په تجارتي کاروبار کې درواغ ويل
پوښتنه: آيا په تجارت کې درواغ ويل جايز دي که نه، ځينې کسان دا فکر کوي چې که په کاروبار کې درواغ ونه وايي، معامله نه شي کېدلای، آيا د هغوی دا خبره صحيح ده؟
ځواب: درواغ ويل په تجارت کې وي او په عامو خبرو کې حتی د مسخرو او ټوکو پر ډول وي هم حرام او کبيره ګناه ده. د ابوداود شريف د)کتاب الادب( په )باب فی التشديد فی الکذب( کې روايت دی چې جناب رسول الله ص درې ځله وفرمايل: هغه کس تباه او برباد شو، هغه کس تباه او برباد شو، هغه کس تباه او برباد شو، چې د نورو کسانو د خندولو لپاره درواغ وايي. )ابوداود شريف ٢ ټوک ٦٨١ مخ(
او په لوی قرآن کې الله تعالی پر درواغجنانو باندې لعنت ويلی دی او په نبوي احاديثو کې درواغ ويل د نفاق ستره نخښه بلل شوې ده.
په کاروبار کې درواغ ويل نه يوازې دا چې د درواغو ويلو جرم دی، بلکې دا
له خريدار سره دوکه او فرېب هم دی. همدا راز د صحيح مسلم په )کتاب الايمان( کې يو حديث راغلی، په هغه کې رسول الله ص په ښکاره ټکو سره د دوکه باز کس د اسلام او مومنانو له ډلې څخه د خارجېدو اعلان وکړ:
ژباړه: له حضرت ابو هريرة رض څخه روايت دی چې يو وخت رسول الله ص له يو غنم خرڅوونکي سره تېرېدى، ده مبارک ته غنم صحيح معلوم نه شول، نو چې ور وګرځېد، لاس يې په ننه ايستی، لوندوالی يې محسوس کړ، نو د مال څښتن ته يې وفرمايل: اې د مال خاونده! دا څه کيسه ده؟ هغه وويل: د باران له کبله غنم لانده شوي دي. ده مبارک ورته وفرمايل: چې داسې ده، نو بيا دې لانده غنم د نورو پر سر ولې نه ايښوول چې خلک يې وويني او په دوکه کې ونه لوېږي. وروسته ده مبارک وفرمايل: څوک چې زموږ سره دوکه کوي، هغه زموږ يعنې مسلمانانو له ډلې څخه نه دی. )صحيح مسلم لومړی ټوک٧٠ مخ(
له دې کبله په کاروبار او معامله کې د درواغو ويلو جرم نور هم درنېږي، د ګټې او تاوان تعلق له درواغ ويلو سره نشته، بلکې په رښتيا ويلو اعتبار پخېږي او دوام داره ګټه په وجود راځي، تاسې فکر وکړئ د نړۍ ستر معامله ګر، او غټ کاروباريان په څومره شدت سره له درواغ ويلو څخه پرهېز کوي، ځکه د هغوی په فکر درواغ ويل معاملې او تجارت ته ډېر سخت زيان رسوي.
د دې برخلاف د ترمذي شريف په يوه حديث کې رسول الله ص رښتينی او امانـتدار تاجر ته په جنت کې له خپل ځان سره د رفاقت او ملګرتيا زېری اورولی دی، له دې کبله بايد هېڅکله د رښتيا ويلو او حقيقت څرګندولو لمن خوشې نه کړل شي.
په آخرت کې عملونه شمېرل کېږي نه، بلکې وزن کېږي
پوښتنه: يو کس هر کال حج کوي، خو نور ډېر ازاري انسان دی، حلال او حرام داسې سره ګډوي لکه شيدې او غوړي او يو بل کس دی هغه صرف يو حج کړی، خو دومره نېک انسان دی چې حد نه لري، نه له ده څخه تر ننه چا شکايت واورېد او نه چا ازار ترې وليد او نه ده له بل چا څخه؛ اوس زما پوښتنه دا ده چې د الله تعالی په نزد په دغو دوو کسانو کې کوم يو افضل دی؟ ځينې خلک فکر کوي چې په حج سره ګناهونه ټول له منځه ځي، که داسې وي، نو بيا خو به دغه کس افضل وي چې هر کال حج کوي؟
ځواب: د مقبول حج تر ټولو ستره نخښه دا ده چې انسان له ګناهونو څخه توبه ګاره او پرهېزګاره شي، دغه کس چې هر کال حج ته ځي او بيا هم له ګناهونو او حرام کاريو څخه لاس نه اخلي، د دې مطلب دا کېدای شي چې د دغه کس نيت سم نه دی او حج يې د الله تعالی په دربار کې د قبول مقام نه دی حاصل کړی، د الله تعالی په دربار کې د عمل زياتوب ته نه کتل کېږي، بلکې د هغه اخلاص او صداقت ته کتل کېږي، د )سورة الملک( د سر په دويم نمبر آيت کې الله تعالی فرمايي:
ژباړه: الله تعالی هغه ذات دی چې مرګ او ژوند يې پيدا کړی دی، د دې لپاره چې تاسې وازمويي چې په تاسې کې کوم کس د اعمالو له پلوه ډېر غوره دی.
