درنو لوستونکیو: تاسو ته بهتره مالومه ده چې په ظاهري ډول د هر دور خپل خپل کسان وي چې په هغې دور کې ورته احترام کیږي  او خصوصیات یې ټول د هغه خپل زمان سره اعیار کړي وي ، او په حقیقت کې دا د هغه دور د کړنو خلاف وي ، په شاهي حکومت کې به هغه ښه سړی و چې پلار او یا نیکه به یې د ظاهر شاه او د هغه د کورنۍ ملګری و، د غوي د انقلاب په وخت کې هغه څوک ښه خلقي ګڼل کیدو چې سرې جامې به یې اغوستې وې او د هورا هورا نارې به یې وهلې ،د طالبانو په دور کې هغه ښه سړی و چې اوږده ګیره به یې پریښې وه ،سپینې جامې به یې اغوستې وې د ملا یا اخوند نوم به یې ځان ته پیدا کړی و، خو د ډیموکراسی په دور کې بيا هغه بدوخلکو ته نوبت ورسیدو چې په پښتني ټولنه  کې د ډیموکراسی د تطبیق له پاره ؟ له هیڅ قسمه عمل څخه صرفه نه ده کړې .ددې په خاطر چې د موضوع څخه بهر لاړ نه شم راځم دې ته چې :

خوست ته د نوي والي  په راتګ سره خوست مېشتو داسې هیله لرله چې که خدای پاک وکړي نور له سپین ږیري  سوداګر سره خدای په اماني وکړو او نوی والي به  د خوست مېشتو غوښتنو ته غوږ کیږدي خو لکه د پښتو متل چې دی، مرغان هغه سره الوزي چې بڼکې یې سره ورته وي ، او خوست وال هم هغه وخت ښه پوه شول (چې دا والي مرضي دی) چې دا والي یې د غازي نواز  تر څنګ ولیدو او غازي نواز داسې اوازې خورې کړې چې دا والي مونږ راوستلی دی .
په کابل کې مشورتي لوی جرګې ته د غازي نواز له خوا د شخصي ملګرو معرفي کول او د والي له خوا تایید دا وښودله چې نعیمي صیب څومره د غازي  تر اثر لاندې دی ، په دې اړه په خوست کې د مدني ټولنو څخه وپوښتی چې ایا حقیقت لري او کنه .

د نوي والي له خوا د غازي نواز په منځګړیتوب  د زراعت ریا ست ته  داسې امر شوی چې هغه ځمکه چې ځاځی ته د ښاغلي کرزي د فرمان پر اساس د مزار څخه خوست ته بدله کړي توزیع کړي، چې په دې ځمکه کې د غازي نواز
او نعیمي صیب خپله برخه مالومه ده . خو والي صیب دې په دې پوه شي چې خوست مېشتي ټول خبر دي او په قوي عظم سره به ددې امر د تطبیق مانع ګرځی، ځکه دا عدل او انصاف نه دی چې په مزار کې جریب د دوه زره افغانیو په قیمت ځمکه دې د نوي لکو ۹۰۰۰۰۰ کلدارو معادل ځمکې سره تبادله شي .

بله مهمه موضوع چې د هر والي د کار په لومړیتوبونو کې راځي هغه په خوست کې د نمرو ویش دی ،هغه نمرې چې د سپین ږیری سوداګر  له خوا د پیسو په مقابل کې په بې رحمی ویشل کیدې او د نعیمي صیب له خوا یې ویش ودرول شو اوس په خپله د غازي نواز له خوا  د نمرې په نیم قیمت خرڅیږي .

به مهمه موضوع  چې د والي صیب اړیکې د غازي نواز سره په ګوته کوي هغه دا چې د غازي نواز ورور چې د ولایتي شورا غړی دی د والي صیب په کور کې اوسیږي او ټولې سوداګریزې اړیکې دده له خوا تنظیم کیږي .

یو بل تریخ حقیقت دادی چې د خوست والي د کارونو په هکله هره ورځ  په میډیا کې یو راپور پروت وي چې د خوست والي داسې وکړل او هاسې وکړل خو تاسو په خدای باور وکړی چې دا ټول دروغ دي،یو ژوندی مثال یې زه وړاندې  کوم : د نوي والي په راتګ سره د خوست تلویزیون څخه مسلسل هر شپه خبرتیاوې خپرې شوې چې ددولتي ځمکو غاصبین به ونیول شي او د قانون منګلو ته به وسپارل شي خو دا خبره هغه وخت ماته دروغ ثابت شوه چې کله مې د قضای دولت (  د دولتي ځمکو مدافع وکیل)ریس نوروز اصولي صیب سره خبره شریکه کړه، ښاغلي اصولي  صیب وویل چې تراوسه والي صیب  زما څخه پوښتنه هم نه ده کړې چې څومره ځمکه غصب شوه ده او د چا له خوا،او کله چې د غصب شوې ځمکې یو مکتوب والي صیب ته ورځي نو والي صیب ورته وایي چې دا اوس پریږدی ددې وخت نه دی . کارونه ټول د غازي نواز له خوا پر مخ بیول کیږی .

دا لیکنه د چا په خلاف د شخصي تضاد نمایندګي نه کوي بلکه د هیوادنی احساس زیږنده ده .خدای د وکړي چې والي صیب دې ته متوجه شي او بدنام خلک د ځان څخه لرې کړي او د تبلیغاتو پر ځای عملي کارونه وکړي .