ډاکتره فریډه هوډ - تازه څیړنې ښیې چې ویتامین ډي هم امنیدوارې مور او هم یې په نس کې ماشوم ته ډیره ګټه کوي  دا ویتامین مخکې له وخته د ماشوم د زیږیدو مخنیوی کوي او  د هغو څیړنو له مخې چې په کاناډا کې شوی د ډی ویتامین د ډیرو مکروبی ناروغیو  مخنیوی هم کوي .

 

په پنځوسمي لسیږې کې خلکو ویره درلوده چې که د یوې میرمن ماشوم په نس وی او د ډې ویتامین خوری نو بیا ممکنه ده چې په ماشوم باندی ناوړه اغیزه وکړی او سوه شکل پیدا کړی خو دامریکا د جنوبي کارولایناي د طب په پوهنتون کې څیړنو په کاناډا کې د تر سره شوي څیړنی په شان  دا ثابته کړه چې ویتامین  ‎ډي  میندو ته  ډیر ضروري  دي .

 

 د لمر له وړانګو سره مخامخ کیدل  د انسان په بدن کې د ویتامین ډی د جوړیدو سبب کیږي .

 

 د لمر وړانګو ته لږ مخامخ کیدل د ویتامین دي کموالي ته د انسان تمایل زیاتوي . دا کموالی بیا د هډوکو د معدني موادو د خرابي سبب کیږي چې په ماشومانو کې د  rickets د ناروغۍ سبب کیږي او په لویانو کې  بیا د  هډوکو د نرمیدو یا (( osteomalacia  oste په لایتین کې د هډوکې او ملیشیا د نرمیدو معني ورکوي .

 له بلې خوا  که په خوراکې موادو کې لږ کلیسیم (Ca) وي هم انسان د  ډې ویتامین په کموالي اخته کیداي شي . ځينی درمل هم دي چې د هغو په استعمال سره انسان د ویتامین ډی په کموالی اخته کیږی . بیلابیل لبنیات لکه په شیندو مستو او نور محصولاتو کې  ، ځیکر، کب ، هګۍ ، غوښیې او همدا شان په مرخیړیو یا پوڅکیو کې هم د ډی ویتامین پیدا کیږي .

taand