ډاکترسباوون - په ر وان ميلادي كال كې به د هندوستان كابو لس لكه اوسېدونكي له هغو ناروغيو ومري چې د سګريټو په وجه پيدا كېږي.  

له يوې نوې سروې سره سم ، په دې وروستيو كې هر كال د لږ تر لږه نهه سوه زره هنديانو د مړينې علت هغه ناروغۍ وې چې د سګريټو په وجه پيدا شوي دي ، خو تر دې وروسته به د سګريټو په وجه د مرګونو تعداد نور هم زيات او په روان ميلادي كال كې به كابو يو ميليون كسان له سګريټو سره د اړوندو ناروغيو په علت له ژونده بې برخې شي

په هند كې د سګريټو د روغتيايي تاوانونو په اړه دغه مطالعه د هند، كاناډا ، او انګلستان د ساينسپوهانو يوۀ مشترك پلاوي تر سره كړې او نتيجه يې د نيو انګلنډ په ژورنال اف ميډيسن كې خپره شوې ده

له دې څېړنې سره سم ، تر دې وروسته به په هرو پنځو نارينه هندوستانيانو كې د يوۀ كس د مړينې علت سګريټ وي او په هرو شلو ښځو كې به د يوې ښځې د مړينې اصلي وجه له سګريټو سره اړونده ناروغي وي.  

دغه سروې دا هم وايي چې په هند كې د سګريټو په وجه د مړۀ شويو كسانو پوره نيمه برخه هغه كسان دي چې سواد نه لري او ليك لوست نه شي كولى .  

د يادولو ده چې په دې وروستيو كلونو كې د هند اقتصاد چټكه وده كړې او د ګڼو هندوستانيانو مالي وس بهتره شوى او همدا وجه ده چې د هغو كسانو شمېر پكې زيات شوى دى چې له شوق او هوسه سګريټو ته مخه كوي.

 

taand