هغه شخړه چی ویل کیږی د کوچیانو او هزاره وو تر منځ د وردګو ولایت د دایمیرداد په ولسوالی کی رامیږته شوی یوه درواغ خبره ده. د هزاره وه یو توتهه ده چی د پښتنو په خلاف یی شروع کړی ده. د دی کار لپاره په آسترلیا کی پیسی را ټولی شوی دی او د مزار شریف نه د دی کار لپاره خلګ را غوښتل شوی وه تر څو دا کار تر سره کړی او د کوچیانو په نوم یی تمام کی.
څنګه چی ما خپله د میشتو هزاره وه له خولی واوریدل برید کونکو اوږده کالی (د ګلمجمو په څیر) او اوږدی لونګی (د کندهاریانو په څیر) په سر وی او د دوی کورونه سوځولی چی یوه غلطه خبره ده د دی لپاره چی کندهاریان به په وردګو کی ځه کوی. دویم دا چی هزاره وایی چی دوی په سپکو او درندو وسلو یعنی په کلاشینکوف او په راکټ اندازو سمبال په رینجر موټرو کی دی سیمی ته راغلی وه.
چی بیا هم یوه بی بنسټه خبره ده کوچی به یو کلاشینکوف لری لیکن راکټ انداز ، پیکا او رینجر موټر نه لری بیا دا ټولی حملی په یوه وخت په دریو سیمو کی ترسره شوی دی. چه یو وار بیا دا ثابتوی چی د کوچی کار ندی او د یوی ډلی کار دی چی غواړی کوچی له خپلی کوچی توبه پاتی او دا د زرګونو کلو کوچیان له مینځه یوسی
په دی لاری کی هځی د سږ کال د حمل له میاشتی نه شروع شوی وی کله چی محقق او نورو په شعیه تکیه خانو کی د کوچیانو د راتګ د مخنوی لپاره غونډی شروع کړی دا یو سمبال شوی عمل دی چی د ایران او نورو ملکو له خوا تمویلږی.
تیره ورځ په کابل ښار کی د هزاره ګانو له خوا مظاهری وشوی. چه دوی په دی مظاهرو کی مرګ بر کرزی مرګ بر پشتون او مرګ به کوچی شعارونه ورکول. ورڼو راځی چی یو شو او د دی منظم تحریک په وړاندی خپله وجیبه ادا او خپل مظلوم کوچیان وږغورو.
یو کیږو که نه ورکیږو
عبدالحمید جهانی