كه ښځي دعام مسجد پرځاي په خپل كوركي دننه دخوني په جومات كي داعتكاف نيت وكړي نوالله پاك به ورته دنارينه معتكفينو غوندي ثواب وركړي .
كه نارينه اوياښځه داعتكاف نيت وكړي نو له اړتياپرته دي له معتكف (اعتكاف ځاي څخه دباندي نه وزي ، يوازي دانساني ضرورت ، غسل ، اودس ، جنازي لمونځ ، جمعي لمونځ لپاره دباندي وتلاي سي .
كه بل څوك نه و چې مسجد ته دننه ډوډۍ اواوبه وروړي داړتياله مخي داړتياپه اندازه وتلاي سي .
(مراقی الفلاح علی حاشیة الطحطاوي ۳۸۳)
خو كه د خورک او چښلو دبرابرولو لپاره بل څوک وونوبيا ددي لپاره هم وتل نسته .
(شرح التنویر وردالمحتار ب۲۱۶ دوهم ټوک )
په صحيح حديث كي راځي چې راوي يي ام المؤمنين حضرت عائشه ده ، فرمايي چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم په اعتكاف كي و اوزه په ښځينه ناروغي كي ، زه به په حجره كي دننه وم اوپيغمبرصلي الله عليه وسلم به په مسجد كي ، سربه يي حجري ته رادننه كړ اومابه ورپريولى.
معتكف بايد نه يوازي داچي ناروا خبري اوعمل ونه كړي ،بلكي بيځايه اوبي ګټي خبري ، مجلس او ناسته ولاړه هم ورته نه ده ښه .