په دې وروستيو کلونو کې په پرله پسې توگه د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه قومي مشران په نخښه شوي دي

د مۍ د مياشتې په وروستيو کې د خوست په ولايت کې شپږ قومي مشران وسله والو کسانو ووژل ، ورپسې په باجوړ کې يو قومي مشر ووژل شو .

د خوست په دوه مندو ولسوالۍ کې د غبرگولي د مياشتې په دويمه نېټه ( د مۍ ٢٣ مه ) وسله والو کسانو شپږ قومي مشران له خپلو کورونه د شپې وايستل او ووژل .

که پښتون مشر ونه لري جرگه او مرکه نه لري . دود دستور نه لري . هر سړى او هر کور به يې ټوپکوال وي او هر کس به يې د خپل سر وي په داسې شرايطو کې دښمن له دې ساده ولسه ښه گټه اخيستلى شي

ببرک ساپى له کونړه

څلور ورځې وروسته د باجوړ په سيمه کې يو بل قومي مشر په خپل کور کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .

دا لومړى ځل نه دى چې پښتانۀ قومي مشران وژل کيږي ، په لوى لاس د پښتنو قومي مشرانو د وژنې دليل معلوم نه دى .

د ولسمشر حامد کرزي له خوا په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې ويل شوي :

(( د دا ډول عملونو ترسره کول د افغانستان د هېواد پالو مشرانو، مخورو، ښوونکو، ډاکترانو، انجنیرانو او د ټولنې د فعالو وګړو پرخلاف د پردیو او د افغانستان دخلکو د دښمنانو له خوا یوه پراخه دسیسه ده چې له اوږدو کلونو راپه دې خوا په دې خاوره کې روانه ده. ))

ستاسو په گومان د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو قومي مشرانو په وژنه کې څوک لاس لري او ولې قومي مشران په نخښه کيږي ؟

ستاسو ځينې نظرونه به وروسته په همدې پاڼه ولولئ .

ستاسو ځينې برېښناليکونه

ډاکټر فضل السبحان خوږيانى ، شفيلډ انگلستان

ایا د دې سوال جواب تر اوسه پورې واقعآ ورک دی ؟ ایا لمر په یوه ګوته پټیږي؟ ایا پښتانه تر اوسه هم نه پوهیږي ، زما په گومان د پښتنو دښمنان به ډير وي خو مکار او نمک حرام يې د تاريخ له پاڼو راڅرگنديدلى شي

زمرک اتل غزني

که دښمن هر څوک دى ، وسيله خپله ځينې پښتانۀ وي ، موږ بايد نورو ته ونه گورو خپله له ځانه دفاع وکړو او هغه وسله وال چې زموږ مشر وژني منع کړو . هو موږ وسله نه لرو خو خولۀ لرو او ورته ويلى شو چې که زما مشر او کشر وژنې زما په کلي کې ځاى نه لرې

ظاهر پښتون له کندهاره

پښتانه مشران ځکه په نخښه کيږي چې دښمن غواړي پښتانه بې سره پاتې شي . بې سره ولس لکه د پسه هر څوک په خپله خوښه گرځولى او ښورولى شي خو مشر ولس ته لار ښوونه کوي او د ولس حقوق له واکمنانو غوښتلى شي ، ولسي گټې خوندي کولى شي

ببرک ساپى له کونړه

که پښتون مشر ونه لري جرگه او مرکه نه لري . دود دستور نه لري . هر سړى او هر کور به يې ټوپکوال وي او هر کس به يې د خپل سر وي په داسې شرايطو کې دښمن له دې ساده ولسه ښه گټه اخيستلى شي . زۀ له ټولو وسله والو که طالب دى که حزب اسلامي دى ، که پوليس دى او که بل غوښتنه کوم چې د مشر او په خبره پوى کس د وژونکو مخه ونيسي .

اجمل له کابله

پښتانه ددې لپاره وژل کېږي چې يو غيرتي قوم دی او په اسلام مين خلک دي او د تاريخ په اوږدو کې يې دښمنانو ته ماتې ورکړې ده .

سباوون ساپی له لندنه

دا د پښتنو په اړه يوه پروپاګنډا ده .

يوسف له جرمني-مونشن څخه

زما نظر دا دی چې په پښتنو کې هغه کسان چې ځان ته مشران وايي تر ډېره بريده د پښتنو د بد مرغيو مسولين دي او له همدې خاطره اوس دوی د ولس له قهر سره مخامخ دي. اکثره په اصطلاح پښتانه مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره د خپل ولس د هر راز بدبختيو په کيسه کې نه دي.

سيدمحمد محمدي له پکتيا

مشران د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري، مشران د ټولني انځورګر دي، مشران د ټولنې رهبري کوونکي دي. کله چې يوه ټولنه مشران ونه لري نو نوموړې ټولنه د پخې مړۍ شکل لري چې په اساني سره هضم کېږي.

نو اوس په افغانستان کې د پښتنو د تباهي له لارو څخه يوه دا ده چې هم ګاونديو هېوادونو او هم په داخل کې دپښتنو مخالفينو دا لاره تعقيب کړې ده.

له بل پلوه په خپله پښتانه هم ځينې خرڅ شوي کسان لري چې د پيسو لپاره خپل بانفوذه مشران له منځه وړي او يو وخت به پښتانه له ځواب غوښتونکو مشرانو څخه بې برخې وي چې څوک څه پرې کوي نو پرې کوي به يې.

زلمی له انګليستانه

پښتانه مشران د پنجاب د طالبانو له خوا وژل کېږي چې د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره پټ اړيکي لري .

دا وژنې په غير مستقيم ډول د دوی له خوا څخه کېږي.

دا لړۍ به تر هغه روانه وي چې د طالبانو پنجابي ماسټرانو ته د هر پښتون د وژلو په مقابل کې درد ، نه وي رسېدلی.

حامد حسن له پاکستان- کراچۍ څخه

زما په اند دا د هغې ستراتيژۍ يوه برخه ده چې له مخې يې دوی د پښتنو د تېرو واکمنيو بدل اخلي هغه که پاکستان دی او يا ايران.