تاند(شنبه/جون۱۹) د میرمنو لپاره د امیندواره کیدا ترټولوښه وخت کوم دی او کومې لا رې خوندي دي .څیړنوثابته کړې ده چې دامیندواره کیدا لپاره ترټولوښه عمرله شلو تردیرش کلنۍ پورې دی په دې موده کې بدن تربل هروخته زیات دامینداره کیدا لپاره انرژي او ضروري چمتوالی لري البته امینداره کیدل په هرعمر کې خپلې ګټې او تاوانونه لري خو ترشپاړسو په کمو نجونو کې لوېې خطرې رامنځته کولاي شي . او په ښځو کې دامیندواره کیدالپاره دتوانمنۍ تر ټولو داوج ټکي څلورویشت کلني ښودل شوې ده .

ټولې ښځې دامیندواره کیدالپاره په کافي اندازه هګۍ لري یعنې دزیږیداپه وخد دنجونو په تخمدان کې کابو یومیلیون هګۍ وي خو کله چې دبلوغ عمرته رسیږي دغه اندازه درې لکه هګیو ته رسیږي خو مسله دا ده چې له دغو ټولو هګیو یوازې درې سوه هګۍ دتخمدانونو دفعالیت په وخت کې آزادیږي او القاح کیدا امکان ېې برابریږي .څومره چې عمر زیاتیږي تخمدانونه هم زړیږي او هګۍ دالقاح کیدا لپاره لږ چانس پیدا کوي ځکه خو ځینې جنیتکي ناروغۍ په هغوماشومانو کې ډير وي چې میندې ېې په لوي عمر کې زیږوي او څومره چې عمر کم یعنې ترڅلورویشت کلنۍ کم وي هومره ښه دی خو دا په دې معنې نه ده چې له څلورویشت کلنۍ ښکته هرعمرمناسب وي .

 

نجونې له نهه کلنۍ تردیارلس کلنۍ پورې بلوغ ته ر سیږي خو له دې وروسته له طبي پلوه داچانس لري چې امیندواره شي خو ترشپاړسو کلونو کم عمره نجونې که امینداوره شي پرجسمي ستونزو سربیره نورې مسلې هم شته چې هغه له ډيرو ستونزې سره مخامخومولاي شي دمثال په توګه کله چې نجلۍ دعمر له پلوه پخه نه وي ما شوم ښه نه شي روزلی او نورې ډيرې ستونزې هم شته چې دوخت دکمي له امله ورته اشاره نه شوکولاي .