لوړ حديث پوه او مشهور سيرت ليکونکي علامه ابن قيم جوزي رح په خپل کتاب (الطرق الحکمية فی سياسة الشرعية) کې يوه کيسه ليکلې، چې موږ يې د الفاظو له څه نا څه تصرف سره دلته رانقلوو:

د اميرالمومنين حضرت علي رض د خلافت په وخت کې يو کس په يوه خرابه کي په داسي حال کي د عسکرو له خوا ونيول شو چي په لاس کي يې په وينو لړلې چاړه وه او مخته يې يو انساني جسد په وينو کي لت پت پروت و، دغه کس سمدستي د حضرت علي رض په وړاندي حاضر کړل شو، ده مبارک پوښتنه ترې وکړه، هغه هم فورًا پر خپل جرم اقرار وکړ ويل هو، دغه کس ما وژلی دی.

حضرت علي رض تر تحقيق وروسته د مقتول په بدل کې پر دغه کس د قتل حکم صادر کړ، کوم وخت چې د قتل ځای ته راوستل کېدی، که گوري يو سړی راځغلي او نارې وهي چې د دغه کس په وژلو کې تلوار مه کوئ، قتل دغه کس نه، بلکې ما کړی دی، اصل قاتل زه يم. عسکر راغلل دغه کس يې ونيوی او د حضرت علي رض په وړاندې يې حاضر کړ، ده مبارک پوښتنه ترې وکړه چې رښتيا دغه قتل تا کړی دی؟

هغه سړي وويل: هو، زه قسم خورم چې اصل قاتل زه يم، دغه کس چې تاسې نيولی دی، باالکل بې ګناه دی.

د وخت خليفه حضرت علي رض چې د هغه پر خبره يقين راغی، نو يې له لومړي تورن کس څخه پوښتنه وکړه، ويل څه وجه وه چې تا د مقتول د قتل جرم پر خپله غاړه واخيست، اصل قاتل بل څوک و، مگر تا په خپله خوله اقرار وکړ چې هو دغه کس ما وژلی دی؟

هغه وويل: اې اميرالمومنين! پوليسو زه په داسې ځای او داسې حالت کې ونيولم، که ما د خپلې صفايي او بې ګناهۍ لپاره هر څه کوښښ کړی وای، حتی قسمونه مې خوړلي وای، هم يې کومه گټه نه کوله، چاړه په وينو لړلې د مقتول په وړاندې چي په وينو کې لژنده پروت دی په خرابه کې د عسکرو له خوا نيول کېدل، په دې صورت کې خو زما د قاتلوالي په هکله هېڅ شک نه پيدا کېږي، نو ځکه ما ناکرده د جرم اقرار وکړ او خپله معامله مې الله تعالی ته وسپارله.

حضرت علي رض ورته وفرمايل: تا ډېر بــد وکـړل، ناحقـه به وژل شوی وای، اوس دا راته ووايه چې اصل حقيقت څه و، ولې په خرابه کې د مقتول په وړاندې په وينو لړلې چاړه په لاس، گرفتار کړل شوې؟

هغه وويل: صاحبه! زه يو قصاب يم، ډېر وختي چې لا پوره تياره وه راپورته شوم، غويى مې حلال کړ، کله چې زه له هغه څخه د پوست په ليرې کولو بوخت کېدم، په دې وخت کې د بولو کولو اړتيا راته پېښه شوه، فکر مې نه دی شوی، هغه چاړه چې غويى مې په حلال کړ، په لاس کې راسره وه، نږدې خرابې ته راغلم، بولې مې وکړې، چي راولاړ شوم، چاړه مې راواخيسته، تر شا چې مې وکتل يو مړی په وينو کې لت_ پت پروت دی، زه ډېر حيران او وارخطا شوم چې دا څه وينم، که گورم پوليس ګزمه والا راغلل، زه يې ونيولم او ستا په وړاندې يې حاضر کړم، په دې صورت کې ما بله هېڅ لاره نه ليده چې خپله معامله الله تعالی ته وسپارم او ناکرده د قتل پر جرم اعتراف وکړم، ځکه شهادت حال دومره قوي و چې زما پر وينا هيڅ اعتماد نه شوای کېدای.

تر دې وروسته حضرت علي رض له دويم کس څخه پوښتنه وکړه چې تا له څه کبله لومړی قتل وکړ، بيا پرته له دې چي پوليس دي ونيسي، ځان دې خپله حکومت ته وسپاره او د جرم اقرار دې وکړ؟

هغــه کــس وويــل: زه شيـطان خطاايستم، دغه مقتول يو مالداره شخص و، ماغوښتل چې غلا ترې وکړم، خو له بده مرغه هغه زور راسره وکړ، نو زه اړ شوم ومې وواژه، په دې وخت کې مې د پوليس گزمه کوونکو ږغ واورېد، نو سمدستي له خرابې څخه راووتم او پټ شوم، که گورم گزمه والا راغلل، بل کس يې ګرفتار کړ او حکومت ته يې وسپاره، نن مې واورېده چې پر هغه کس د اعدام سزا راوتلې ده، نو ډېر خواشينی شوم، له خپل زړه او ضمير سره مې صلاح وکړه، چې له يوې خوا خو دې قتل وکړ او له بله پلوه ستا د عمل په سبب اوس يو بل بې ګناه کس هم وژل کېږي، راشه الله تعالی ته توبه وباسه، خپل ځان حکومت ته وسپاره، هغه کس که دې وواژه، دغه يو بې ګناه انسان خو به له مرګه خلاص کړې، هغه و چې راغلم او دا دی ستاسې په وړاندې مې د جرم اقرار وکړ.

اميرالمومنين حضرت علي رض چې دغه ټوله کيسه واورېدله او تحقيق يې وکړ، نو له خپل زوی حضرت امام حسن رض څخه يې د فيصلې کولو په اړه رايه او مشوره طلب کړه، حضرت حسن رض عرض وکړ که دغه شخص يـو کس وژلـی دی، خـو لـه بله پلوه يې د يوه بل انسان ژوندساتلی دی او الله تعالی فرمايلي دي:

ژباړه: او چا چې يو انسان ته ژوند ورکړ، دا داسې دی لکه ټول انسانان چې يې را ژوندي کړي وي.

هغه و چې حضرت علي رض هغه کس خوشي کړ، د مقتول قريبان يې راوغوښتل هغوی يې راضي کړل او له بيت المال څخه يې د مقتول خون بها ادا کړه.

 (الطرق الحکمية فی السياسة الشرعية ١١٣ مخ)

 

surgardotnet