته بیرته ولاړ. لمړنۍ پوښتنه خو دا وه، چې څرنګې هغه دلته راغې؟ سمه ده چې هغه به یو قابض وي او د نړۍ په ټولو هیوادونو باندې خپل حکم چلوي، خو کیدای شي چې په دا شان کوم بل هیواد ته پرته له کوم وړاندوینې ورشي؟ اوس مهال برسیره پر ټولو اسلامي هیوادونو، څه نا څه نور هیوادونه هم دا شان شته کوم چې د دې د هیواد له خوا تر قبضې او ښکیلاک لاندې راوستلې ده. خو بیا هم دې هیڅ کله هلته پرته له وړاند وینې یا بل کوم خبر څخه نه شي تللې؟ خو ستا هیواد ته څرنګې راغې؟

دویمه پوښتنه دا ده چې څرنګې دې اوباما وشي کولای چې حتی خپل تر قبضې لاندې هیواد ته دې ورشي خو بیا دې د هغې د پاسه د خپلې خوا تپل شوي حاکم سره د ډیپلوماټیکو اخلاقي معیارونو پر بنسټ ؤنه ګوري. دا کیدای نه شي، نو بیا څرنګې دغه شخص له ستا سره ونه کتل؟

ددغو دوو برنیو پوښتنو د ځواب لپاره مونږ ته پکار ده چې تاریخ ته مراجعه وکړو. ډیر زیات لرې تللو ته حتی اړتیا نه پیښیږي، او مونږ کولای شو چې ډیر لنډ او دغې جګړې پورې اړوند مثال وړاندې کړو.

پرویز مشرف، هغه شخص ؤ چې نه یوازې د امریکې مفادات یې په منظمه توګه تحفظ کړل، بلکه په افغانستان باندې یرغل، پر خپلو خلکو یرغلونه، د مسلمانانو تسلیمول دښمن ته چې حتی ښځې هم ترینه محفوظې پاتي نه شول، د جوماتونو ویجاړونه او داسې نور بې حسابه ظلمونه یې تر سره کړل، خو چې بیا کله یې اړتیا ختمه شوه نو امریکې د یوې بلې ورځ لپاره هم ؤنه ساتلو او د هغې پر ځای یې خپل بل جاسوس زرداري او کیاني وټاکلو. که څه هم د هغې په ساتلو باندې د اسراییلو او همدارنګې په امریکایی کانګرس کې دننه یهودي لابي ډیر زیات کوښښ وکړ چې مشرف دې ددې لپاره په قدرت کې ؤساتل شي تر څو اسراییلی ګټې هم دې ؤساتل شي، خو بیا هم د قدرته څخه لرې کړل شو.

پرویز مشرف تر دې حده امریکایانو لپاره خدمت ؤکړ چې ته او ستا په شانتې افراد به یې هیڅ کله هم ؤنکړي خو بیا هم له قدرته ګوښه کړای شو. نو ستا خو به هسې هم ګوښه کیدل د امکاناته څخه لرې نه وي.

نو که په شفر پوهیږې نو، اوس هم دوخته دې. پاڅه او د دې اسلامي خاورې واګه په خپل لاس کې واخله او اوباسه دوی، څوک چې زما او ستا پر مال، ځان، عزت، آبرو، دین او مقدساتو باندې حاکم شوي دي. مونږ ټول به پر تا غیرت وکړو.

خیال ساته چې شیطان دې متضبضب نکړي، پاڅه او غیرت په الله وکړه، الله تعالی به پر تا هم غیرت وکړي. هیر مکړې چې الله تعالی ډیر غیور دې.