د تجسس نه کولو په اړه يوه عبرتناکه کيسه
د احاديثو د مشهور کتاب )کنزالعمال( د دويم جلد په )١٤١( صفحه کې د تجسس يا يو د بل خلاف د جاسوسي نه کولو په اړه يوه کيسه داسې بيان شوې ده:
د معمول او عادت مطابق به حضرت عمر فاروق رض د خپل خلافت په وخت کې له خپل ملګري حضرت عبدالله بن مسعود رض سره د شپې له خوا ګښت کاوه، د دې لپاره چې د ولس مشکلات ځان ته معلوم کړي او بيا ورسره لازمې مرستې وکړي.
يوه شپه چې ډېره تاريکه وه، دوی را روان وو چې له ليرې څخه يې رڼا وليده، دوی ها خوا ته ور رهي شول، نږدې چې ور ورسېدل ګوري چې رڼا له يوه کور څخه راوځي، حضرت عمر رض چې دروازې ته غوږ ورنږدې کړ، مشکوک غوندې حالات يې محسوس کړل، خپل ملګری عبدالله بن مسعود رض يې يو کونج ته ودراوه او خپله کور ته دننه ورننووت.
هلته يې يو عجيب و غريب منظر تر سترګو شو، ګوري چې يو بوډا کس ناست دی، په لاس کې يې د شرابو جام نيولی، مخ ته يې يوه ښکلې سازنده نجلۍ ولاړه ده، رقص کوي، دا وخت شپه ښه پخه شوې ده، د وخت خليفه اميرالمومنين عمر فاروق رض چې دغه منظر وليد، ولړزېد او له قهر څخه په ډکه لهجه يې وويل: )مَارَاَيْتُ کَاللَّيْلَةِ مَنْظَرًا اَقْبَحَ مِنْ شَيْخٍ يَنْتَظِرُ اَجَلَهُ(.
ما نن شپه تر دغه بوډا کس زيات قبيح او شرموونکی فعل تر اوسه له بل چا څخه نه دی ليدلی، دی د خپل آخري وخت د راتګ د انتظار په شېبو کې لا هم په شرابو او کبابو کې مست ناست دی، نجونې رقصوي او خپل د ګناه بار پر خپل سر نور هم زيات باروي.
بوډا کس چې دی مبارک وليد چې مخ ته يې ولاړ دی، بدن يې لړز واخيست، په رېږدېدلې آواز يې وويل: اې اميرالمومنينه! د يوې خبرې اجازه راکړه، کوم فعل چې زه کوم دا يقينًا هم چې ډېر ناوړه او شرموونکی عمل دی، مګر نن شپه چې تا څه وکړل، زما په فکر دا تر هغه هم ډېر ناوړه او قابل نفرت عمل دی، وګوره تا تجسس وکړ، زما کور ته دې غوږ نيولی دی او زما له اجازې پرته کور ته راننوتلی يې، حال دا چې په اسلام کې د تجسس ممانعت راغلی دی، الله تعالی په قران شريف کې فرمايلي : )وَلاَ تَجَسَّسُوا( يعنې يو د بل خلاف جاسوسي مه کوئ او يو د بل د راز په معلومولو مه پسې کېږئ.
ده مبارک چې دغه خبره واورېده، نو يې وفرمايل: هو، ته باالکل رښتيا خبره کوې، همداسې ده لکه تا چې وويل، هغه و چې دی مبارک په ژړا د هغه له کوره راووت او پر ژبه يې دغه کلام جاري و:
)عمر دې له مور څخه ورک شي، که يې چېرې خپل رب ونه بخښي نو تباه او برباد به شي، بوډا کس خو د خپلې کورنۍ په پټه دغه ګناه کوله، اوس خو به وايي چې عمر وليدم، هغه زما په جنايت خبر شو، نو آينده به ښه د زړه له اخلاصه په بيا-بيا دغه ګناه ته دوام ورکوي.(
تر دې پېښې وړاندې به دغه بوډا کس د حضرت عمر رض په مجلس کې حاضري ورکوله، خو تر دې وروسته د خوف، وېرې او شرم له کبله د ده مبارک په وړاندې نه شوای حاضرېدای، څه موده وروسته يې يوه ورځ زړه وکړ، راغی د حضرت عمر رض په مجلس کې چې خورا ډېر خلک يوځای شوي وو، شا ته پټ کښېناست چې دی مبارک يې ونه ويني.
د الله تعالی قدرت دی له ليرې د حضرت عمر رض سترګې ورباندې ولګېدې، حکم يې وکړ چې دغه کس دې دلته نږدې راوستل شي، هغه ډېر پرېشانه شو، ويل زه خو له همدې خبرې څخه وېرېدم چې اميرالمومنين مې ونه ويني.
خير په هر صورت، خلکو ورته وويل: ورشه امير المومنين دې غواړي، دغه کس چې له ډېرې وېرې او شرم څخه يې زامې سره رېږدېدې، راغی له ده مبارک سره نږدې کښېناست، ده مبارک ورته وفرمايل: صاحبه! ښه رانږدې شه، دلته راشه! زما څنګ ته کښېنه!...
کله چې يې هغه بوډا کس څنګ ته کښېناست، نو يې ورته وويل: غوږ رانږدې کړه يوه خبره درته کوم، وروسته يې ورته وفرمايل:
)خبره واوره! زما دې په هغه ذات قسم وي چې محمد ص يې په حقه سره رسول رالېږلی، ما چې په هغه ورځ ته په کوم حال کې ولېدې، هغه بيان ما هېچا ته نه دی کړی، حتی چې ابن مسعود مې لا هم نه دی خبر کړی، حال دا چې په هغه شپه هغه زما سره ملګری و(.
هغه کس وويل: اميرالمومنينه! اوس نو ته خپل غوږ هم يو وار ما ته رانږدې کړه،هغه مبارک چې غوږ ورته رانږدې کړ، نو يې ورته وويل:
پـه هغـه ذات دې زمـا قسـم وي چې محمـد ص يې پـه حقـه سـره رسـول رالېـږلی، لـه هغې شپې څخه بيا تر دا اوس مجلسه پورې مـا بيـا دغـه نـاوړه عمـل نــه دی کړی، د تـل لپـاره مې تـرې تـوبـه ايستـلې او بيـا به يې هېڅکله هم ونه کړم.
حضرت عمر رض د دغو کلماتو په اورېدلو او د دغه سړي له طرفه د رښتيني توبې په ايستلو سره دومره زيات خوشحاله شو چې حد او اندازه نه شي لګېدای، له ډېرې خوښۍ څخه ځنې ورکه شوه، په لوړ آواز يې الله اکبر ووايه.
شاوخوا ناست خلک حيران شول چې څه پېښه شوه ولې اميرالمومنين ته دومره جذبه ورغله او له څه کبله دومره زيات خوشحاله شو. )حياة الصحابة ٣ ټوک ١٤٩مخ/ کنزالعمال ٢ ټوک ١٤١ مخ(