د دغه مبارک ايت په تفسير کې رسول الله ص وفرمايل: )اَيُّکُمْ اَحْسَنُ عَقْلاً وَاَوْرَعُ عَنْ مَحَارِمِ اللهِ وَاَسْرَعُ فِیْ طَاعَةِ اللهِ( يعنې څوک زيات ښه عقل او فکر لري او له ممنوعاتو څخه څوک زيات ځان ساتونکی دی او د الله تعالی په فرمان منونکو کې څوک زياته برخه اخيستونکی دی، مطلب دا چې الله تعالی د انسان د پيدايښت مقصد دا بيان کړ چې وکتل شي څوک نېک اعمال کوي او له بدو لاس اخلي، د حضرت ابن عمر رض په روايت کې راغلي چې رسول الله ص دغه مبارک ايت تر )اَحْسَنُ عَمَلاً( پورې تلاوت کړ او ويې فرمايل: د )احسن عملا( مصداق هغه کس دی چې د الله تعالی له خوا د حرام کړو شيانو څخه تر ټولو زيات پرهېز کوونکی وي او د الله تعالی په اطاعت کې هر وخت مستعد وي.
په دغه باب کې يوه خبره ډېره د پام وړ ده، هغه دا چې الله تعالی وفرمايل: )موږ دا کتل غواړو چې د چا عمل غوره دی( دا يې ونه فرمايل: چې د چا عمل زيات دی؟ له دې څخه معلومه شوه چې د الله تعالی په نزد د عمل زياتوالی د اعتبار وړ نه دی، بلکې د عمل ښه والی، صحيح والی، اخلاص، تقوا او صداقت معتبر دی، له دې کبله خو په قيامت کې اعمال شمېرل کېږي نه، بلکې وزن کېږي او تلل کېږي او ممکن د يوه کس عمل د نورو کسانو تر زرګونو عملونو دروند وخېژي.
د تهجد لمانځه وخت، رکعتونه او فضيلتونه
پوښتنه: آيا د تهجد لمانځه لپاره د شپې آخري وخت لازم دی که نه او بل دا چې د تهجد لمانځه څو رکعتونه دي، دوه، څلور او که اته؟
ځواب: د تهجد لمانځه وخت هماغه د ماخستن لمانځه وخت دی، د ماخستن له لمانځه وروسته تر صبح صادق پورې د تهجد لمونځ کېدلای شي. د امام هيتمي په روايت کې دي چې تر ماخستن لمانځه وروسته کوم لمونځ وکړل شي هغه )قيام الليل( يعنې تهجددی.)مجمع الزوائد ٢ ټوک ٢٥٢ مخ(
فقهاوو د رسول الله ص معمولاتو ته په کتلو سره ليکلي که چېرې يو کس غواړي يو پر درېيمه برخه په تهجد کې تېره کړي، نو د ده لپاره افضل دي چې د شپې د منځ درېيمه برخه انتخاب کړي: فالثلث الاوسط افضل من طرفيه. )مجمع الزوائد ٢ ټوک ٢٥٢ مخ(
او که غواړي نيمايي شپه په تهجد کې تېره کړي، نو آخري نصف انتخابول افضل دی فقيام نصف الاخير افضل. )ردالمحتار ٢ ټوک ٤٦٨ مخ(
مطلب دا چې د ماخستن له لمانځه وروسته تر صبح صادق پورې د تهجد لمونځ کېدای شي، مګر غوره دا ده چې تر نيمې شپې وروسته وکړل شي، رسول الله ص فرمايي همدا د نيمې شپې وخت دی چې پروردګار خپلو بندګانو ته ډېر ورنږدې کېږي له دې کبله که کېدای شي، نو پر همدغه وخت الله تعالی ياد کړئ. )جامع الترمذی لومړی ټوک ١٥٤ ټوک باب نزول الرب(
او بل دا چې د الله تعالی په نزد تر ټولو محبوب ترين لمونځ د حضرت داؤدع و، هغه مبارک به د شپې په نيمايي برخه کې لمونځ ادا کاوه. )بخاري شريف باب صلاة الليل لومړی ټوک ٢٥٤ مخ(
