عبدالجبار نعیمي د تقدیر وړ افغان


د راډیو ټلویزیون او انټرنیټ څخه مو خبر تر لاسه کړ چي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د خوست ولایت والي ، د بشر د حقوقو د نړیوالي ورځي د تجلیل په مناسبت ، د بشر د حقونو ادارې په ســــــتاینــلــــیک ســــــتایل شوی دۍ . بلجیم میشتي افغانان او په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه او ټول اړوندان ښاغلي نعیمي ته د زړه له کومي مبارکي وایی .
د بشر د حقوقو څخه په دفاع کښي د ښاغلي نعیمي ونډه او کار د ستایلو او یادولو وړ ده . ښاغلي نعیمي نه یوازي د وطن د بچیانو د تعلیم او پرمختګ په چارو کښي ستړیاوي ګالي ، د خوست ولایت ، بنسټیزو اقتصادي پروژو ته یی شپه او ورځ کار کوي ، بلکي د قومونو او ولسونو تر منځ د یوالي او ورورولۍ سبب شوی .
د جنګ څخه راپاته ټولونو کښي د ناخوالو او دربدریو سمسمکي ته ډیر وخت په کار دۍ چي ټولنه بیرته د قانون او قانونیت پر لاره روانه کړي . ټولني ته جنګ راوستل او هغه پر ټولنه تحمیلول که معادلو او ټولنیزو چارو ته ضرورت لري ، خو اسانه کار دۍ . ولي د جنګ ځپلي او په جنګ کښي ټولني څخه دجنګ او د جنګ سیوری لیري کول او ټولنه بیرته عادي مسیر ته ستنول د معادلو ، او ټولنیزو معاملو تر څنګ پیاوړو او صادقو کدرنو ته چي د ټولني په رمز او راز پوه ، د تدبیر او تنویر مدیر ، د قانوني ژوند ښونکي او پالونکي ووسي ، په کار دي ، چي ښاغلی عبدالجبار نعیمي د دې ټولو صفتونو سالار دۍ . ښاغلي نعیمي د خپل کاري رسمي ژوند په ترڅ کښي موږ ته وښودل چي توده ټولنه څنګه سړیدلای شي ، په جنګ کښي د ښکیلو خلکو تر منځ څنګه فضا رامنځ ته کړي تر څو د ډزو پر ځای د خبرو لاره غوره کړي ، ټولني ته دتعلیم او پوهي دپراختیا ارزښت څنګه سپارلای شي .
بلجیم افغان کلتوري بهیر ، بلجیم میشتي افغانان او په هالنډ کښي افغان اوسیدونکي ، ښاغلي عبدالجبار نعیمي ته د نورو بریاو هیله کوي .
ښاغلی نعیمي :
ستاسي کارونه زموږ د ویاړ وړ دي
افغان کلتوري بهیر
مشرتابه جرګه
بلجیم

امين باوري