د بوديزم اهم ټاټوبې

ننګرهار دبوديزم اصلي او مهم ټاټوبې تشكيلوي. كه چېرې له لعلپورې، باسول نه تر بهسودو او درونټې پورې سيمه په دقت سره وكتل شي د غرو په لمنو كې د كابل د سيند په غاړه په زرګونو واړه او غټ غارونه او د بوديزم عبادت ځايونه ليدل كېږي چې په هريو كې يې مذهبي مراسم ترسره كول او له دې عبادت ځايونو څخه په زرګونو مجسمې او اثار په لاس راغلي چې ټول د قاچاق په ډول له هیواده بهر وړل شوي.

په ننګرهار كې يوه لويه عبادت خانه چې هلته د بوديزم ښوونه كېده هډې ته نژدې پرته ده. د بوديزم د علماؤ او ډول، ډول ژوو انځورونه يې د عبادتځایونو په دېوالونو انځورول او د مرمر له غټو كاڼو څخه به يې په ډېر مهارت مجسمې جوړولې او انځورولې. هډه د جلالکوټ  سوېل ختيځ لور ته د يو ستر ښار نوم ؤ چې د هند او باميانو ترمنځ يې موقعيت درلود. درې كاله مخكې هم د وچ ډنډ ترڅنګ د بوديزم د يوې مذهبي راهبې قبر د يو ګنبذې لاندې شتون درلود، چې د سړك پراخولو له امله ونړوله شوه.

د جلالکوټ سوېل لوري ته اته کيلو ميټره لرې هډه پرته ده چې پکې د بودايي دورې ډير ښه په زړه پورې اثار خوندي وو. له ډير و لرې لرې ملکونو څخه به خلک د دې ليدو ته راتلل ، دې سيمې ته د اسلام تر رارسيدو پخوا ننګرهار د بوداي مدنيت مهم منځی او د ساکياموني سرهر تاګونم بودا د کوپړۍ يو هډوکی دلته ښخ وو، ځکه هډه بلل کيدله

 

د ولايت پلازمېنه

د ننګرهار ولايت مركز د جلالکوټ (جلال اباد) ښار دى. جلالکوټ پر (٩٨٩-٩٩٠لیږدیز سپوږمیز) کلونو کې او شمالي هندوستان د پاچا جلال الدين اکبر مغل (٩٦٣-١٠١٤ل س ) په حکم د کابل ولایت ديوان ( مستوفي ) خواجه شمس الدين خواني( ١٠٠٨ ل س ) جوړ کړي دی. دا ښار په ۱۸۸۰ زېږيز كال کې د سېلاب په اغيز وران شو او د نوي ښاري پلان له مخې بيا ورغول شو.

ننګرهار پخوا هغه سيمه وه چي له سروبي څخه د خيبر تر تورخمه غځيدلې وه او د جنوب لخوا سپين غر پرې راګرځيدلی و. په تاريخي لخاظ ننګرهار د پښتو ژبې پلار خوشال خان خټک ( ١٠٢٢-١١٠٠ل س) کي هم داسې ياد کړی:

اپريدي مومند شينواري ګوره څه کا
د مغلو لښکر پروت په ننګرهار دی

سراج العمارت او د امير شهيد بڼ چې هلته د امير حبيب الله خان او امان الله خان مقبرې هم شته چې د ليدلو ځايونه دي او په خوګياڼيو كې د نملې (مملې) بڼ يو تاريخي حثيت لري. جلالکوټ د افغانستان د پاچا اعلحضرت سراج الملت و الدين امير حبيب الله ( ١٣١٩-١٣٣٧ ل س) ژمنی پايتخت و ، په جلا ل اباد کې د سراج العمارت باغ ،کوکب او شاهي باغ په نومونو باغونه لري ، نوموړی امير او زوی يې امان الله شاه غازي په باغ امير شهيد کې ښخ دي .