په بخاري شريف کې له حضرت عايشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې د رسول الله ص دا معمول و چې د شپې په ابتدايي برخه کې به ويده کېدى او په آخري برخه کې به راپورته کېدى او په عبادت به مشغول کېدى. )بخاري شريف لومړی ټوک ١٥٤ مخ(
او د تهجد لمانځه د رکعتونو ټاکلی شمېر نشته، له رسول الله ص څخه دوه رکعته، څلور رکعته، شپږ رکعته، اته رکعته او په ځينو احاديثو کې لس رکعته هم ثابت دي، خو په دغه لمانځه کې به ده مبارک زياتره وخت اوږده سورتونه ويل، رکوع او سجده به يې هم اوږدول.)مسلم شريف لومړی ټوک 253 مخ باب صلوة الليل(
دغه لمونځ په خصوصي توګه پر رسول الله ص فرض و، مګر د نور امت لپاره مسنون او د بې انتها زيات اجر او ثواب حامل دی، د دغه لمانځه په اړه رسول الله ص فرمايي:
ژباړه: تاسي د شپې له خوا راپورته کېدل او د تهجد لمونځ کول پر ځان لازم کړئ، دا عمل تر تاسې وړاندې د نېکو خلکو و، دغه لمونځ به تاسې الله تعالی ته ورنږدې کړي، ګناهونه به مو ختم کړي او له بدو او ناوړو کارونو څخه به مو منع کړي.
د تجسس نه کولو په اړه يوه عبرتناکه کيسه
د احاديثو د مشهور کتاب )کنزالعمال( د دويم جلد په )١٤١( صفحه کې د تجسس يا يو د بل خلاف د جاسوسي نه کولو په اړه يوه کيسه داسې بيان شوې ده:
د معمول او عادت مطابق به حضرت عمر فاروق رض د خپل خلافت په وخت کې له خپل ملګري حضرت عبدالله بن مسعود رض سره د شپې له خوا ګښت کاوه، د دې لپاره چې د ولس مشکلات ځان ته معلوم کړي او بيا ورسره لازمې مرستې وکړي.
يوه شپه چې ډېره تاريکه وه، دوی را روان وو چې له ليرې څخه يې رڼا وليده، دوی ها خوا ته ور رهي شول، نږدې چې ور ورسېدل ګوري چې رڼا له يوه کور څخه راوځي، حضرت عمر رض چې دروازې ته غوږ ورنږدې کړ، مشکوک غوندې حالات يې محسوس کړل، خپل ملګری عبدالله بن مسعود رض يې يو کونج ته ودراوه او خپله کور ته دننه ورننووت.
هلته يې يو عجيب و غريب منظر تر سترګو شو، ګوري چې يو بوډا کس ناست دی، په لاس کې يې د شرابو جام نيولی، مخ ته يې يوه ښکلې سازنده نجلۍ ولاړه ده، رقص کوي، دا وخت شپه ښه پخه شوې ده، د وخت خليفه اميرالمومنين عمر فاروق رض چې دغه منظر وليد، ولړزېد او له قهر څخه په ډکه لهجه يې وويل: )مَارَاَيْتُ کَاللَّيْلَةِ مَنْظَرًا اَقْبَحَ مِنْ شَيْخٍ يَنْتَظِرُ اَجَلَهُ(.
ما نن شپه تر دغه بوډا کس زيات قبيح او شرموونکی فعل تر اوسه له بل چا څخه نه دی ليدلی، دی د خپل آخري وخت د راتګ د انتظار په شېبو کې لا هم په شرابو او کبابو کې مست ناست دی، نجونې رقصوي او خپل د ګناه بار پر خپل سر نور هم زيات باروي.
