چې له مانه لرې تللې زړه نا زړه وې
شاته، شاته دې كتلې زړه نا زړه وې
***
ښه مې ياد دي زه ولاړ وم
ته هم غلې وې ولاړه
نه ما تاته مخه ښه وېل
نه تا ماته وېل مه ژاړه
تا دې اوښكې پټولې زړه نا زړه وې
شاته، شاته دې كتلې زړه نا زړه وې
***
ستا په رنګ كې وينه نه وه
ستا په ستوني كې سلګۍ وې
په باران كې لمده شوې
يخ وهلې توتكۍ وې
لكه پاڼه رپېدلې زړه نا زړه وې
شاته، شاته دې كتلې زړه نا زړه وې
***
مجبوري دې وه جانانه
ته چې لرې تلې له مانه
ستا په زړه كې به ډېر څه و
خو ته غلې وې روانه
هر قدم كې درېدلې زړه نا زړه وې
شاته ، شاته دې كتلې زړه نا زړه وې