!

ښاغلي زرغون شا ه شینواري او ګردې ويرژلې کورنۍ ته يې!

په ډيرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ

چې د هیواد نومیالي سیاست پوه او شنونکي زرغون شاه شینواري پلار ارواح ښاد قدرت الله شینواري  له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

داچې دهغوی جنازه دننګرهار ولایت دهسکې مېنې ولسوالۍ په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوې او فاتحه یې دروان زیږدیزکال د مارچ په ۲۰ نېټه د امریکا په لاس انجلس په ښارکې د ښاغلي زرغون شاه شینواري له خوا اخیستل شوې.

نو اجازه راکړﺉ چې په دغه ویر کې موږ هم درسره د زړه له کومې خپلې ژورې خواشینۍ او خواخوږۍ در څرګندې کړو او ستاسې ویرژلې او دردیدلې کورنۍ ته له بښاند او لوراند څښتنه زغم او ستر اجر غواړواو ارواح ښاد پلار ته جنتونه!

ویاړ دې وي په داسې نیکمرغه پلرونو چې داسې بچې یې روزلې او ورته د مېنې مینه یې په خپلو لارښوونوکې ورښودلې، دهغوی دې ارواح ښاد وي او ستاسو دې هېوادنۍ او وګړنۍ مینه همداسې تانده او ښېرازه!

انالله وانا الیه راجعون