بوډا کس چې دی مبارک وليد چې مخ ته يې ولاړ دی، بدن يې لړز واخيست، په رېږدېدلې آواز يې وويل: اې اميرالمومنينه! د يوې خبرې اجازه راکړه، کوم فعل چې زه کوم دا يقينًا هم چې ډېر ناوړه او شرموونکی عمل دی، مګر نن شپه چې تا څه وکړل، زما په فکر دا تر هغه هم ډېر ناوړه او قابل نفرت عمل دی، وګوره تا تجسس وکړ، زما کور ته دې غوږ نيولی دی او زما له اجازې پرته کور ته راننوتلی يې، حال دا چې په اسلام کې د تجسس ممانعت راغلی دی، الله تعالی په قران شريف کې فرمايلي : )وَلاَ تَجَسَّسُوا( يعنې يو د بل خلاف جاسوسي مه کوئ او يو د بل د راز په معلومولو مه پسې کېږئ.
ده مبارک چې دغه خبره واورېده، نو يې وفرمايل: هو، ته باالکل رښتيا خبره کوې، همداسې ده لکه تا چې وويل، هغه و چې دی مبارک په ژړا د هغه له کوره راووت او پر ژبه يې دغه کلام جاري و:
)عمر دې له مور څخه ورک شي، که يې چېرې خپل رب ونه بخښي نو تباه او برباد به شي، بوډا کس خو د خپلې کورنۍ په پټه دغه ګناه کوله، اوس خو به وايي چې عمر وليدم، هغه زما په جنايت خبر شو، نو آينده به ښه د زړه له اخلاصه په بيا-بيا دغه ګناه ته دوام ورکوي.(
تر دې پېښې وړاندې به دغه بوډا کس د حضرت عمر رض په مجلس کې حاضري ورکوله، خو تر دې وروسته د خوف، وېرې او شرم له کبله د ده مبارک په وړاندې نه شوای حاضرېدای، څه موده وروسته يې يوه ورځ زړه وکړ، راغی د حضرت عمر رض په مجلس کې چې خورا ډېر خلک يوځای شوي وو، شا ته پټ کښېناست چې دی مبارک يې ونه ويني.
د الله تعالی قدرت دی له ليرې د حضرت عمر رض سترګې ورباندې ولګېدې، حکم يې وکړ چې دغه کس دې دلته نږدې راوستل شي، هغه ډېر پرېشانه شو، ويل زه خو له همدې خبرې څخه وېرېدم چې اميرالمومنين مې ونه ويني.
خير په هر صورت، خلکو ورته وويل: ورشه امير المومنين دې غواړي، دغه کس چې له ډېرې وېرې او شرم څخه يې زامې سره رېږدېدې، راغی له ده مبارک سره نږدې کښېناست، ده مبارک ورته وفرمايل: صاحبه! ښه رانږدې شه، دلته راشه! زما څنګ ته کښېنه!...
کله چې يې هغه بوډا کس څنګ ته کښېناست، نو يې ورته وويل: غوږ رانږدې کړه يوه خبره درته کوم، وروسته يې ورته وفرمايل:
)خبره واوره! زما دې په هغه ذات قسم وي چې محمد ص يې په حقه سره رسول رالېږلی، ما چې په هغه ورځ ته په کوم حال کې ولېدې، هغه بيان ما هېچا ته نه دی کړی، حتی چې ابن مسعود مې لا هم نه دی خبر کړی، حال دا چې په هغه شپه هغه زما سره ملګری و(.
هغه کس وويل: اميرالمومنينه! اوس نو ته خپل غوږ هم يو وار ما ته رانږدې کړه،هغه مبارک چې غوږ ورته رانږدې کړ، نو يې ورته وويل:
پـه هغـه ذات دې زمـا قسـم وي چې محمـد ص يې پـه حقـه سـره رسـول رالېـږلی، لـه هغې شپې څخه بيا تر دا اوس مجلسه پورې مـا بيـا دغـه نـاوړه عمـل نــه دی کړی، د تـل لپـاره مې تـرې تـوبـه ايستـلې او بيـا به يې هېڅکله هم ونه کړم.
حضرت عمر رض د دغو کلماتو په اورېدلو او د دغه سړي له طرفه د رښتيني توبې په ايستلو سره دومره زيات خوشحاله شو چې حد او اندازه نه شي لګېدای، له ډېرې خوښۍ څخه ځنې ورکه شوه، په لوړ آواز يې الله اکبر ووايه.
شاوخوا ناست خلک حيران شول چې څه پېښه شوه ولې اميرالمومنين ته دومره جذبه ورغله او له څه کبله دومره زيات خوشحاله شو. )حياة الصحابة ٣ ټوک ١٤٩مخ/ کنزالعمال ٢ ټوک ١٤١ مخ(