غزل
غواړم چې جوړ کړم خو تصوير دې جوړولی نه شم
د حسن بحر دې په خيال کې ځايه ولی نه شم
سپرلی دې شونډو باندې راشي چې مسکۍ شې لږه
دومره ګلان شي چې يې زه راټولولی نه شم
لمر هم په سترګو هم په غيږه کې نيولی شمه
خو تا ته هسې يو نظر هومره کتلی نه شم
عجيبه دا ده ، ستا دپاره شاعري کومه
خو ستا په نوم باندې تر اوسه څه ليکلی نه شم
لکه ايمان دې نور ښکاره خپله اټکه غواړم
نور د رقيب له وېرې خوله خپله ګنډلی نه شم
اټک يوسفزی
29.06.2010
- حسیب الله شینواری
غزل
غواړم چې جوړ کړم خو تصوير دې جوړولی نه شم
د حسن بحر دې په خيال کې ځايه ولی نه شم
سپرلی دې شونډو باندې راشي چې مسکۍ شې لږه
دومره ګلان شي چ...
14.07.2010
- حسیب الله شینواری
خدايه !
خدايه دا تور زړګی مې سپين کړې ته نور
چې نور ، ونه وژنم بچی د خپل مور
خدايه دا ګوتې رانه غبرګې واخله
که مې ماشه راښکله بيا په خپل ورور
ربه د مټو زور مې هم اوبه کړه
که ورا نه وه مې پرې داځل د چا کور
خدايه ما خپله پرې لمبه لمبه کړه
که مې په بل چا ب...