( ګرانه وروره سلام ډيرښکلي ويبلاګ دي په ليدلوارزي خوزماچه څه پکاردي هغه په کي نشته د پروګرام او پروژی په اړه مي معلومات پکاردي که ورته په خپل ويب سايت کې ځاي ورکړې ديره به ښه وي او که ماته يي زما دبريښناليک په پته راوليږي مهرباني به مووي)٠
رحیم الله (شیردل)
پروژه او پروګرام
هو ګرانه پروژه او پروګرام د منجمنټ په ډګر په دوو بېلو پدیدو ویشل شوي زه به یی په هکله درته یو څه ولیکم هیله چی له تاسره به د پروژی او پرګرام د ماهیت ،پولو او ساحې په پيژندلو کی مرسته وکړي.
پروژه: د یوټاکلی وخت،موخو ،لګښت او څرنګوالی په اډانه کې لنډ مهالو هڅوته چی موخه یی د یو لړ خدمتونو وړاندی کول وی، پروژه وایي. پروژه یوکاری پلان لرې او دغه پلان باید په داسې ډول و ارزول شي چې د پروژې د ګټو،خطرنو او تاوانونو تر منځ یو انډول موجود وی هیره د نه وي چې پروژی زیاتره وخت دلمس امکان لري .
پروګرام: هغه هڅو ته چې د یوی یا څو پروژو په پلی کولو له خلکو سره د خپلو ستراتیژیکو ټولیزو موخو په تحقق کې مرسته کوی، پرواګرام بلل کیږي یعنې پروګرام د پروژې په پرتله یوه ویړه پدیده ده او لاندې چوکاټ یي په توپیرونه په روښانه توګه په ډاګه کوي
شاخص |
پروژه |
پروګرام |
موخې |
دپروژې ابره (لاسته راتلونکی پایلې) زیاتره وخت څومره ایزې (کیمیتی) موخې لری |
دپروګرام ابره زیاتره وخت څرنګوالیزه (کیفیتی)موخه لری |
ساحه |
ټاکلی وخت او د پلی کیدو په دوران کې یې ساحه بدلون نه مومی |
ټاکلی وخت نلری او د پلی کیدو په دوران کې یې ساحه بدلون موندلی شی |
موده |
لنډ مهاله نسبی موده لري عمومآ یو کال |
اوږد مهاله نسبی موده لری عمومآ له یو کال څخه زیاته |
خطرونه |
د پروژې خطرونه په اسانی د تشخیص او ادارې وړ دی او دپروژې پاتې راتګ د ادارې په پرګرام لږ ه اغیزه شیندلی شی |
د پروګرام پاتې راتلل په پروژه ژور اغیزه لري او کولی شی د ادارې مالی،شهرتی او عملیاتی اړخونه زیانمن کړي. |
له چاپیریال سره اړېکې |
د پروژې چاپیریال نسبتآ ثابت وی |
د پروګرام په مختلفو چاپیریالو کی پلی کیږي او موخې یې باید د چاپیریال په اډانه کې تعریف شی |
ترڅو چې په اداری سيستم کې پرېکړې د فساد،بډې اخستنې اوخپل پالنی په فرمول حل کيږي،د ټوليز پرمختګ اوتل پاتې سولې هيله به يو شيطاني خوب وي / شبګير
